د مالوماتو له مخې افغانستان کې د جګړې تر څنګ لویه مرګ ژوبله هر کال د ترافیکي پيښو له کبله وي چې کله کله خو ان دا مرګ ژوبله ډیره لوړه وښودل شي.
د ۲۰۱۸م کال مالومات ښيي چې افغانستان کې ۳۵۰۰ کسان د ترافیکي پېښو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي و.
دا یواځې هغه مالومات دي چې ترافیکو او روغتیا وزارت سره ثبت شوي دي، ځینې داسې پېښې چې لیرې پرتو سیمو کې رامنځ ته کیږي، هیڅوک ترې خبر هم نه دي.
ویلی شو چې دا ټول د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله دي، دا به ومنو چې سړکونه یار خراب دي او یا یې سور کم دی خو دا په دې مانا نه چې موټر چلوونکی دې احتیاط نه کوي، ولې چې سړک تنګ دی.
څومره چې سړک خراب او کم سوره وي، هلته باید څو چنده احتیاط وشي، ځکه د ترافیکي پېښې رامنځ ته کیدل هره شېبه ممکن وي.
هوښیارانو څه ښه ویلي چې د یوې شېبې حوصله د کلونو خرچه ده.
نو که موټر چلوونکي احتیاط وکړي، هم به یې ځان ژغورلی وی، هم به یې خپلې او هم نورې سپرلۍ ژغورلې وي، د دې تر څنګ به یې موټر هم ساتلی وي او هر کله به له تاوان بچ وي.
تازه مې تېره شپه یو خبر ولوست چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې دوه مرسیدیز موټر چې یو یې کابل او بل جلال اباد ته پر لار و، ټکر کړی چې ۴ کسان پکې مړه او ۱۸ نور ټپيان دي.
د مالوماتو له مخې ټپيانو کې هم ځینې مرګوني شته چې ممکن ژوند له لاسه ورکړی، ټپیانو کې ځینې داسې هم شته چې لاس او پښې یې ماتې دي.
دا لومړۍ پېښه نه ده، تېره اوونۍ مې دوه خبرونه ولوستل چې غزني او کندهار کې هم ترافیکي پېښې شوې وې چې له کبله یو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي و.
د دې بل هیڅ دلیل نه شي کیدلی ، پرته له دې چې موټټر چلوونکی بې احتیاطه دی، که یو احتیاط و نه کړي او بل ېې احتیاط وکړي بیا هم ممکنه ده چې د پېښه مخه ونیول شي، خو چې دواړه بې احتیاطه شي؟
بیا داسې شي لکه د شنبې ورځ مازیګر چې د کابل ـ جلال اباد پر سړک پېښه وشوه.
پر دې لار دا نه لومړنۍ پېښه ده او نه به وروستۍ شي، ځکه موټر چلوونکي بیا هم له دې بې احتیاطۍ زده کړه نه کوي.
هر موټر چلوونکی کوشش کوي چې ژر ځان هدف ته ورسوي، خو په دې فکر نه کوي چې دا هدف دومره ضرور دی چې باید په مرګ تمام شي.
نو باید ډير احتیاط شي، احتیاط به نیم ساعت درته لار اوږده کړی خو ټول عمر له کړاو به خلاص یی، نو پکار ده چې ډير کله سپرلي موټر چلوونکی ته احتیاط سپارښتنه وکړی.
وروستي