
د افغانستان د سولې پروسه تر ټولو حساسو ورځو کې قرار لري، اوس مهال د افغانستان دولت او خلک، له خپلو متحدینو او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو سره یو ځای هر هغه څه چې په لاس کې لري په کار یې اچولي دي او په دې هڅه کې دي چې له طالبانو سره توافق وکړي او غواړي چې روانه خونړۍ جګړه په افغانستان کې پای ته ورسیږي او یوه باعزته او پایداره سوله هیواد کې اووسيږي. په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د سولې پروسې له هیله مندیواو ناهیلیو څخه ډکې ورځې درلودې. په دې لیکنې کې به د سولې پروسې پر مهیمو ورځو، د ولسمشر غني او د امریکا متحده ایالاتو برخلیک ټاکوونکو هڅو څخه یادونه وشي.
۱۳۹۶ جوزا ۱۶
د کابل نړیواله ناسته د ۲۳ بهرنیو هیوادونو، له هغې جملې ایران،پاکستان، امریکا، بریتانیا د ملګرو میلتونو استازو د اروپا اتحادیې او ناټو غړو په ګډون د افغانستان د سولې او امنیت په اړه ترسره شوه.
محمد اشرف غني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر په دې ناسته کې وویل؛ که طالبان په« ریښتینې» توګه د افغانستان سره د سولې هوکړې لپاره ژمن وي،حاضر دی چې په کابل او یا بل هر هیواد کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستلو سره موافقه وکړي.
۱۳۹۶ حوت ۹
د کابل دویمه نړیواله ناسته ترسره شوه. ولسمشر غني د افغانستان د سولې نوې نقشه یا سټراتیژي اعلان کړه. ده وویل د ملي وحدت حکومت حاضر دی چې د طالبانو ډلې سره اوربند وکړي او دغه ډله د یو سیاسي حزب په توګه په رسمیت وپیژني.
۱۳۹۷ ثور ۲۴
د هلمند ولایت یو شمیر اوسیدونکو په جلال آباد کې د یوې خونړۍ ځانوژنکې حملې وروسته د اعتراض په ډول راپورته شول ، په دې ورځې یې پریکړه وکړه چې له هلمند نه تر کابل پلي لاړ شی.
هلمندی معترضانو له دولت او طالبانو وغوښتل چې په هلمند او افغانستان کې روان ناورین او جکړه پای ته ورسوي.
۱۳۹۷ جوزا ۱۰
د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان، جنرال نیکلسون وویل چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ محرمانه خبرې د جګړې د پای ته رسیدلو په موخه روانې دي.
۱۳۹۷ جوزا ۱۴
د لوې جرګې په تالار کې ۲ زرو دیني علماو چې د هیواد له ګوډ ګوډ څخه را ټول شوي وو، فتوا ورکړه چې په افغانستان کې جنګ و جګړه ناجایزه ده. دیني علماوو وویل « روانه جګړه د شریعت او دینو نصوصو له نظره ناروا ده او هیڅ ډول دیني صبغه نه لري»
۱۳۹۷ جوزا ۱۸
ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.
۱۳۹۷ جوزا ۱۹
طالبانو هم د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ.
د طالبانو مشرانو په یو پیغام کې له خپلو ټولو جنګیالیو وغوښتل چې د کوچني اختر په لومړۍ دویمه او دریمه ورځ دې ټولې تهاجمي حملې ودروي.
۱۳۹۷ جوزا ۲۳
د طالبانو ډلې مشر ملاهیبتاللهآخوندزاده، د کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې له امریکایانو وغوښتل چې له دوی سره دې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو مخامخ خبرو ته کیني.
۱۳۹۷ جوزا ۲۸
د هلمند د سولې غوښتونکو کاروان کابل ته را ورسید. دا کاروان چې د دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام او د جګړې پای لپاره کوښښ کوي، د کندهار، زابل، غزني، او میدان وردګ ولایتونو څخه د پلي تګ وروسته کابل ته ورسید.
۱۳۹۷ سرطان ۱۹
د افغانستان د سولې لپاره د ۵۸ هیوادونو څخه د ۱۰۰ تنو علماو په ګډون د اسلامي نړۍ علماو ناسته د سعودي عربستان د جدې په ښار کې پیل شوه. دغه ناسته د اسلامي همکاریو د سازمان لخوا ترسره شوه او دوه ورځې یې دوام وکړ. یوسفبناحمدالعثمین، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان مشر وویل چې دغه سازمان د افغانستان سولې ته د رسیدو په پار د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو او کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
۱۳۹۷ سرطان ۲۳
شیخعبدالباریالثبیتید نبوی جومات امام، د جمعې لمانځهخطبه کې په افغانستان کې د روانې ناخوالې او جګړې پای ته رسیدلو غوښتنه وکړه. نبوي جومات د مسلمانانو د دریو مهیمو جوماتونو څخه یو دی چې د حضرت محمد (ص) مقبره هم هلته ده.
۱۳۹۷ سرطان ۲۶
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي مقاماتو څخه په نقل یو خبر خپور کړ چې ولسمشر ټرمپ امریکایي ډیپلوماتانو ته امر کړی، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
۱۳۹۷سرطان ۲۷
په قطر کې د طالبانو استازو وویل چې ددوی سیاسي استازي په تمه دي چې له امریکایانو سره رسمي مخامخ خبرې پیل کړي.
