دفاروق فردا دوه شعرونه

 سېوری د شفق د سرې لمنې
دسین پر مخ،
د شفق سره لمنه سېوری کوي
ځکه نوغر
پر سر کوي د لمر د وړانګو څادر
او له خندانه د ځنګل د چوپتیا ځان پټوي.
اغز
اغزي ساحل کې دسین
اوبو ته ګوري او له تندې دڅپو دشمالونو حسرتونه کوي
هېڅوک یو ګوټ ورباندې نه لوروي
ځکه چې هر څوک وایي:
آخر اعزی دی او څه ګل خوندی.