د علامه ابن القيم رحمه الله ټولګټې ويناوې

(۱) خلک او لمونځ:
«خلک په لمانځه کې پنځو مرتبو ته ويشل کيږي:

لومړى: مرتبه
هغه څوک دي چې د ځان سره ظلم کوي او د لمانځه په حق کې تفریط کوي، د لمانځه په وختونو، ارکانو، ټاکلى مقدار او اوداسه کې کمى کوي.
(ده ته به سزا ورکول کيږي).

دويمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ټاکلى مقدار،اوداسه او ظاهرى ارکانو خيال ساتى، خو د وسوسو په په وړاندى يې د نفس مقاومت پاتى راغلى وي، په لمانځه کې د وسوسو او افکارو سره پاتى کیږي.
(له ده سره به حساب کيږى).

درېيمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ارکانو او ټاکلى مقدار حفاظت او ساتنه کوي، نفس يې د وسوسو او افکارو په وړاندی مقاومت کوي، د دښمن سره په مبارﺯه بوخت وي ترڅو لمونځ ترى غلا نه کړي.
(ښايي ده ته بښنه وشي).

څلورمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى، دهغه حقوق، ارکان،او ټاکلى مقدار په سمه توګه ترسره کوي، ﺯړه يې د لمانځه ارکانو او سمى کړنى ته متوجى وي ترڅو کوم شى ترى ضايع نشي، بل کې ټول سوچ او فکر يې د لمانځه سموالى ،بشپړتيا او پوره والى ته وي، ﺯړه يې په لمونځ او د الله جل جلاله په بندګى بوخت وي.
(ده ته به اجر او ثواب ورکول کيږي).

پنځمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى د هغه حقوق، ارکان،او ټاکلى مقدار په سمه توګه ترسره کوي، خو سره له دې يې خپل ﺯړه د الله جل جلاله په وړاندى يخى وي، د زړه په سترګوهغه ته ګوري او څارنه يې کوي، ﺯړه یې د الله جل جلاله له مينې او لويې ډک وي، داسى وي ګويا چې دا يې وينې او ليدنه يې کوي، ټولى وسوسې او نفسى خاطرې د مينځه تللي وی او پرده يې د ده او الله جل جلاله ترمينځه اوچته شوي وي.
د ده او نورو د لمانځه په غوروالى او لويې کې دومره توپير وي لکه ځمکه او اسمان، دا په لمانځه کې د خپل رب په رضایت بوخت وى او خپلى سترګې پرى ويخوي.
(دا خپل رب ته نږدې دي )».

(۲) دراتلونکى په اړه فکر وکړئ:
« د تير وخت په پښيمانى ځان مشغولول د حاضر وخت بربادول دى» .
مدارج السالكين (٣ / ٥٠ ).

(۳) علم او عمل:
«كه چرته علم پرته له عمله فايده درلودى، نو الله جل جلاله به اهل کتابو د علماوو بدى نه بيانوله، او که چرته عمل له اخلاص پرته ګټه لرله، نو د منافقينو بد به نه ويل كيدل».

(۴) د زړه سلامتيا:
«د ﺯړه سالمتيا تر هغى نه بشپړيږى تر څو چې له پنځو شيانو سالم پاتى نشي:”
• له شرک څخه چې توحيد ماتوى.
• د بدعت څخه چې د سنت خلاف کوى.
• د شهوت څخه چې د الهى امر مخالفت ته دى رابلي.
• غفلت چې د ﺫکر سره تضاد لري.
• خواهش چې د اخلاص سره ټکر لري».
الجواب الکافى( 126).

(۵) د علم سخا:
« په علم سخا كول او د هغى خپرول د سخا له لوړو مرتبو څخه دى، په علم سخا کول د مال له سخا بهتر دى، ځکه علم له مال څخه غوره او ارﺯښتناک دى ».
مدارج السالكين (٢٨١/٢).

