شاعر


د سپينو او ځلېدونكو ستورو په شمارلو كې هېڅ ستونزه نلري . د سپوږمۍ په لغړه
سينه باندې هره شپه اوده كېدلى شي . سهار كله چې لمر راخيږي د نړۍ له ټولو انسا
نانو څخه وړاندې يې لومړ نۍ زرينه زېړبخونه اوپسته شغله راونيسي . د ګلاب لوېد
دلي پاڼې چې د يوه نيم ځوانيمرګ بورا ښكلي وزرونه هم پكې پراته وي ، د مرغلرو
په څېر ور باندې وپييي .
د لمر د لومړ نۍ زرينې شغلې په زرين مزي پېيلئ د ګلاب له پاڼو او د شهيد بورا
له وزرونو څخه جوړ شوى هار د ماښام تورې پېغلې ته ور په غاړه كړي . كله يې تر
سهاره دخپل محبوب په زنګانه باندې سر ايښى وي . خو كله بيا په نيمه شپه ديوه په
ظلم وژل شوي مسلمان زلمي د سپېڅلي روح د لړزونكي وهم په څېر راپاڅي ، او د
پريښتو خبرو ته غوږ ونيسي .
(دى) د شيطان په څېر بې ضميره او ناولى ندى ، چې د پريښتو ټولې خپل
منځي خبرې ،ځانګړي موخې ،اوتګلارې د ځمكې پر مخ اوسېدونكو مخلوقاتو ته
روښانه كړي . نوموړى د هغوى په خبرو او خوږ و موسكاوو باندې اېله د خپل ذوق
تنده ماتوي او مينه بښونكى خوند ورځينې اخلي .
خبرې خو (دى) پخپله كولى شي ،هر ډول خبرې يې زده دي ، د هر چا د پوهولو له
پاره ځانګړي پوهه او په ز ړه پورې استعداد لري . د هرچا په ژبه غږېدلى شي . د پا چا
په ژبه ، د وزير په ژ به ، دغلام په ژبه ، دسپاهي په ژبه ، د عاشق او معشوق په ژبه
همدا راز كله د خوار ،كله د امير ،كله د بې پروا او مستقل انسان او كله د يوه بې
وسه قيدي په ژبه راتلونكي خبرې په خپله كولى شي .
نوموړى څه ډول يې چې زړه وغواړي هماغه شان شخصيت هر وخت په خپل ځان
كې محسوسولى شي .
همدا وړ د ژوند له كومې بلې سيارې څخه د الهام ژوندۍ تېشه راواخلي مړه او
بې روحه كاڼي ورباندې وتراشي ،سره اوسپين غمي ترېنه را اوباسي . خو دعمر د ټاكنې
په وخت يې كله اشتبا كوي ، يانې داچې ځينې غمي يې ډېره زر خپله ځلا له لاسه
وركوي ،خو ځينې نور يې بيا د ړندو او بې وسه انسانانو د لارې روښانه مشالونه
ګرځي .
تاسو به حيران شى چې دا څوك دى چې د كائناتو رټ ښكلي خداى (ج)
ورباندې دومره لوړ او په هر ډول ترېنه كار اخيستونكى هنر لورولى دى . دا شاعر
دى چې دې نړۍ د ټولو انسانانو د بري او پر مختګ له پاره ټول عمر خوږې اوپه
زړه پورې سندرې وايي .