
نوراحمد عايل
د نړۍ د نامتوانځورگر او عالم ليوناردو داوينچي(١٤٥٢تر، ١٥١٩ ز ) په لاس ليکل شوې ليکنه وموندل شوه.او د فرانسې د نانټ ښار د ښاروالۍ د کتابتون په زېرمتون کې نندارې ته وړاندې شوې.
دا ليکنه يو کاغذ دى چې ١٠ په ٢٠ سانتي متره کې سور او اوږدوالى لري ،اواوږدې جملې پرې ليکل شوې دي ،چې د ليکلو طرز يې کټ مټ د ليوناردو داوينچي د ليک د طرز په ډول دى ، په داسې ډول چې دا ليک له ښې څخه کيڼ لوري ته ليکل شوى دى او د لوستلو لپاره بايد هنداره ورته ونيسئ او په هنداره کې يې بايد ولولئ.
دا ليکنې د يوه فرانسوي کليکسونر او نقاش ( پير-انتوني لابوشر) په کليکسون کې وموندل شوې. دې فرانسوي کليکسونر په ١٨٧٢ زېږدي کال کې خپل ټول کليکسونونه چې دا پاڼې يې په منځ کې وې د نانټ ښار کتابتون ته ډالۍ کړې. د نولسمې پېړۍ په پاى کې په يوه کتاب کې ،چې د سرژ براملي اثر و ، دې ليکنو ته اشاره شوې وه ، خو له هغه وخته تراوسه پورې د چا ورپام شوى نه و.
د (براملي ) په دې کتاب کې د ليوناردو داوينچي په بيوگرافي کې راغلي دي ،چې د ليوناردو داوينچي ځينې ليکنې د نانټ ښار په کتابتون کې هم شته.د ليوناردو داوينچي دا ليکنه پرون د دوشنبې په ورځ د نانټ ښار د ښاروال له خوا نندارې ته وړاندې شوې.د پېرانټوني لابوشر په کليکسون کې له ١٥مې پېړۍ څخه تر ١٩مې پېړۍ پورې تر ٥٠٠٠ زياتې ليکنې موجودې دي.