په ياقوتی شونډويې مسته ونغمه دجانان
شپيلی خوژه وه بياميوندميوند ټپه دجانان
دشنه چنار په سر کی بياوی دبلبلونغمی
کوچی دبام په سرنڅاوننداره دجانان
بياشينکی خال په تندی غواړی ګلورينه ليلا
زما سندريز لالی کړمسته ترانه دجانان
سپوژمی کی مخ نن راشکاره سپرلی سپرلی سو اشنا
لمر هم وکټ کټ په خندا ومعجزه دجانان
ستوری هم حق پق وحيران وريځو ملغلری
لاری وی پرش په سروګلونو وجرګه دجانان
حيلی کتار توتی ومست په سندريزونغمو
دازادی لمرراختلی يوه ناره دجانان
الکوزیه بدرګه زموږدستوروکاروان
شډل شډل پشتانه ټول نن معرکه دجانان
منان الکوزی الکوټه
وروستي