۱۳۹۷سرطان ۳۰
طالبانو ادعا وکړه چې له امریکایانو سره یې غیر مستقیم خبر روانې دي. زیاته یې کړه چې امریکایي مقامات د طالبانو پخوانیو استازو سره لیدنې پیل کړې دي.
۱۳۹۷ اسد ۶
طالبانو تایید کړه چې د دوی استازو د امریکایي هیات سره د قطر پلازمینه دوحه کې لیدنې او خبرې کړې دي.
۱۳۹۷ سنبله ۱۴
زلمي خلیل زاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایي د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه وټاکل شو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل چې خلیل زاد به د افغانستان د سولې مذاکراتو د ټیم مشر په توګه به په بهرنیو چارو وزارت کې کار وکړي.
۱۳۹۷ میزان ۱۰
هندوستان او اوزبکستان په افغانستان کې د سولې رسیدو لپاره په هلو ځلو خبرې وکړې. دغو دوو هیوادونو وویل چې جنګ په افغانستان کې نظامي حل لار نه لري نو ددې لپاره دې د سیمې هیوادونه کوښښ وکړي چې د افغانستان د جګړې پای ته دې یوه سیاسي حل لار پیدا کړي.
۱۳۹۷ میزان ۱۴
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایې استازي زلمي خلیل زاد له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.
۱۳۹۷ میزان ۱۵
زلمی خلیل زاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایې استازی کابل ته را ستون شو. خلیل زاد کابل کې وویل چې د جنګ د بن بست ماتولو او د سولې په راوستلو کې به له خپل ټول ځواک، استعداد او د نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو څخه به کار واخلي.
۱۳۹۷ میزان ۱۵
ولسمشر غني له زلمي خلیل زاد سره په ارګ کې ولیدل په دې ناسته کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، محمد سرور دانش د جمهوری ریاست دویم مرستیال، او یو شمیر لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود.
۱۳۹۷ میزان ۲۱
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایې استازی زلمی خلیل زاد، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د طالبانو د ډلې سره په قطر کې ولیدل.
۱۳۹۷ عقرب ۱۲
ولسمشر غني وویل چې د طالبانو ډله دې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې افغانستان د سولې اختیار پردیو ته په لاس نه ورکوي.
۱۳۹۷ عقرب ۱۸
د مسکو د سولې غونډه د سولې د عالي شورا د استازو په شمول، د طالبانو ډلې او د سیمې هیوادونو په ګډون ترسره شوه.
د مسکو په ناسته کې د طالبانو ډلې سربیره، د افغانستان،هند، پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، آذربایجان او امریکا هیوادونه په رسمي توګه دعوت شوي وو. د افغانستان د دولت په استازی چا په دې ناسته کې ګډون ونه کړ، خو ولې د افغانستان د سولې عالي شورا استازو په کې حضور درلود.
۱۳۹۷ عقرب ۱۸
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایې استازي زلمی خلیل زاد، د سفرونو دویم دور افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته پیل کړ.
۱۳۹۷ عقرب ۱۹
ولسمشر غني د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکایې استازی زلمی خلیل زاد سره ولیدل، خلیل زاد په دې لیدنه کې د سیمې او نړۍ هیوادونو هڅې د افغانستان د سولې په اړه او د نوموړي دویم سفر د سیمې هیوادونو ته او برنامو په اړه ولسمشر غني ته ګزارش ورکړ.
.
۱۳۹۷ قوس ۱
د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه یې هیواد « په ډیرو قوي مذاکراتو» بوخت دی.
ده زیاته کړه چې له اوسه نه پوهیږي چې دا مذاکرات به په بریا سره پای ته ورسیږي، که نه ؟
ټرمپ وویل« موږ اوس په افغانستان کې په ډیرو جدي مذاکراتو بوخت یو، چې ښایي ډیر خلک په دې اړه په څه خبر ونه اووسي. دا به لومړی ځل وي، وګور چې څه پیښیږي، که بریالي شي دا به یو لوی کار وي او له دې به خوښ هم شم»
۱۳۹۷ قوس ۷
ولسمشر غني د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان دولت د سولې طرحې نوي جزئیات اعلان کړل. دا کنفرانس د افغانستان حکومت د مشرانو او لوړپوړو چارواکو او د نړیوالې ټولنې د باصلاحیتو استازو په ګډون په سوئیس هیواد کې تر سره شو.
دده وینا سره سم د افغانستان اسلامي جمهوری ریاست دفتر ۱۲ کسییز هيآت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره معرفي کړ.
۱۳۹۷حوت ۱۶
د طالبانو ډلې او امریکایي استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاکرات د قطر هیواد دوحه کې پیل شول. د ګزارشونو په اساس دواړو لورو د قطر په درې ورځينیو ناسته کې، د بهرنیو ځواکونو د څرنګه وتلو او افغانستان نورو هیوادو ته ګواښ نه اوسیدلو په اړه بحث وکړ او په یادو برخو کې توافقاتو ته هم ورسیدل.
د افغانستان یو شمیر ځوانانو او مدني فعالانو خلیل زاد ته په سر خلاصي لیک کې وویل چې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې نادیده نیول له طالبانو سره د خبرو، مذاکراتو او احتمالي توافقاتو په جریان کې، له جګړې ډیر ویرونکي او خطرناک کیدلای شي.
دویمه برخه.......