د روح ژړا

ﺧﭙﻞ فزيكي وجود ﻣﯥ د ژوند پر پوله پرﯦږدم ، او د سپوږ مۍ په روښانه كميس ﮐﯥ ﯾﯥ دګر ځنده ستوري په ډول د ز ړه تل ته وركوز شم . مهمه نده چې درته ووايم څه ډول ﯾﯥ د ز ړه تل ته وركوز ﯦﺪلى شم .
هرڅوك كه وغواړي د ز ړونو تل ته وركوز ﯦﺪلى شي ، خو چې د ځان پر ﯦښودلواو په ﺧﭙﻠﻪ خو ښه له ﺧﭙﻞ وجود څخه د روح په څﯧﺮ د راوتلو په راز پوه وي .
ياﻧﯥ كه هر وخت وغو ا ړي له ﺧﭙﻞ وجود څخه د يوه ﻏﯧﺮ فزيكي خو فعال موجود په ډول راوتلاي شي .
كه په حقيقي ډول درته ووايم ، ما ته ﯾﯥ د ز ړه هغو برخو يا په بله مانا د ﻫﻐﯥ د ز ړه ترهغوسرحدونو پورﯤ چﯧﺮ چې روح پرته له و ﯾﻨﯥ ژوند كوي ، سفر كول كومه ګرانه او حيرانونكي تجربه نده .
هر وخت كولاي شم چې د ﻫﻐﯥ د ضمير سپينه رڼا ووينم او ﺧﭙﻞ د بقا ارمانونه ﭘﻜﯥ ولمبوم . د انسان لپاره دا ستر برياليتوب دى ،
چې دكائناتو په ز ړونوﮐﯥ چكر ووهي اوپه هر موجودﮐﯥ د هغه داخلي كيفيت اومعنوي جوړښت محسوس كړي .
زما په عقيده د ځمكې پر مخ هر موجود بايد په ظاهري بڼه وه نه كتلاى شي . بلكې په كار ده چې په هر موجود ﮐﯥ ﺧﭙﻞ وجود حل كړو او بياﯾﯥ په ټولنه ﮐﯥ ارزښت په ګوته كړو .
د پورتنۍ عقيدﯤ له ﻣﺨﯥ !
كله د يوه ښكلي ګل ، كله د يوه ښكلي انځور ، كله د يوﯤ ور ﯦښمينې وږﻣﯥ ، او كله ﯾﯥ هم د شرابو د يوه خواږ ه څاڅكي په څېر د بېلا بېلو لار و او ګودرو څخه د وجود طلايي دنيا ته ورننوتلاى يم .
اوس له هر نوي مزل څخه وروسته فكر كوم چې د ﻫﻐﯥ د ز ړه په نورو او نويو رګونو ﮐﯥ ګرځم .
ځكه چې ټول عمر ﻣﯥ يواځې او يواځې د ﻫﻐﯥ د ضمير تر څنګ د ﻫﻐﯥ په روښانه زړه ﮐﯥ تېر كړى دى .
ښايي كومې خبرې چې زه يې په شپه او ورځ ﮐﯥ له چا سره كوم . ټولې د ﻫﻐﯥ په ز ړه ﮐﯥګرځي را ګرځي . هغه غواړي چې زما په ژبه راتلونكي خبرې يا خو پخپله وكړي او ياﯾﯥ هم له نورو نا ويل شويو خبرو سره يو ځاي په ﺧﭙﻞ ز ړه ﮐﯥ دننه د تل لپاره خوندي وساتي .
ښه بېلګه يې داده، چې ډ ېر ځله زه يوه خبره كوم . خو په نيمايي ﮐﯥ مې هغه پر شو نډو ور ېښمين لاس كېږدي ، او راته وايي !
بس !
مه ﯾﯥ وايه !
زه پوه شوم !
بس يې كړه !
نپوهېږم چې ولې هغه زما هره خبره په نيما يي ﮐﯥ پېژني . كله كله هغه هم ﺧﭙﻞ وجود او خپله بهرنۍ څېره دنيا ته ور وسپاري . لاند ې ﺧﭙﻞ ز ړه ته د ر ڼا په څېر زما د ليدو لپاره راكوزه شي .
زه او هغه دواړه د نوموړ ې په رو ښانه ز ړه ﮐﯥ يو له بل سره خوږې خبرې كوو، له يوه او بل څخه خوږې مچكې اخلوو، ديوه او بل پر شونډو باندې پستې پستې ګوتې وهو. كله خو چې د جومې په شپه د ﻫﻐﯥ رو ښانه ز ړه ته د سپوږ مۍ د ځلانده كميس تر پردې لاندې ورشم .
نو د كائناتو ستر خالق هم د ﻫﻐﯥ په رو ښانه ز ړه ﮐﯥ دننه له خپلو نږدې پريښتو سره په يوه اسماني تخت ناست وي . زه په عاجزۍ ورشم او د ښايست رڼا ته يې د كېناستو هيله وكړم .
خو مخكې له دې چې كېنم او د ﻫﻐﯥ په رو ښانه ز ړه ﮐﯥ دننه له ﺧﭙﻞ ښايسته خالق سره خبرې وكړم .
په ﺧﭙﻞ پرايښي وجود ﮐﯥ مې روح په ژړا پيل وكړي او زه هم د ﺧﭙﻞ روح د دلاسه كولو اويا يې د اجل كوم نږ دې ګاونډي ته د ورسپارلو لپاره بېرته ﺧﭙﻞ بهرني وجود ته را ستون شم .