(۶) د ﺫکر اړينې فائدې:
«• د سحر او ماښام اﺫکار د ﺯغرى په څير دى څومره چې يې کلک والى ﺯياتيږى هغومره يې څښتن ته ﺯيان نه رسيږى، بلکى کله د ﺯغرى کلک والى تر دى ورسيږى چې غشۍ له ستنيدو وروسته بيرته ويشتونکى ته رسى..
• د ﺫکر له ګټو څخه دا دى چې خپل څښتن ته قوت او ځواک وربښى، تر دى چې له ﺫکر سره هغه څه شونى دى چې د ﺫکر پرته يې تصور نشى کيدالى.
• دا ځکه چې کله د ﺯړه غفلت ﺯيات شى نو کلک والى او سختى يې هم ﺯياته شى، کله چې دالله جل جلاله ﺫکر وکړي دغه سختى يې داسى لېرې شى لکه څرنګه چې قوله په اور کې ولى کيږي.
د ﺯړه سختى د الله جل جلاله د ﺫکر په څير په بل څه له مينځه نه ځى».

(۷) د اسلام ناشنا کيدل:
«کله چې د اسلام ناشناوالى ﺯيات شى، نو علماء به کم او کم عقل به ﺯيات ».
زاد المعاد ( ٤٤٣/٣ ).

(۸) کله خبرې کول ګټور دى او کله چوپتيا او په کوم ځاى کې يې کوم يو مناسب دى:
ابن القیم رحمه الله وایې: “ژبه دوه ستر افتونه لري که انسان له یو څخه خلاصی بیامومی نو له دویم څخه خلاصون ناشونى دي:

د خبرو افت او د چوپتیا افت، کله هر یو یې په خپل وخت کې له بله ستره ګناه وی،
له حق څخه چوپ کیدونکی ګونګ شیطان دی ، د الله تعالى څخه سرغړونکی، ریاکار او غوړه مال دی کله چې د خپل نفس په اړه ونه ویریږی.

په ناروا او باطله وينا کونکی هم ویونکی شیطان او د الله جل جلاله نافرمانه دی، زیاتره خلک په خپلو خبرو او چوپتیا کې بی لارې او ددغی دو ډولونو ترمنځ دي.

خو مینځ لارې بیا د سمی لاری څښتانان دی، خپلی ژبی له نارواو ساتي او په هغه څه یې خلاصوي چې دوی ته په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي، له دوی به هیڅ یو ونه وینی چې داسی خبرې وکړی چې له فایدی پرته دی وي، بی لدې چې په اخرت کې ورته زیان ورسوي، یقینا د قیامت په ورځ به انسان د غرونو څير له نیکیو سره راشی خو وبه وینی چې ژبی به ورته ټولی ړنګی ګړی وي، او یا به دغرونو په څير له ګناهونو سره راشی خو وبه وینی چې ژبی به ورته د الله جل جلاله د ډیر ذکر له امله ټول ختم کړي وي».
(۹) دنظر ساتنه:
«• د نظر په ساتنه صبر ډير اسان دى له هغه درد نه چې د نظر د نه ساتنی له امله پيدا کيږى.
• د نظر له افتونو څخه دادى : چې افسوس، اسويلې او درد په ميراث کې پريږدى. يو کس به وينې چې نه بيا په هغه کار برلاسه وي او نه ترى صبر کولاى شى».
الجواب الكافي (١٥٣).

(۱۰) د تیروتنی اصول:
«دخطايې او تيروتنى درى اصول دي:
• لومړى تکبر او لويې چې ابليس يې خپل انجام ته ورسو.
• دويم حرص چې ادم عليله السلام يې له جنت څخه بيرون كړ.
• دريم کينه چې انسان يې د خپل ورور په وژنه جرات مند کړ.
څوک چې لدې درى واړو وساتل شو نو له شر څخه په امن شو:
کفر له لويې مينځته راځى،
ګناهونه له حرص څخه،
ظلم او ﺯياتى له کينى څخه».
((الفوائد_ 1/ 58)).
 
