د صحيح نيت اهميت

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :
په عبادت کي نيت ډېر زيات رول لري، تر دې چي عبادت په نيت پوري تړلی دی، که د چا نيت صحيح وو، هغه ته به د ده د عبادت ګټه او ثواب په لاس ورځي ،خو که د چا نيت غلط وو،عبادت يې هم بې گټي دی، په آخرت کي به د داسي عبادت هيڅ فائده په لاس نه ورځي.

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لاِمْرِئٍ مَا نَوَى فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ ». ( متفق عليه، مشکات ص : ۱۱ ج :۱)
ژباړه : له حضرت عمر بن خطاب - رضی الله عنه - څخه روايت دی چي رسول الله - صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : اعمال په نيت پوري تړلي دي او هر سړي ته به هغه څه په لاس ور ځي د کوم چي ده نيت کړی وي : د چا چي هجرت د الله او د هغه د پيغمبر لپاره وي، نو د ده هجرت د الله او د هغه د پيغمبر لپاره دی او د چا چي هجرت د دُنيا د لاس ته راوړلو او يا د ښځي د نکاح کولو لپاره وي، نو د ده هجرت د هغه څه لپاره شو د کوم شي (په نيت) يې چي هجرت کړی وي!!

په دې حديث کي دا خبره په څرګند ډول بيان شوې چي د عبادت ثواب او فائده په نيت پوري ارتباط لري او دا چي هر چا ته به د ده د نيت مطابق بدله ور کول کېږي.

که د چا نيت په عبادت کي صحيح وو، يوازي د الله تعالی رضاء يې مقصد وه، هغه ته به الله پاک ثوابونه ور کړي او که يې نيت خراب وو، عبادت يې د قبلېدلو وړ نه دی.

په عبادت کي د نيت مثال د انسان د روح په څېر دی.
کله چي په انسان کي روح وي، انسان ډېر ارزښتناک وي، هر څوک يې خيال ساتي او مُثبت کارونه کولای شي او کله چي يو ځای ته لاړ شي، خلگ وايي چي فلانی راغی، خو که د انسان له بدنه روح ووته، بيا هغه انسان دی، خو په خلگو يې ساتنه تکليف وي، په تلوار سره يې له کوره د خاورو په لور وړي.

او دغه انسان بيا هغه کارونه نه شي کولی، کوم چي يې مخکي کولی شول.
او که په يوه ځای کي وي، نو خلگ وايي چي د فلاني لاش دلته پروت دی، داسي نه وايي چي فلانی سړی پروت دی، ځکه چي اصل په انسان کي روح ده، بدن تابع دی.

همدا راز په عبادت کي هم اصلي شی نيت دی، که نيت صحيح وو، عبادت به يې فائده مند وي، که صحيح نه وي، عبادت خو به يې کړې وي خو بې گټي به وي.

په عبادتونو کي نيت ډېر نا اشنا تأثيرونه لر ي چي په عبادت کي ښکارېږي.
تر دې چي مُباح کار د صحيح نيت له امله د ثواب مُستحق گرزي او د غلط نيت له امله د ثواب کار بې فائدې گرزي.

يوه عالم ليکلي دي چي الله تعالی ته د نږدې خلګو مُباح کارونه د دوی په حق کي عبادتونه گرزېدلي دي، په هغو سره الله عز و جل ته نږدې کېږي. ( الفرقان بين اولياء الرحمان و اولياء الشيطان ص : ۱۲۵)

عن أبي عبدِ اللهِ جابر بن عبدِ اللهِ الأنصاريِّ رَضي اللهُ عنهما ، قَالَ : كُنَّا مَعَ النَّبيِّ - صلى الله عليه وسلم - في غَزَاةٍ ، فَقالَ : إِنَّ بالمدِينَةِ لَرِجَالاً ما سِرْتُمْ مَسِيراً ، وَلاَ قَطَعْتُمْ وَادِياً ، إلاَّ كَانُوا مَعَكمْ حَبَسَهُمُ الْمَرَضُ . وَفي روَايَة : إلاَّ شَرَكُوكُمْ في الأجْرِ ( رواهُ مسلم ، رياض الصالحين ص : ۲۱ ج : ۱).

ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي موږ د نبي – صلی الله عليه وسلم – سره په يوه غزا کي ملګري وو، نو وئې فرمايل : په مدينه کي داسي سړي شته چي تاسو يو مزل نه دی کړی او نه مو يو مانده پرې کړی دی، مګر دوی ستاسو سره ( په ثواب کي ) ملګري دي، (ځکه) دوی (د راتګ څخه ) مرض بندکړي دي. په بل روايت کي دي چي مګر دوی ستاسو سره په اجر کي شريک دي!!

له دې حديث څخه د نيت فضيلت معلوم شو چي څوک د جهاد يا د بل ښه کار نيت وکړي، بيا ور ته عذر پېښ شي چي د هغه کار لپاره خنډ شي، نو ده ته به د هغه ښه کار د کولو په څېر ثواب ور کول کېږي او څومره چي دی يې په پاته کېدو تأسف زيات کوي، ثوابونه به يې زياتېږي.

الله تعالی دي توفيق راکړي چي خپل نيتونه صحيح کړو
آمين
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين