زمونږ پر ژوند د (عادتونو) اغېزې

يو عالم وايي، دا مونږ يو، چې عادتونه جوړوو او دا عادتونه دي، چې زمونږ ژوند جوړوي. ټول انسانان په خپل ژوند کې ښه او بد عادتونه لري، ددې عادتونو په ترسره کولو سره ورځنی ژونداو چارې مخ ته وړي. د ځينو انسانانو عادتونه د هغوی د ښه او بد شخصيت څرګندويي کوي. انسانان په خپل ژوند کې په خپلو ښو او بد عادتونو مشهور وي، لکه پلانی کس سخت دروغ وايي، پلانی سړی سخت بې وعدې دی او يا د ښو عادتونو بېلګه لکه پلانی کس له بې وزلو سره مرسته کوي، ډيرې خبرې نه کوي او نور...

د انسانانو عادتونه پر درې ډول دي، چې يو يې ذهني دي، بل يې فزيکي او دريم يې ذهني او فزيکي دي. ذهني عادتونه هغه دي، چې په مغزو کې دننه جوړيږي لکه غوسه کول، له يو چا بد راتلل، بې کاره سوچونه کول، ځان خپه نيول او نور... فزيکي عادتونه هغه دي، لکه منډه کول، سپورت کول، لاس اچول او ځينې نور. دريم ډول عادتونه ذهني او فزيکي دي، لکه ټوکې کول، خندا کول، غيبت کول... چې په دې عادتونو کې د بدن غړي او ذهن دواړه برخه اخلي.

خو ځينې خلک خپلو عادتونو ته په کمه سترګه ګوري او شايد دې ته يې نه وي پام چې دده عادتونو دده پر ژوند او شخصيت څومره اغېزه کړې په ځانګړې توګه بدو عاتونو. ډيری انسانان د خپلو عادتونو په بدلولو کې هېڅ اقدام نه کوي، حتی ځينې عادتونه په انسانانو کې دومره پاخه شوي وي، چې دوی ورته هيڅ د بد عادت په سترګه نه ګوري او نه يې مني. دوی د خپلو بدو عادتونو ددفاع لپاره توجیې لټوې او په بېلابېلو بهانو له خلکو ځان خلاصوي.

خو د ارواپوهنې متخصصين وايي، چې انسانان کولای شي خپل بد عادتونه له منځه یوسي او پر ځای يې ښه عادونه خپل کړي او همدا ډول هغه عادتونه چې ښه وي هغوی ته په ځان کې لا قوت ورکړي. ارواپوهان وايي که چېرې يو انسان وغواړي په ۲۱ ورځو کې دوی خپل بد عادت له منځه وړلی شي او يايې په ښه عادت بدلولای شي. دوی په دې عقيده دي، که چېرې په ۲۱ ورځو کې يو انسان له یو عادت سره مبارزه وکړي، هغه عادت ورټي، د هغې لپاره ذهني او فزيکي تمرين وکړي، نو دغه عادت له منځه ځي.
د اعصابو د برخې متخصصين وايي، دانسان په مغز کې د (پنسل ګنګليا)په نامه يوه برخه شتون لري، چې دغه برخه يوازې د عادتونو په جوړولو، له منځه وړلو او د عادتونو په تکرارولو کې کار کوي.

يو انسان که چېرې غواړي خپل بد عادت په ښه عادت واړوي نو ددې لپاره لازمه ده چې له فزيکي او ذهني لارو دغه کار وکړي. د بېلګې په ډول که چېرې يو څوک غواړي غيبيت پریږدي نو نه يوازې چې ۲۱ ورځې دې خوله بنده وساتي بلکې له ذهني پلوه دې هم داسې جملې له ځان سره تکراروي، چې دغه عمل په اروايي لحاظه هم له منځه لاړ شي. لکه د غيبت پريښودو لپاره دې ۲۱ ورځې لاندې جملې د ورځې لس ځله په کاغذ وليکي. (له ټولو خلکو سره مينه لرم، که زه ښه وم ټوله نړۍ ښه ده، زه ولې خپله انرژي د نورو په رټلو مصرف کړه.))

نو په اخر کې ويلای شو، بدعادتونه پريښول کيدای شي، پر ځای يې ښه عادتونه خپل کړئ، چې له دې سره به مو ژوند او د ژوند چارې مثبت لور ته روانې شي.