
پخوانیو مشرانو ډیر ښه ویلې دي (وګوره سړی ور لاندې واچوه کالی) دا وینا راته دومره نه وو تجربه شوې خو دمعنوي په مشري دټاکنو کمیسیون داسې څه وکړل چې ناممکن یې هم ممکن کړل دده په ځانګړې ګوت وهنې او ملي ضد ټلوالي په اشاره یې داسې څه وکړل چې تاریخ به یې دتل لپاره هیر نه کړي، نوموړو لا د وړاندې داسې پلان جوړې کړوو چې راتلوونکي ولسي جرګه به ولسي نه بلګي ټلوالي وي، ریښتیا هم همداسی وشول په شمالي ولایتونو کې پښتون میشتې سیمې دټاکنو په ورځ دیو منظم پلان له مخې ناامنه شوې او یاهم دټاکنو صندقونه ورته انتقال نشول او په پښتون میشتو ولایتونو کې د دوۍ دپلان پراساس داسې کسان بریالي شول چې تش په نامه پښتانه! خو دپښتون په جامه کې دپښتنو وینې څښي،دټاکنو دناتاید شوو پایلو وروسته د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ناخوښه کاندیدانو خپل غږونه د رسینوو له لارې پورته کړل خو تیره ورځ یو شمير هزاره توکمو او ټلوال توکمو بریالیوو کاندیدانو هم دیوې غونډې په ترڅ کې دلوړو احساساتو په څرګندولو سره له ولسمشر څخه وغوښتل ترڅو راتلوونکي ولسي جرګه ډیر ژر پرانیزي، نوموړی خبر زما لپاره زړه راښکوونکی وو هغه داچې هزاره توکمو او ټلوال توکمو یوځل بیا دپښتون قوم دلمنځه وړلو او په روان بهیر کې نور هم دخپل حق څخه دمحرومولو ګزار دجنګ دلومړي سنګرڅخه ( د ظاهر قدیر په تېره او سپکه ژبه)د رسینوو له لارې دپښتون ولس پروړاندې ګوزار کړو، بیرته همغه پورته متل تکراروم(وګوره سړی ور لاندې واچوه کالی) هغه کورنۍ چې دتاریخ په اوږدو کې یې دخپل هېواد خرڅولو ته یوه شیبه دمه هم نه وي ایښې نو پرته دشک د داډول کسانو څخه دحق او عدالت تمه داحمقانو کار دی.
په ختیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې دتېرو څلورو لسزیزو راپدېخوا دارسلایانو کورنۍ د ختیځ زون په ټولو اقتصادي او ولسي رګونو د وحشت پښې ایښې، دوۍ تل د بېلابېلو ادرسونو او بېلابېلو جامو کې دبرخې او امتیاز اخیستنې لومړۍ لیکې ته راوتې دي، په ننګرهار کې خو هسې هم قحط الرجال دی کله د حصارکي او کله د دره نوري لیوانو لخوا داړل کیږي، کله چې یو نیم سړي د دغه وحست څخه ستړی کیږي دهغوۍ سرنوشت هم د حاجی زمان،قوماندان شمالي او داسې یوشمیر نورو کسانو په څير کیږي.
په سږ ټاکنو کې د ننګرهار ولایت همدغه ټوپک په لاس دیموکراسۍ پلې کوونکو ګوته په شمېر کسانو دمعنوي په مرسته دولس په سترګو کې یوځل بیا شګې وشیندلې دپښتنو دسیټونو(چوکیوو) پرسر به یوځل بیا همغه ټلواله لوبې وکړي پدې صورت کې به پښتون ټوپک په لاس تاجک ډوله مرمۍ دپښتنو په سینو توغوي.
همغه دغني خان یوه ټوټه شعر ډیر پرځای دی چې وایي
غني پوهیږي ځکه ژړیږي څنګه به ښه وو که ژوند دخره وو
او یاهم که بیټ نیکه د پښتون نسل لپاره د وګړو د ډیروالي پرځای د سړیتوب او مشرتوب دعاء کړې وو نو شاید اوس به د داډول محرومیتونو سره مخ نه وو.
دپښتنو د ویښتابه په هیله
جلال کوټ