
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
دغه ودانۍ چې د خوست په ښار کې د امریکامتحده ایالاتو په مالي لګښت جوړه شوي ، پخوا یې ملکیت د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د عسکري روغتون پورې تړلی وو. خو په خوست ولایت کې د مور او ماشوم زیاتو ستونزو ته په پام سره خوست والي عبدالجبارنعیمي هلې ځلې وکړې ، تر څو په نوموړي ودانۍ کې ۵۰ بستریز روغتون جوړ کړل شي ، چې له مخې یې د مور او ماشوم د مړیني په ګراف کې ټيټوالی راشي .
درې میاشتې وړاندې والي نعیمي د بې پولې طبیبانو له مشرانو سره په پرلاپسې توګه اړیکې نیول پيل کړل ، تر څو په دې ولایت کې دغه زیاته اړینه ستونزه حل او د موراو ماشوم ۵۰ بستریز روغتون په فعالیت پيل وکړي .بالاخره خوست والي د روغتیا په برخه کې په دې وتوانېدو ، چې د بې پولو طبیبانو مسوولینو ورسره په دې ولایت کې د لیدنې پر مهال وروسته د مالوماتو دتبادلې کولو څخه ومنل ، چې په خوست کې به د مور او ماشوم پالنې د روغتون په جوړېدو او حمایت کې پوره مرسته کوي .
د روان لمریز لېږدیز کال د قوس یا لېندۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه هغه ودانۍ چې د بیارغونې دډلې په مالي لګښت د عسکري روغتون لپاره په عصري ډول جوړه شوي وه ، دخوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
هغه مراسم چې په همدې موخه نیول شوي وو ، د خوست والي عبدالجبارنعیمي د خپلې وینا پر مهال وویل ، په خوست کې د روغتیا په چوکاټ کې د موراو ماشوم ستونزې زیاتې تر سترګو کیږي ،چې له امله یې زیات شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی . نو په دې موخه موږ هڅه وکړه ، چې یو داسې روغتون ولرو ، چې یاده ستونزه ورسره له منځه ولاړه شي . ده وویل له دې کبله خوښ یم ، چې په خپل هدف کې بریالي شوواو دا وخت په خوست کې د موراو ماشوم پالنې په نوم ۵۰ بستریز روغتون څخه برخمن کېږو.نوموړي د عامې روغتیا له مسوولینو غوښتنه وکړه ، چې خپل فعالیتونه چټک کړي او له دې لارې خلکو ته د مور او ماشوم د زیږون په اړه د عامه پوهاوي په موخه پروګرامونه په لاره واچوي ، تر څو نور په دې ولایت کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي . د ده په خبره دا دریم روغتون دی ، چې وروسته له کابل او هلمند څخه په خوست ولایت کې جوړیږي .
له ده وروسته د عامې روغتیا ریس ډاکټر امیربادشاه رحمت زي منګل د روغتیا په برخه کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا ترسره شوي هڅې وستایلې او دوی ته یې د دې ودانۍ په واک کې د ورکولو له امله خوښي وښوده . د ده په وینا چې په دې ودانۍ کې دروغتون په جوړېدو سره به په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه شي .
ډاکټر رحمت زي منګل زیاته کړه ، د خوست والي په هلو ځلو په هېواد کې د بې پولوطبیبانو مسوولینو دې ته غاړه کېښوده ، چې په مالي برخه کې به د جوړېدونکي ۵۰ بستریز روغتون په مصارفو کې پوره همکاري کوي . د ده په وینا په دې جوړېدونکي روغتون کې به په وړیا توګه د خلکو تداوي کیږي.
د مراسمو په پای کې د عامې روغتیا ریس رحمت زي منګل وویل په هغو سیمو کې چې د وژونکي او فلج کوونکي ویروس خطرات زیات دي ، په همغو ولایتونو کې د د پولیو واکسین تطبیق کیږي ، چې د ده په خبره خوست هم د هغو ولایتونو څخه دی ، چې د دې ویروس امکانات احساسیږي . نو د دې ویروس په ضد دپولیو واکسین د خوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا یوه ماشوم په خوله کې د څاڅکو په اچولو سره عملاً پيل شول. او له خلکو یې غوښتنه وکړه ، چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو کې د رضاکارانو سره پوره مرسته وکړي .
د یادونې وړ ده ، چې دغه جوړه شوي وداني له دې وړاندې ملي دفاع وزارت په واک کې وه ، چې د اړتیا له مخې د ولایتي ادارې په هلو ځلو دعامې روغتیا ریاست ته په واک کې ورکړل شوه .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
نېټه : ۲۱/قوس /۱۳۸۹
ورځ : دویم