
ولاتي شورا وکيلانو د خوست والي سره په خپله مياشتينی نوبتي غونډه کې په خپلو کړنو او فغاليتونو رڼا واچوله همداشان پدې غونډه کې په هغو لاسته را ړنو بحث وشو چې پدې ورستيو کې د خوست ولايتي ادارې د فغاليتونو په پايله کې ترسره شوي دي .
د غونډې په پيل کې خوست والي ښاغلي نعيمي په خپله وينا کې وويل چې داوخت د دې ولايت په ټولو ادارو کې کارونه منظم شوي دي . د نوموړي په وينا چې د امنيت د لاټينګښت په خاطر يې د نظامي ارګانونو مسولينو سره يې په تيره اونۍ کې فوق العاده ناسته کړي ترڅو وکولی شي په خوست ولايت کې ډاډ من امنيت رامنځ ته شي او د خلکو په زړونو کې د پخوا څخه پيدا شوي ويره ليري شي ، پدې پوه شي چې نظامي ځواکونو پياوړي شوي او د هرډول پېښو مخه په خپل توان سره نيولی شي .
نعمي زياتوله ، په خوست شته نظامي ارګانونه د امنيتي وضعې برقرارولو په موخه مشترک پلانونه پرمخ وړي چې دامهال د خوست په هره سيمه کې د سختو پېښو مخه نيول شوي او هرارګان زياتې لاسته راوړنې لري چې تاسو يې ځيني د رسنيو د لارې ليدلي هم دي .
همداشان د پوليسو په چوکاټ کې سرتيري د نظامي زده کړو لاندې نيول شوي پدې پوه شوي چې څه ډول کولی شي دقانون په چوکات د خپل ولس ساتنه وکړي او هدف ته ځان ورسوي همدار خپل صلاخيت او مسئوليتونه يې په کامله معنی پيژندلي دي .
نوموړي د پوليسو د چټک فغاليت ښه بېلګه د تيرې ورځې د موټربم او موټر سايکل چې په چاودردونکو توکو ډک شوی و حنثی کول وبلل چې پدې ولايت کې د کشفې ارګانونو لخوا کشف او د هدف وړاندې يې د بريد مخه ونيوله او اوس په سيمه کې د مخالينو په نيولو بوخت دي .
والي عبدالجبار نعيمي وويل که چيرې د يوه منظم پلان له مخې ټولې ادارې خپل کارونه پرمخ يوسي کولی شي په ورته ډول ښې لاسته راوړنې ولري . نوموړي زياتوله ، د تېرو پنځو مياشتو په جريان کې يې ١١٨٤٢تنو سره د ولايت مقام په ودانی کې ليدلي ، لدې معلوميږي چې د خوست خلکو پدې ولايت کې د ادارو په فغاليت باور پيدا شوی او اميد لري خپلې غوستنې او مشکيلات د ولايتي ادارې سره شريکي کړي .
د ده په خبره پکارده چې ټولې ادارې خپل کارونه منظم کړي ترڅو خلکو ته په ښکاره او شفاف ډول خدمت ترسره کړي خو د مکافاتو او مجازاتو ترڅنک يې د اداري فصاد پروړاندې مبارزې ته ، د دوام په ورکولو ټينګار وکړ.
د نعيمي په وينا چې (٩) تنه څارنوالان يې د احتلاس په تور محکمې ته معريفي کړي چې لدې جملې يې څلورتنه نيول شوي او د پنځو تنو د نيولو امر ورکړل شوی تر څو نور پدې ولايت کې د اداري فصاد مخه په پوره ډول سره ونيول شي .
همداشان هغه کسان چې د خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته کوي نن يا سبا به د همدې برخه ليک سره مخ او دقانو پنجو ته وسپارل شي .
د ده په خبره تر هغې پورې چې په خوست کې د غصب مخنيوی او غصب شوي ځمکې د زورواکو له ولکې نه ايستل شوي د بيارغونې کارونو ترسره کول بې معنی دي خو د دې خبرې پخلی يې وکړ چې د خپلو هڅو په پايله کې پردې برياله شوی ترڅو نور پدې ولايت د بيارغونې کارونه پيل شي او ديته پوره چمتوالی لري .
دغبداجبار نعيمې په وينا په خوست کې د قومونو ترمنځ د ځمکو پرسر لانجو په هواري کار شوی او تيره ورځ يوه بله لويه قومي ستونزه د مقبلو او منګلو قونو ترمځ پای ته ورسيده او دواړو خواو د سوله ايز هواري لاره خپله او خپل اربکي يې له مورچو راښکته کړل چې پدې سره د قومونو ترمنځ د بې اتفاقيو او د وينو تويولو مخه ونيول شوه .
همداشان د مور او ماشوم پالنې په نوم پنځوس بستريز روغتون وداني چې په غسکري روغتون کې جوړه شوي او د دې ودانی ملکيت د ملي دفاع وزير په خوښه د عامې روغتيا رياست په واک کې ورکړل شو او وداني يې نن ګټې اخيتنې ته وسپارل شوه .
د دې ترڅنګ څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت معين په خوست ولايت کې د پوهنتون په برخه کې ستونزې له نيږدې وليدي او د هواري ژمنه يې کړي همداراز د ښاروالی په برخه کې هم هيئت خوست ته په نيږدې ورځو کې راځي هغه ستونزې چې د خوست ښا روالي ورسره مخ ده د دوي سره به شريکي شي ترڅو په هواري سره يې په ښار کې ښکلا او اسانتياوو سربېره هغه ستونزې له منځه ولاړې شي چې ښاريان ورسره لاس او ګريوان دي .
وروسته د خوست ولايتي شورا رئيس او غړو په خپل وار سره په تېره مياشت کې په خپلو فغاليتونو رڼا واچوله او د ولايتي ادارې لخوا پدې وروستيو کې ترسره شوي هڅې يې وستايلې . د دوي په وينا چې ولايتي شورا به د خوست ولايتي ادارې سره په هغو کارونو کې اوږه په اوږه کار کوي چې له مخې يې دا ولايت د پرمختګ لوري حرکت کوي او خلک يې د سوکالی سره مخ کيږي .
د ولايتي شورا رئيس شفيق مجاهد وويل لدې وړاندې به د يوه کار په ترسره کيدا له حده زيات ټينګار کيده خو په عمل هيڅ نه و چې له امله يې عام ولس په ادارو خپل باور د لاسه ورکړی او له دولت يې فاصله پيداکړي وه داچې هر کار د ژمنې سره سم پرمخ ولاړشي نو د خلکو باور ترلاسه کيدلی شي او پدې لاره کې به ولايتي شورا د هيڅ راز همکاری ډډه ونکړي .
همداشان نورو وکيلانو هم د يادو شويو کارونو په ترسره کيدا خوښي وښوده او دا کارونه يې د خوستوالو دپرمتګ په لاره کې پياوړی ګام وبله . د نظارت کميټي مسئولينو او نورو وکيلانو ځيني ستونزې هم پدې غونډه کې په ډاګه کړي تر څو د هوا ري په موخه يې په وخت سره اجراعات وشي .
دوي په تڼيو ولسوالی کې د سپېل ګين سرک يادونه وکړه چې د سرک جوړولو چارې يې د ساختماني شرکت لخواسمې ندي ترسره شوي او ورته نورې ستونزې يې له خوست والي سره شريکې کړي .