متلون انسانان او متمرس کادرونه!

د تاريخ جبر د متمتع انسان پر اوږو متمرد فکره انسانان سپروي، متلوم انسانان د هيواد متمرس کادرونه رهبري کوي. ويښ خيالات د بېدو آرواحونو تر تاثير لاندي راغلي دي. د لاري ډېوه د ړانده په لاس کي ده او بشري لښکر مو معلول رهبري کوي. جاهلان پوهانو ته لارښونه کوي او جهالت پوهي ته درس ورکوي.

بې سياسته د سياست پر نيلي سپور دی او سياستمدار ته سياست تشريح کوي. روابط پر ضوابطو حاکميت چلوي. بېسوادي پر سواد او پوهي بربريت کوي. د غرب طرز تفکر شرق ننګوي. پردی فرهنګ افغانی کلتور محوه کوي.

ځیني سياسيون مو بيا په بهر کي د تعصب ستني لګوي او بيا پر وطن حکومت کوي. دلته د ملا پرځای قصاب خپل ياسين تېزوي. نه دوست او دښمن څوک پېژني، نه يې تفکيک څوک کوي. د سياست معيار او اعتبار که ساتل کېږي او که صدمه ورته رسېږي، خو دلته به فاميلي سياست کيږي.

که ملت مړېږي، که وږی کېږي، خو موقفونه به د مصلحت قرباني کيږي. که د چا خوا بدېږي، که خوشحاله کېږي، د بېکاری او بې وزلۍ کچه به لوړېږي. که ملت وژل کېږي، که پاته کېږي، جنګ به روان وي او ويني به توېږي.

ولس که هرڅه، هرڅه وايي، خو قانون به پر ځينو تطبيقيږي او ځيني به تر قانون لوړ او مستثنا شمېرل کېږي. ملت که ښه ورځ لري که بده، خواست به نه کوي، خو د وخت د حاکمانو هر آمر او فرمان به منل کېږي. که خلک غواړي او کنه ناپوهان به آميران او د ولس پر سر مقرريږي. که څوک خفه وي، که خوشحاله د سياست نابالغه به آسلوب ته داخلېږي او باالخره که پوه وي، که ناپوه، که ظالم وي، که مظلوم ملت به يې په متابعت او اطاعت مکلفېږي او د واقعيت پرځای به دروغو ته چکچکي کېږي.

هرڅه د مکث وړ دي. تعريف په تحريف مسخه کېږي. مطلوب له طالبه ورکېږي او عکس له معکوس څخه بېليږي. دا د کايناتو د کهکشان يو بل رنګ ننداره ده. دا د ځمکي د کرې يو بل راز او آواز دی.

دلته انسان د انسان قاتل دی، دلته له هر څه وېره په کار ده، دا بل وخت دی، بل مکان دی. نه قانون سته، نه څوک پر قانون باندي روان دی. دلته د بې انصافو څخه عدالت غوښتل کېږي، دلته له قاتل څخه د مقتول حال پوښتل کېږي. دلته وينه په وينه مينځل کېږي، اور په اور وژل کېږي او د اوبو مخه په اوبو نيول کېږي.

دلته د طبيعت قانون سرچپه سوی، د خلقت راز پيکه سوی. د زمان واټ سپېره دی، بس د بشر آمر پر بشر باندي چلېږي. چي هر قانون پيداسي لومړی دلته آزمايل کېږي، د وسلو لابراتوار هم دلته دی، هرځای چي جوړېږي. خو دلته راوړل کېږي.

ورځي راغلې، شپې هم تېري سوې، ملت لا منتظر دی، وايي، دا خوب دی رښتيا کېږي. موږ د بدلون په تمه ژوند کوو، په ژړا کي مو خندا نه راځي. کلونه تېر سول، مياشتي تيري سوې، تر بد نور هم بدتر سولو خو روڼ سبا نه راځي. نور نو ستړي يو د ژوند مړاوي هيلي مو ولي مستقبل نه جوړوي؟

پاکي ولي چټلي د منځه نه وړي؟ حق ولي باطل نه ختموي؟ دا تيارې ولي رڼا نه راوړي؟ او دا غمونه ولي خوشحالي نه راولي؟ او دا ..........؟ دا ځکه! کوم قوم چي د خپل ځان په آعمالو او آفعالو کي خپله تغير رانه ولي، نو الله (ج) حالت نه بدلوي. د همدې آلهي او قراني وينا په آساس او مصداق، موږ بايد په ځان کي تغير راولو.

حالات خپله نه بدليږي، ترڅو چي موږ او تاسي يې خپله بدل نه کړو. راځئ چي ماضي تحليل کړو، د حال څخه آعظمي ګټه واخلو او ښه مستقبل ته په ټول توان کار وکړو. که د تغير لپاره خپله لاس په کار نه سو، نو همېشه به همدا آش او همدا کاسه وي.