
قاسم سلیماني په کرمان کې په یوه غرنۍ کلي کې د رابر په نامه ښار، په کال ۱۳۳۵کې زیږیدلی ؤ. هغه په لومړیو وختونو کې کله چې ځوان ؤ د رغونې کار کونکی ؤ ، او د د کرمان اوبو تنظیم یو قراردادي کس ؤ ، د ایران د اسلامی انقلاب او د سپاه پاسداران له رامینځته کیدو وروسته قاسم سلیماني په دې اداره کې شامل شو.
قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان ؤ.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي تېر کال نوموړي ته تر ټولو ستر پوځي نښان ور کړ.
خامنه يي قاسم سلیماني ژوندی شهید باله او تېر کال یې د نښان ور کولو پر مهال دوعا کړې وه چې قاسم سلیماني دې ډېر کلونه وروسته "شهید" شي.
په عراق کې د داعش پیدا کېدو او سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو سره قدس ځواکونه دې هېوادونو کې ډېر ښکېل شول او ان ایران خپله منلې چې قدس ځواکونو د سوریې جګړه کې د بشار اسد ته ژمنو ځواکونو لارښوونه او ملاتړ کړی او دلته یې زرګونه شیعه وسلوال تمویل کړي، همدارنګه یې عراق کې د داعش له منځه وړلو لپاره شیعه ملېشې سمبال کړې دي.
دغو فعالیتونو قاسم سلیماني په ایران او سیمه کې پر یو مشهور کس بدل کړ.
د ده ملاتړو او مخالفانو یې د سیوري قومندان، نړیوال جنرال، د قومندان اروا، مرموز قومندان، د دوښمن خپسکه، جنرال حاج قاسم او څو نورو نومونه ور کړل.
د قاسم سلیماني پلویانو- له سمونپالو او سمونغواړو نیولې تر ډېرو ځوانانو- نوموړي ملي قهرمان باله، چې له ایران بهر یې د خپل هېواد د دفاع جبهې مشري کوله، ترڅو ایران ارام وي.
خو مخالفان یې د سیمې په تېره عراق، یمن، افغانستان، لبنان او سوریه کې د ډېرې بې ثباتۍ مسوول او د شیعه ملېشو اصلي ملاتړی باله چې د ټولې سیمې امنیت یې ګواښمن کړی دی.
سردار سلیماني په سیمه کې د ټولو شیعه مليشو لکه فاطمیونو (افغانان) زینبیونو ( دپاکستان شیعه مذهبي) مؤسس ؤ.
سردار سلیماني نه یواځې په عراق، سوریه او لبنان کې په ټولو جګړو کې اوچت لاس درلود، بلکه په افغانستان کې د ډیرو ناخوالو او نا آرامیو عامل هم ؤ. سلیماني د جهاد په دوران کې له احمدشاه مسعود سره نږدې اړيکې درلودې، ده په پنچشیر کې د احمد شاه مسعود له جبهاتو څخه له نږدې کتنه کړې وه او احمدشاه مسعود یي د مړینې څخه وروسته د اتلانو یو اتل بللی ؤ.
په انځور کې د مسعود کین لاس ته سردار سلیماني ولاړ دئ
سلیماني د افغانستان له شیعه مشرانو سره په خاصه توګه د اجرايي ریاست له دوهم مرستیال محمد محقق سره هم ډیرې نږدې اړیکې درلودې. محقق په کال ۱۳۹۶ کې تهران ته د « اجلاس جهانی محبان اهلبیت(ع) و مسئله تکفیریها » تر عنوان لاندېیوې غنډې ته بلل شوئ ؤ. محقق په دې غونډه کې سردار سلیماني او شیخ نصرالله ونډه د داعش د ډلې په ټکولو کې ستایله وه. محقق همداراز په دې غونډه کې د افغان شیعه ملیشوڅخه چې فاطمیون نومېږي او په سوريي کې يي د بشارالاسد په پلوی جنګیدلي وو او دوی د سردار سلیماني تر مستقیمې قومندې کار کاوه، مننه کړې وه، چې په افغانستان کې د محقق دغه څرګندونې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او مدني فعالینو لخوا په کلکو الفاظو وغندل شوې.
د تېر ډيسمبر پر ۲۷ د عراق کرکوک کې د راکټي برید له امله چې یو قراردادي ووژل شواو څو امریکايي سرتېري او عراقي پرسونل ټپیان شول امریکا پر کتایب حزب الله ډلې برید وکړ.
پنټګان دا خبر هم ور کړ چې که ایران او ملاتړې ډله یې کتایب حزب الله د امریکا له دفاعي بریدونو بچېدل غواړي، نو پر ایتلافي ځواکونو دې بریدونه نه کوي. خو د امریکا دې برید ته ځواب کې د کتایب حزب الله ملاتړو بغداد کې د امریکا سفارت کلابند کړ او ولسمشر ټرمپ وویل، چې ایران د دې پېښې تر شا لاس لري او درنه بیه به یې ور کړي.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان، قاسم سلیماني د داسې ډلې مشر ؤ چې د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالو ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړی ؤ. سلیماني د جنورۍ په دریمه نیټه د امریکایي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو. اوس د امریکا دفاع وزارت وايي، چې پر قاسم سلیماني د برید امر هم ډونلډ ټرمپ کړی دئ. دوی زیاتوي چې قاسم سلیماني په عراق او ټوله سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړول.
دا چې د قاسم سلیماني وژنه به د ایران نیابتي جګړو ته په سیمه کې نور هم لمن ووهي او نورې څه بلاوې به سیمې او په خاصه توګه زمونږ هیواد ته راولي معلومه نده، هیله چې زمونږ سیاسي او دولتي مشران د ایران او متحده ایالاتو په کړکيچ کې ښکیل نشي او خپله بی طرفی وساتي او هیڅ چاته دا زمینه مساعده نکړي چې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړو ډګر وګرځي.
خو لکه څنګه چې په فارسي ژبې کې وايي «ای کشته که را کشتی، تا کشته شدی زار تا باز که اورا بکشد، آن که ترا کشت انگشت مکن رنجه به در کوفتن کس تا کس نکند رنجه به در کوفتنت مشت»
جنرال سلیماني او د ده روزلشویو ملیشو په عراق او سوریي کې په زرهاوو سني مذهبه عربان د داعش د ځپلو په پلمه له منځه یوړل او د دوی کلي او بانډې یي له خاورو سره برابر کړل، اوس به دی الله (ج) ته د خپلو جنایاتو په هکله ځوابونه ورکوي.
پای