(۱۱) په عمل کې د سنتو پیروی:
«د اخلاص او رسول صلى الله عليه وسلم له پيروى پرته عمل داسى دي، لکه مسافر چې خپل پنډوکى(پيټى) کې شګې بارکړى وي، چې دپنډوکى له دروندوالى پرته ورته بله کومه ګټه نلري».
الفوائد( ٤٩).

(۱۲) نيك عمل د ژوند د بدلون لامل ګرځی:
«که چيرته انسان خپله ګناه په نيکى بدله کړي، رب العزت به ورته ﺫلت په عزت،بدبختى او سزا په نيکمرغى او هوساينه بدل کړي».

(۱۳) له نا اميدی ځان ساتل:
«الله جل جلاله د خپل حکمت له مخى د خپل بنده په وړاندى درواﺯه نده تړلي، مګر داچې دخپل رحمت له وجى يې ورته دوه درواﺯې پرانستى دي».

(۱۴) دګناه ﺯيان:
«کله چې ګناه په پټه ترسره شي نو ﺯيان يواځي ګناهګار ته وي، خو کله چې په ښکاره وي نو بيا يې ﺯيان دټولني ټولو وګړو ته رسي».

(۱۵) دغم او کړاو لامل:
«کړاوونه،غمونه،اوسوچونه انسان ته د دو لارو راځې:
• دمال حرص او له دنيا سره مينه.
• په عبادت او نيکيو کې سستوالي».
عدة الصابرين (٢٥٦).

(۱۶) د اړينو خلکو سره مرسته:
«خلکو دستونزو حلولو او هغوي داړتياو پوره کولو خوند هغه څوک پيژني چې تجربه کړي يې وي».

(۱۷) نيك عمله دوست:
«نيك عمله دوست درته له خپله ځانه غوره دى، ځکه نفس درته په بديو امر کوي،
او نيک عمله ملګرى درته تل په نيکيو امر کوي».

(۱۸) مسواک د استعمالولو په ﺯړه پورې ګټې:
امام ابن القيم رحمه الله مسواک د فائدو په اړه وايې:
- خوله پاکوي.
- اورۍ کلکوي.
- بلغم پريکوي.
- نظر تيزوي.
- د خولى خاليګاوې ختموي.
- معده سموي.
- اواﺯ صفا کوي.
- په هضم ګې مرسته کوي.
- خوب تښتوي
- په لوستلو کې مرسته کوي.
- په مانځه کې مرسته کوي.
- په ﺫکر کې مرسته کوي.
- رب راضى کوي.
- ملايکې يې خوښوي.
- نيکې ﺯياتوي.
ﺯاد المعاد (323/4).

(۱۹ ) خپلى پټى چارې مو اصلاح کړئ:
قال الإمام ابن القيـم رحمـه الله وايې :
- څوک چې خپلى پټى کړنې سمى کړي، الله تعالى به يې ښکاره چارې سمى کړي.
- څوک چې د خپل ځان او خپل رب ترمنځ اصلاح وکړه الله جل جلاله به دده او خلکو ترمنځ اصلاح وکړي.
- څوک چې د اخرت لپاره عمل وکړ الله جل جلاله به يې ددنيا اړتياوې پوره کړي.

(۲۰) په هر حالت کې د خپل رب يادونه وکړئ:
الله تعالى هيڅکله د ﺫکر کوونکى ژبى اجر نه ضايع کوي، بلکى ﺫکر کونکى ته پرې ثواب رسي که څه هم ﺯړه يې غافله وي ..خو دثواب ترمنځ تفاوت موجود وي.
روضة المحبين (309/1).

(۲۱) د اخلاقو ارﺯښت:
که په عبادت کې کمى دى هر څومره وي، خو په اخلاقو کې کمى مه کوه، شايد اخلاق دى لوړو جنتونو ته د ننوتلو کيلى شي.