زما رايه څه شوه؟

اېمل افغان
افغان سیاست مدارانو په خپل هېواد کې په دا څلور لسیزو کې یو ډېره غټه، ستره او نه بخښونکې اشتباه وکړه،چې له یوې خوانه یې خپل هېواد د نورو په لمسون په ګنډوالو بدل کړو او له بلې خوانه هېوادوال د اور په لمبو کې وسوزیدل او له دومره ناخوالو سره سره افغان ولس ته په ملیونونه تاوانونه هم وا وختلو او لا دا لړې اوس هم په ځور او درز کې روانه ده،چې نورې به کومې بدمرغې ترینه را ولاړې شي او څومره مېندې به په دغه نامعلومه او بې سرحده جګړه کې د خپلو اولادونو په وژل کېدو اوښکې توې کړي؟
د دغو ټولو بدمرغیو په رامنځ ته کېدو کې د هغو جګړه مارو ډلو لاس دی، چې د تل لپاره یې په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتلې ده، چې په نتیجه کې یې چوکۍ او امتیازات هم په هروخت کې له حکومت نه ترلاسه کړي، چې ښکاره بېلګې یې موږ هره ورځ د دولت په ټولو ادارو کې وینو که هغه د وزارتونو ویش ده او که د ولایتونو ویش دی، چې نن ورځ په وړتیا او لیاقت پورې اړه نه لري بلکې ټول په ګوندونو او ځور واکانو پورې تړل شوي دي،چې پایله یې افغان حکومت اوس په خپلو رڼو سترګو ویني،چې څومره هېوادوال په خپلو وینو لمبېږي؟
د دې ترڅنګ اوس دغه بدمرغې او ناخوالې موږ د را تلونکې ولسي جرګې په ټولټاکنو کې وینو، چې داسې څېرې په کې ترسترګو کېږي، پرته له یو څو کسانوڅخه نور ټول هغه خلک وو،چې د دغو بدنامه کړېو او ګوندونو له لاسه اوس هم له کابل نه شنه لوږي او دوړې پورته کېږي،چې په خپل ژوند کې دغو څېرو د ملت په ګټه کوم مثبت ګام نه دې اخیستې او نه یې کوم کار تردې دمه ترسره کړي او نه به هم ملت دغو ناخوالو او راتلونکې ولسي جرګې ته هرکلې و وایې ځکه دا یوه څرګنده غلا او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي، چې نن ورځ د دیرش ملیونه هېوادوالو په سرنوشت باندې يو څو کسان لوبې کوي دا هېڅکله د دوÙ
Š حق نه دی، چې شپږ اوو کسان دې په ټول ملت باندې ملنډې ووهي ځکه دا ملت د داسې بدنامو څېرو د ملنډو نه ده،چې دومره غټ کار ته دوي اوس اوږه ورکړې ده.
که چېرته دا ټولټاکنې د حکومت له خوانه پاکې او دوي ته د منلو وړ وي او خلکوته اعلان شي نو سبا به دا وکیلان څنګه او په کوم عذت له دې ملت نه په دې خاوره کې شپې او ورځې تېرې کړي،چې له یوې خوانه د ټولټاکنو کمیسیون ملت له حکومت نه خفه کړو او له بلې خوانه یې وکیلانو ته هم پوره پوره کار وکتلو.
دا به نن ورځ افغان حکومت ته یو ډیرښه او غوره چانس په لاس ور شي، چې له دغو کسانو نه ، چې د ټولټاکنو په پروسه کې یې پوره پوره لاس درلوده یوه پوښتنه وشي ځکه دا هغه څېرې وې، چې د همدغه حکومت په لاسلیک کولو سره دغې پاکې دندې ته ګمارل شوي او اخر یې ټولټاکنې هم بدنامه کړې ،چې په نتیجه کې اوس د هر ولایت او هرې سیمې خلک د حکومت په وړاندې را پورته کېږي او له خپل حکومت نه خپل حق غواړي ،چې په لوی لاریونونو یې نن ورځ په داسې حساسو حالاتو کې لاس پورې کړې.
نو اوس افغان حکومت که ځان په حکومتونو کې حسابوي پکاره ده ، چې د دغې مسلې یوه جدي پوښتنه او د شپاړس سوه کاندیدانو مصارف،چې هرکاندید نن ورځ په دغه لاره کې ترسره کړي وو، چې اوس ورسره دیو ټکسي موټر د کرایه کولو پېسې هم نه دي پاتې شوې ترڅېړنې اوپوښتنې لاندې ونیسي.
د ټولټاکنو اداره دې اوس دا هم په ځان ومني او ملت ته دې د خپلو ورکوو شو رایو جواب ورکړي، چې د دې غریب ملت رایې چا پټې کړې، او حکومت دې اوس له خپل ځانه یو مثبت عکس العمل د خلکو د رایو په وړاندې وښایې، چې بیا په راتلونکې کې داسې بدنامه څېرې یوه ناوړه عمل ته زړه ښه نه کړي او په نتیجه کې به حکومت هم د خلکو د پزې پېزوان شي او خپل باور به یوځل بیا ترلاسه کړي.
په پای کې له افغان حکومت او نړیوالو نه هیله کوو،چې حق باید حقدار ته وسپارل شي اوملي جنایتکارانو ته د ملت حق ورنکړل شي او په نتیجه کې به افغانستان هم ګل اوګلزارشي ولس به هم خوشحاله شي او حکومت به هم یوه عملي بڼه غوره کړي.