
غني یوہ تکنوکراته غرب پلوې علمي څېرہ دہ، چې د نوي نظام سرہ سم یې افغانستان ته مخه کړہ، نوموړي په نړیوال بانک او د حکومت پر بېلابېلو څوکیو کار وکړ، ھغه په ۲۰۱۰ کال کې د یوې مجلې لخوا په سروی کې د نړۍ دویم متفکر وپېژندل شو، چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د سل زرہ په شاوخوا کې رایو په اخیستلو سرہ څلورمه درجه ناکامنوماند وبلل شو۰
د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته یوزل بیا د ھغو ۱۱ تنو نوماندانو له ډلې څخه و، چې ځان یې د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړ۰
افغانانو یې ھم ملا ور وتړله، د نوموړي پخواني شالید او پوھې ته په کتو سرہ ډېری افغانانو د بد او بدتر په ټاکنه کې د خپل نوي زعیم په توگه، داکټر محمد اشرف غني ته رایه ورکړہ۰
ھغه د ټاکنو پر وخت د پنځه کلن حکومت لپارہ منظم پلان د یوہ منشور په توگه افغانانو ته وړاندې کړ، منشور یې دومرہ په زړہ پورې وو، چې ډېری خلکو انگېرله کېدای شي داکتر غني په راتگ سرہ افغانستان لږ تر لږہ د سیمې ھېوادونو سرہ سیال شي، خو ډېری نور افغانان بیا د نوموړي په رھبرۍ او مدیریت کې د ھغه ژر غوصه کېدو، قاطعیت اود فساد څخه پاک کس په توگه وېرہ لرله۰
د ټاکنو ورځې ته نږدې کېدو سرہ د حکومت کمزوری نوماند زلمی رسول د عام افغانانو په زھن کې دومرہ پیاوړی نه شو، ھغه و چې د حاکم حکومت ډېری مشران ھم د داکتر غني ملاتړي شول۰
د ھېواد ځوان قشر داکتر غني ته د ھغه د منشور پر بنسټ ډېر خوشبینه و، نوموړی د مرکزي حکومت، کار ایجادولو، کورونو جوړولو، بھرنیو مرستو جلب او جذب او ھمدارنگه نورې داسې وعدې وکړې چې ځوانان یې د رایې ورکولو ته ھڅول، ترڅو یوہ تکنوکرات، پوہ او علمي شخصیت ته رایه ورکړي۰
خو !
داکتر غني د ټاکنو دویم پړاو ته تگ سرہ پر افغانانو د اعتماد پر ځای ډېرہ تکیه پر امریکایانو وکړہ، دواړو مخکښو نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر محمد اشرف غني ھر یوہ په خپل وار کوښښ کاوہ چې امریکایانو ته ځان نږدې وښایي او د امنیتي تړون لاسلیک ډاډ یې ورکولو۰
کله چې دویم پړاو ټاکنو کې جنجالونه پیدا شول، جانکري د امریکا د وخت بھرنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر راغی۰
داکتر غني د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو لومړۍ وعدہ تر پښو لاندې کړہ (( زہ سھامي شرکت جوړول نه غواړم ))۰
ھغه د جانکري په منځگړیتوب اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او د جانکري معاھدي په نوم یې د خپلو ټولو ملاتړ کوونکو د طمعې او توقع خلاف له داکتر عبدالله سرہ سھامي شرکت د ۵۰/۵۰ په تقسیم سرہ ومانه؟
د واک پر لومړۍ ورځ یې امریکا سرہ امنیتي تړون د امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر په واسطه لاسلیک کړ؟
ولس چې څو لسیزې په جنگونو کې تېرې کړې وې د مجبوریته یې د زھرو گوټ وکړ او دا معاھدہ یې په چپه خوله له سرہ تېرہ کړہ۰
ولس بیا ھم په تمه وہ، چې گوندې وروسته له دې به د حکومت فلج شوې عربه یوزل بیا په حرکت راشي!
په میاشتو او ھان په کلونو د وزیرانو د پورہ کېدو په تمه تېر شول، خو لا تر اوسه ھم د حکومت وزیرانو شورا پورہ نشوہ، د حکومت له درې نیمو کلونو وروسته لا ھم د کابل ښاروال نشته او د سرپرست لخوا پرمخ وړل کېږي؟
د ۲۵۰ زرہ په شاوخوا کې ځوانانو د نا ھیلۍ، بېکارۍ او بې عدالتۍ څخه بھر ته مخه کړہ، چې د ۲۵۰۰ سوہ په شاوخوا کې افغانان د ایران، ترکیې او یونان ځنگلونو، د یونان او ایټالیې سمندرونو وخوړل، د ډېرو ځوانانو مړی او ژوندی لا ھم ورک دي۰
ولسمشر د خلکو توقعات ډېر لوړ کړي و، خو کله چې واک ته راغلو د خپلو وعدو برعکس روان شو۰
مثلاً :
۱- د نوموړي یوہ وعدہ دا وہ چې زہ په دوہ میاشتو کې سوله راولم!
خو نه یوازې دا چې سوله را
...