
محترم ولسمشره سوله درنه غواړو او نور دي سولې د پروسي سره ملنډي نه منو !
خپلي دا څو کرښى د بيات د تلويزيون د پرون شپي له خبره پيل کوم.
پرون شپه د بيات د اريانا تلويزيون ډير جالب خبر خپور کړ چي هيله ده د جمهوري رياست مطبوعاتي څانګه ورباندي څه رڼا واچوي. په خبر کي راغلي و چي کوم امريکايي جناب داسي څرګندونه کړى وه چي که ولسمشر غني پرته د اجراييه ريس له مشورې!!! د مخالفينو سره د سولي خبرو ته کښني نو عبدالله به د ملي وحدت د حکومت څخه ووځي ؟؟؟ ماشاالله لکه چي د امريکايانو لپاره ولسمشر په کښته اجراييه پوست کي ناست دي، او کله چي ددوي زړه شي نو په دې دکمي به دا هيواد ګواښي ! د ملت دا سوال دي چي آيا امريکايان په افغانستان کي جنګ و جګړه ختميدل نه غواړى ؟ جنګ دانسانانو د بربادي او تباهي وسيله نه بولي ؟ دجنګ سوغات بشريت ته څه بولي؟ جنګ يوازي ښکيلي خواوي اغيزمني کوي که په دې هيواد کي ميشت ټول خلک دا قيمت هره ورځ د وينو او بدمرغيو په ګاللو ورکوي ؟ جنګ د ستونزو د حل لاره ګڼي ؟ سوله او د سولي هڅي د دغي ملت حق دي او هر خنډ په دې لار کي بايد ليري کړاي شي. د کرزي په ناکامه دوره کي د مخالفينو سره دسولي د شورا مسووليت داسي چا ته ورکړل شوي وو چي فرشي بمونه يي په ولس کافي نه بلل او په خپل ولس يي د لويو بمونو غورځول غوښتل ! په دې مړه ملت کله داسي څوک پيدا نشول چي ورنه پوښتنه وکړي چي جناب مجاهد صاحبه د بمونو د منفي اثراتو د مدت ، او تخريبي شعاع نه خبر يي ؟ پوهيږي چي تر کومه به دا منفي اثرات د دې خوار ولس نه قيمت اخلي ؟
خير رباني خو يوازي د ارګ څوکۍ غوښته او د طالب په مرګ ورته حاصله ښکاريده مګر مضحکه او نه بښوونکي خو د کرزي مسخري په ملت وي چي بيايي د سولي پروسه چي محض په ملت د ملنډو لپاره وه داسي کس ته ورکوله. چي نه يوازي د سياسي مخالفينو کامله محوه غوښته بلکه دمظلوم ولس لپاره يي دداسي چاپيريالي ککړتيا غوښتنه کوله چي تر اوږده محاله به هر انسان او ژوي ژوند په نامريي خساراتو د اوبو، خاوري او هوا له لاري تحديدوي.
