د افغانیو ترویج کمپاین او د چارواکو ستاینه!

گران ھېواد د څو لسیزو را په دېخوا د جنگ په سرو لمبو کې سوزي، دغې کرغېړ‎ن نابللي جنگ را څخه نږ‎دې ټول ارزښتونه لوټلي او یو اړ‎ین ارزښت په ھغو کې د افغانیو نه استعمال و۰
په دا تېرو څو کالونو کې د ځوان کول بېدارۍ سرہ د پنجاب او ایران دوھم مخ ھېوادوالو ته ښه تبلیغ سو او پایله ھم دا سوہ، چې د افغانانو په زړ‎ونو کې د دواړ‎و مېرڅمنو گاونډیو دولتي او استخباراتي ادارو ته کرکه پېدا شوہ، دوی اوس کوښښ کوي چې څنگه دغه کرکه نندارې ته وړ‎اندې کړ‎ي او دا د مثبت بدلون لپارہ ښه زیری دی۰

افغانان (نه حلقه بگوش ایجنټان) کوښښ کوي د بھرنیو، خو په ځانگړ‎ي توگه د دغه دوہ ھېوادونو تولیدي توکي، بانک نوټونه او حتا سلیقو سرہ توپیري چلند وکړ‎ي او دوی ته وښایي چې له تاسو کرکه لرو۰

اوس راځم خپلې آر (اصلي) خبرې ته!
دا څو ورځې کېږ‎ي چې د ډېرو مطرحو او پوھو خلکو پر پاڼو د ځینو دولتي چارواکو ستاینې وینم، ولې ھغه څوک چې خدایي خدمت گاران دي او د زړ‎ہ نه په خودجوشه توگه د افغانیو د ترویج په موخه منډې ترړ‎ي وھي ھسې باد راوړ‎ي ورته بریښي۰

دوہ خبرې نوټ کې ذکر کوم، چې ملگري بیا بل فکر ونه کړ‎ي۰
نوټ:- په دې ډاډمن یم چې د بھیر ترڅنگ نور ډېری بنسټونه او ځوانان- یو ھم د ځان ستاینې او یا ھم چېرته د موقف پېدا کېدو لپارہ دغه ملي مبارزہ مخته نه وړ‎ي، بلکه د یوہ وجداني مسولیت اداینې په موخه یې لستوڼي را بډوھلي دي۰

دویم دا چې دغه چارواکي چې ما دلته یاد کړ‎ي، ھر یو نوشیر صاحب راته د زړ‎ہ نه گران او ځوان کادر دی، میاخېل صاحب سرہ مې دوہ یا درې ځل لیدنه شوې دروند او علمي شخصیت دی، فدایي صاحب مې ملگری، شمیم خان کټوازی صاحب مې ملگری دی او ھمدارنگه نور ھغه ملگري چې په عین مھال د افغانیو ترویج لپارہ کار کوي او دولتي دندې ھم لري؛ زہ ورسرہ په شخصي ژوند کې یوازې دا نه چې ستونزہ نلرم، بلکه په سرخرویي او پرمختگ یې لا خوښېږ‎م او ھر یوہ ته د زړ‎ہ نه احترام ھم لرم۰

خو!
زما غوښتنه د ملگرو دا دہ، چې د پورتنیو چارواکو دا دندہ او مسولیت دی، ترڅو په خپل اداري چاپېریال کې قانون تطبیق کړ‎ي او دا د قانون یوہ برخه دہ، چې تاسو باید د خپلۍ کرنسۍ د نرخ ثابت ساتلو لپارہ اړ‎ین قدمونه پورته کړ‎ئ، تر دوی مخته چې کومو اشخاصو دغه کار د خپلې حکومتولۍ پر مھال ندی کړ‎ی، ھغوی وظیفوي غفلت کړ‎ی او باید پوښتنه ترې وشي۰

دا چې مونږ‎ افغانان د پرمختگ، مثبت بدلون او افغاني ھر کردار ژوندي کېدو ته دومرہ وږ‎ي او تږ‎ي یو؛ حتا که چا خپله دندہ ھم سمه سرته ورسوله د زړ‎ہ له کومې ترې مننه کوو او ھغه شخص ته د سترگو په لېمو کې ځای ورکوو او دا ښه دود دی، زہ نه وایم چې ناسم کار دی، ولې تر دوی وړ‎اندې باید له دغه دوہ قشرونو ډېرہ ډېرہ مننه او ستاینه وشي۰

۱- د افغانستان ولس: په ځانگړ‎ي توگه د ھغو ولایاتو له ولسونو مننه وشي، چې نن ډېری یې حتا اقتصادي ستونزې ( د پیسو پېر او پلور کې ورته تاوان رسېږ‎ي ) پر ځان مني، خو د نورو کرنسیو او په ځانگړ‎ي توگه د پنجاب پیسو ( کالدارو ) ته نه وایي۰

۲- دا ډله د ډېر تمجید او ستاینې وړ‎ دہ، شاید زہ ھم داسې الفاظ پیدا نشم کړ‎ای چې د دوی له کړ‎نو مننه وکړ‎م۰

ھغه نوی کول او نوی ځوان دی، چې یا د یوې ټولنې په چوکاټ کې او یا ھم د یوہ شخص په توگه، په کلي، کور، حجرہ، دېرہ، جومات، غونډہ، ټولنیزہ رسنۍ او ۰۰۰ کې د څو کالونو را په دېخوا د ملي ویښتابه لپارہ في سبیل الله کار کوي۰

دا ھم مه ھېروئ، چې د کالدارو او یا نورو بھرنیو اسعارو پر وړ‎اندې دغه نننی کمپاین دی ھمدا نن پیل شوی وي او ھمدا نن دې پایله ورکړ‎ي وي، نه داسې ندہ، دا د څو کالونو پرلپسې زیار، ھڅې او ھاند پایله دہ، چې نن ورته بستر امادہ شو او د نېکه بخته عملي کېدونکی دی۰

په پای کې له ټولو ھغو دوستانو ھیله لرم، چا چې د افغانیو د ترویج په برخه کې منډې ترړ‎ې کړ‎ي او زیار یې گاللی خپل یو انځور یا د پوسټ یو سکرین شاټ دې راواستوي د خپلې شمېرې سرہ، چې بھیر په پام کې لري د ھمدغه چارواکو ترڅنگ د افغانستان متدین، غیور او خپلپالي ولس او ځوانانو ته د ستاینې یو مجلس جوړ‎ کړ‎ي۰