که امریکا پاتيږي، نو ماتيږي

امریکایان په ۲۰۰۱ میلادی کال کې هغه وخت افغانستان ته راغلل، چې کله د طالبانو نظام سقوط شو، خو طالبان لاس تر زنې کیننستل بلکې ډېر ژر د جنګ میدان ته راووتل او جګړه یې پیل کړه.

امریکا په لومړیو کې هڅه وکړه، چې د طالبانو فعالیتونه کمزوري وښیي او کوښښ یې وکړ چې هغوی وچ په زور مات او له منځه یوسي، مګر طالبانو خپل جنګ ته زور ورکړ، تر دې چې امریکا د طالبانو د مقاومت د ماتولو لپاره هم له وسلې او هم له پیسې کار واخیست، خو نتیجه یې فقط همدا شوه چې نن یې موږ او تاسو شاهدان یو، اوس امریکایان دې پایلې ته رسیدلي چې نور د دوی پاتې کیدل هم د افغانانو لپاره رنځ دی او هم د امریکایانو لپاره، خو ځینې خلک اوس هم دا فکر کوي، چې امریکایان له افغانستان څخه نه وزي، دا چې په څه ډول نه وزي په دې باندې یو څه خبرې کوو؛ که چېرته امریکایان دا فکر کوي چې د روغې او جوړې په صورت کې به طالبان په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو حضور ومني، بیخي ناممکنه ښکاري، دا ځکه چې طالبان تېر ټول جنګ د بهرنیو عسکرو په ضد کړی دی، نو بیا څنګه د دوی وجود په افغانستان کې ومني، ځکه بیا هغو افغانانو ته چې د دوی زامن، وروڼه، پلاران او یا نور د کورنۍ غړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر یې خپل سرونه ورکړي دي، ځواب نه لري، طالبان وايي، د امریکایانو سره د دوی مذاکرات د دوی د بشپړ وتو په اړه دي، نه د دوی د پاتې کیدو په اړه.

دویم دا چې که چېرته امریکايي پوځیان په زور په افغانستان کې پاتې کیږي، نو طالبان د دوی سیل یا نندارې ته نه کیني، بلکې پر امریکايي قواوو به خپلو حملو ته زور ورکوي، چې تر څو امریکايي عسکر د جنګ د لارې له دې وطنه وباسي، داسې معلومیږي چې افغان دولت هم په دې لټه کې دی چې امریکایي قواوې په افغان خاوره کې پاتې شي، دا ځکه چې افغان دولت له امریکایانو پرته د خپل ځان وجود نه ویني، طالبان وايي افغان دولت یو ګوډاګی نظام دی او هيڅکله به یې د یو دولت په توګه ونه مني، د طالبانو یو غړي عباس ستانکزي ویلي وو، چې که امریکايي عسکر له افغانستانه ونه وزي، نو طالبان به تر سلو کالو پورې هم د دوی سره جنګ وکړي. که چېرته امریکا د قوت د لارې په افغانستان کې پاتې کیږي، نو امریکا مکلفه ده، چې هر کال زیات ځاني او مالي تلفات ومني، چې البته تر ډېره وخته به ورته مشکله وي چې دا زیان جبران کړي، تر اوسه پورې یوازې د امریکا دوه زره او څلورسوو نه زیات عسکر وژل شوي او نږدې زر ملیارده امریکايي ډالره مالي تلفات ورته رسیدلي دي، خو نوره خلک بیا دا ارقام کم بولي او وایي امریکایانو ته زیات ځاني او مالي تلفات رسیدلي دي، فرضا که دخلکو اټکلونه سم وي نو بیا په نږدې راتلونکې د امریکا اقتصاد له زیان او ماتي سره مخامخ کیږي، کله چې د یوه هېواد اقتصادي قوت ماتیږي، نو ورسره یې نظامي قوت هم له منځه ځي. نتیجه دا چې امریکا په دوو کې بند ده، که له افغانستانه وزي، نو ټولې ګټې او لاسته راوړنې د لاسه ورکوي او که نه وزي د افغانانو د جدي غبرګون سره مخامخ کیږي.

زه فکر کوم چې امریکایان باید نور د طالبانو سره د زور نه کار وا نه خلي، دا ځکه زور فقط کرکه او ضد زیاتوي چې دا به هم د امریکانانو لپاره دومره زیان ولري، چې پایله به یې ناکامي وي، امریکا که دزور د لارې کولای شي چې ټول طالبان ووژني نو زما په نظر دا به غلطي وي،ځکه چې تېرو اتلسو کالو موږ ته همدا درس راکړ، چې طالبان په زور نه ځپل کیږي، که امریکا هر څومره دلته پاتیږي نو ورسره د دوی مالي او ځاني مصارف زیاتیږي او ممکن د افغانانو نفرت نور هم ډېر شي چې نتیجه به یې بلکل د دوی ماتې او رسوايي وي .

بله خبره دا چې افغان دولت باید هم له نرمۍ کار واخلي او دا باید درک کړي چې تر کالونو کالونو په زور، جنګ او او د بهرنیو پوځیانو په بمباریو او عملیاتو دا نظام نه ساتل کیږي، تر ابده جنګ هم د افغانانو په زیان دی او هم د امریکا او متحدینو لپاره بې مانا او بې مفهومه سلسله ده، دا ځکه چې د امریکا نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په نوره نړۍ او په خاص طور په منځني ختيځ کې د امریکا یو زیات شمېر پوځیان په جنګ اخته دي او داسې ویل کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو نږدې دوه سوه زره عسکر د خپل هېواد نه د باندې د ګواښونو او مشکلاتو د رفع کولو په خاطر موظف دي، چې دا د امریکا لپاره یو لوی ځاني او مالي مصرف دی، چې ممکن تر پایه یې ونه رسوي.