کوم سالم ، خپلواک ، واقعي انسان به د سولي هڅي په لوي لاس داسي ديوالي کړي لکه چي د وجدان نه خالي کرزي وکړى. په تاريخ کي چا داسي ليدلي ! که دا مړ ملت نه واي يوازي په دي ګناه چي د سولي هڅي په عمدي او قصدي ډول دداسي چا په لاس ورکړي وي چي هيڅکله يي نه غوښتل دولت د مخالفينو سره سوله و کړي او دجګړي ټغر ددې هيواد څخه ټول شى. بايد کرزي لکه د پغمان دتيري کوونکي په څير په دار وځړول شىواي واي. ځکه د پغمان غميزي يو ه يا دوي کورني متضرر کړى وي ، خو دسولي په ټپه دريدل د۳۰ ميليون انسانانو ژوند اغزمن کړى. په مستقيم ډول يي د دې هيواد له سرتيرو ، افسرانو ، مخالفينو او په جګړه کي د ښکيلو سيمو د خلکو څخه حياتي قيمتاخيست ،په غير مستقيم ډول ، مالي، روحي رواني ،،، خساراتونه نورو هيوادوالو ته اړول. که د کرزي دا کرغيړن چلند ته ولسمشر غني هم ادامه ورکړى ملت ته په کار ده چي مخه يي ونيسي .ځکه تر هر څه دمخه سوله ددې هيواد اړتيا ده او داسي کسان بايد د سولي په بهير کي مسووليت واخلي چي په تير محال کي په داسي کړونو نه وي ښکيل چي د ملت دا لويه ستونزه لا هم مزمنه کړى. شمالي ټلوالي کړني په تير محال کي د ملت له سترګو پټي نه دي ! مخالفين کله هم له دوي سره خبرو ته نه حاضريزي. دا به کومه عقلاني فيصله وي چي دشمالي ټلوالي څخه د طالب او حزب اسلامي په هکله غير مغرضانه کړني توقع وشي او يا برعکس د حزب او طالب څخه د شمالي ټلوالي په هکله .نو هر قاصر عقل هم بايد دا پريکړه وکړي چي داسي کسان د سولي راوستلو په بهير کي پاز په غاړه واخلي چي پاک ، صادق ، کار پوه ، او په وطن مين او له نيک نامه برخمن وي او په تيرو کړوني که کوم غير انساني ، ضدبشري، ضد ملي دريځ نه وي درلودلي. جګړي دا ۳۶ کاله زموز ولس ناحقه کړولي او د محترم ولسمشر غني نه زموږ په کلکه دا غوښتنه ده چي دې هر څه نه لمړي د سولي هڅي ګړندي کړى او دي ناسور جګړې ته دپاى ټيکي کيږدي. ولسمشر غني څخه نه يوازي ديوه ولسمشر په توګه بلکي د يوه کار پوه ، عالم ، متخصص کس په حيث زموږ هيله ده چي ملت نه د کرزي په څير په سوله و غولوي او نه يي د رباني په څير د خپل تعصب او واک و ځواک ته د رسيدو په ليونتوب کي قرباني کړي او نه يي لکه د طالبانو د جهالت او سر تمبګي او حزب اسلامي نا کره خامو سياستونو په څير د نورو طوفانو او بد مرغيو لمن ته وسپاري.
د ملت د ژوند حق ، د کار حق، د زدوکړو حق،د ښي روغتيا حق، د پاک چاپيريال ته د رسيدو حق، د عزت وقار، پرمختګ ،د قانون حاکميت حق په ټوليزه توګه په سوله پوري مستقيما تړلي دي . د سولې په نشتون کي هيڅ کارنه بنسټيزکيداي شي او نه تداوم مومي. نو د ولسمشرڅخه د هيواد د لمړي کس په توګه هيله ده چي د بهرنيو کړيو دا څرګندوني چي روښانه تيري دي وڅيړى او ملت ته ډاډ ورکړي چي خپلو ژمنو ته به وفادار پاتي کيږي. ټول بايد په دې پوه شي چي دا هيواد د ۳۰ ميليونو وګړو هيواد دي او عبدالله د دغو ميشتو کسانو له جملي څخه يو کس دي . عبدالله او ډلګي يي بايد د سولي د بهير نه د تيرو کړنو په اساس ليري وساتل شي تر څو دي هيواد کي تل پاتي سوله او امن راشي. ددي ډلګي کړني د نورو مخالفينو څخه کوم توپير نه لري او ښه بيلګه يي هماغه د 1990 کالونو غميزي وي چي نړيوالي ټولني په سر کي انګلستان او امريکا د پاکستان په منځګړيتوب د طالبي پټي ايښودنې زيار ويست خو يو بل ناسور يي دې ملت ته سوغات ورکړ. اوس نو ستاسو نه د ملت په زغرده غوښتنه ده چي که ددې خاوري خپلواک ولسمشر ياست او په قران کريم مو ورسره لوړه کړي ده . نور دا ناسور دا تپلي شوي کرغيړن ناتار دا بي مفهومه جګړه ختمه کړي .
