منتظرمسيد
تهزړه مې ډک له وینوچې جنګ روان وطن کې دی
تن مې ټول سوزیږي چې مې اوربل په چمن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
پاتې یم حیران چې دپښتون پښتونوالي څه شوه
ننګ یې څه ،میړانه څه ،غیرت وطنپالي څه شوه
مړیې دنیکونویاد په وینه هم په تن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
تبرمو اخیستی پرې دخپل ټبرریښې وهو
ناست په کومه څانګه چې یوبیخ هم دهغې وهو
لوری مودورخ ورخلاص په ژرنده ددښمن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
مندیې موشوې بورې دبچیانوویرکې ناستې دي
ټکه رالویدلې ،وړاوزوړله کورپه ځغاستې دي
اوردبدمرغۍ مولګیدلی په لمن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
ورورچاړه راخیستې غوڅوي پرې دخپل ورورغاړه
زړونه مودي ډک له کرکې مینه ورورولي لاړه
خدایږوزه یې وینم دپښتون قوم ځانکدن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
ويښ که دولس مې شوضمير،زړه کې زړه سوی پيدا
کرکه پريږدي جنګ پريږدي ،دعلم کړې کالی پيدا
پوه شي چې ژوندخوندبس دسولې په چمن کې دی
بیابه درته ګلې زه کیسې دمحبت وکړم
کیبه نم شعرونوکې به ستاحسن صفت کړم
دغه بس ارمان دمنتظرزړه هیلمن کې دی
ته اوس رانه یاره دعشق مینې کیسې مه غواړه
۲۲/۱۰/۰۸
پیښور - پښنونخوا
وروستي