دا هيواد هيڅ سوکالي او امن ته پرته له دي چي د مخالفينو سره خبرو ته کښي نني نه شي رسيدلي او ستاسو هيڅ کار او لاس ته راوړنه پرته له دايمي سولي مفهوم نه مومي. او سوله د متخاصمو ډلو په منځګړيتوب نه رامنځ ته کىږي. نورو نو دا ډول چلند د ملت په سترګو کي رټلي دي. ستاسو موقف ځکه د نورو نه توپير لري چي په جګړو کي ښکيل نه وي او دا حقيقت د ملت په څير مخالفينو ته هم جوت دي. نو دا ويسا کولاي شي چي د مخالفينو سره د سولي ناستي اغيزمني کړي او زموز مرور ورورنه د پردو له واکه ليري کړي که نه نو سيميز بهران ته په کتو کيداي شي دا فرصت له لاسه ورکړو او هيواد به د نورو طوفانو سره مخ وي . نړيوالي ټولني په ځانګړي توګه امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کيدل که څه هم چي ډيري وطنوالو لپاره يي کمزوري ټيکي څرګند او روښانه وو بايد د افغان ولس د ښه نيت څرګندوي وي . دا بايد نړيوالي ټولني ته جوته وي چي دا ملت غواړي د يو مسوول او با ثباته هيواد په توګه په سوله او امن کې خپل حيات ته ادامه ورکړي چي نه چا ته د تحديد سبب وي او نه د چا د تحديد و تيري زغملو وطن وي. ځکه ددې وطن هر وګړي د بي ثباتي او جګړو کرغيړني څپىړي خوړلي او هيڅکله يي د نورو لپاره تکرار نه غواړى. خو دا بايد د دې ولس او ملت کمزوري ونه ګڼله شي چي ګواکي موږ به حاضر وو چي د يوي مړي ډوډي د مرستو لپاره د خپل هيواد په سينه کي اور او جګړه نوره هم اوږده کړو .
ولسمشره موږ سوله غواړو او له هر څه او هر اقدام مخکي يي غواړو .د سولي راتګ موږ د هيچا د ناز و نخرو قرباني نشو کولاي دا زموږ حياتي حق دي نور په کي سهل انګاري او غفلت نه بښو او د ژمنو مطابق په زماني اډانه کي درڅخه لاسته راوړني غواړو . نور موږ نه ا نتحار غواړو نه هم بمبارد ، نه دا وروسته پاتي غيرانساني بدرنګي چاري بشريت او په ځانګړي توګه دې ملت ته د قبول وړدي. موږ ستاسو څخه دسولي چټکي هڅي غواړو. هر څوک چي دسولي د بهير مخالف وي که د هيواد په دننه که وي يا بهر بايد ولس ته وروپىژندل شي او په وړاندي يي ولسي غورځنګ سمبال شي. نور د جګړو او مرګ پر ځاي په سوله او ژوند پانګونه درڅخه غواړو. نور دې د کرزي په شان بي وسه ،بلواکي ، مصلحت پاله معامله ګر، کمزوري ولسمشر نه غواړو موږ يو غښتلي جواب ورکوونکي مدبر ولسمشر غواړو چي په تدبير ستونزه تعريف او ورته په تدبير اسانه ، کم مصرفه ، معقوله ، دايمي ولس شموله زماني حل لاره غوره کړي .که داسي نشي کولاي نو شريفانه له ملته معذرت وغواړي او واګي داسي وړ کس ته وسپاري چي د ملت د ژوند تر څنګ د ملي غرور او حاکميت ستانه هم وکولاي شي او دداسي څرګندونو نه که داخلي او خارجي په کلکه پوښتنه وکړاي شي. دسولي راوستل نه کومه اضافي ، نه کومه سليقوي او ارايشي غوښتنه ده چي په عبدالله يا کوم ديوالي بهرني کس پوري وتړل شي. دا انساني حق دي دا موږ يوازي ستا او ستا له کړيو ژمنو غواړو او دا حق په ډوډي ، پل و پلچک، او سرسري لاسته راوړني نه معامله کوو . ستا څخه د يوه عالم کس په شان صداقت غواړو که نه د کارګر و بزګرو د لور و سټک ، د دين ،د جهاد او ږيري په شان به د ملت ويسا په کتاب او پوهنتون هم ختمه شي. د تل پاتي سولې په هيله په يوه بسيا و سوکاله هيواد کي.