
استاد سياف وايي ملته د فساد، زور زياتي ، ظلم ، زورګويي ،زورواکى، د ملي شتمني لوټماري ، د قوانينو نقض او مليارزښتونو تالان ، اخلاقي انډولونو ماتول، کاري بي کفايتي په وړاندي مبارزه او جهاد پريږدي او نا قضينو ته باج ومني ! ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
استاد سيافه، د ادب په مراعات لومړي دې مظلوم ملت ته دا وواياست چي تاسو په ديني تعليماتو کي دا زده کړي< چي داسي توصي کوئ چې د ټولټاکنو نتايج مه خپروي !؟ دا د ملت يوه ملي پروسه نه ده؟ پر دې پروسه باندي دملت پانګه مصرف نه شوه ؟ د هيواد دننه او بهر د ناندريو او کره کتني ستونزمني بيا ازمويني، بيا کتني په غورڅيړني لاندي رانه غله ؟ آيا دې ملت دې لانجه ته مادي او معنوي بيه ورنه کړه؟ آيا په دې هيواد کي کار په ټپه ونه دريدو، پوهنتونه رخصت نشول، پانګونه اغزمنه نشوه، د کارګرو ددسترخانه وچه ډوډي وانه خيستله شوه،د رسنيزو ناندريوسبب نشوه، ټولنيز ټيکاو يي ونه ګواښه، ملي وقار، صداقت، کفايت يي تر پوښتني لاندي را نه وست ؟! آيا ديرش مليونه وګړي يي په ګوڼګه دردونکي تمه کښيننول ؟ د سالم وجدان لرونکي لپاره دا ټول ټپوسو نه په هو ځوابيږي !
تاسو ځان ته په کوم جواز دا حق ورکوئ، چي د ديرش مليونو وګرو لپارو خبري وکړي؟دا توصيه مو له ديني ، اخلاقي ، دوديزو ، کاري مديريتي، حسابي ، عدلي او قانوني ارزښتونه سره په زغرد ټکر کي ده ! دا ستا سو د شخصي کور داخلي موضوع نه ده دا د يو ملت د تيرو هنداره اود راتلونکي برخليک کرښه ده . دا د عبدالله او ډاکتر غني او ددوي د چار چاپيرو ډلو د صلاحيت او واک څخه وچته خبره ده . دا د يو ملت د وجدان او ايمان د مرګ او ژوند خبره ده !
دا چي څوک به د ولسمشر په نامه واګي په لاس کي اخلي اوس د دومره ملنډو او بهرنيو لاس وهنو وروسته دې ملت ته دومره لويه لاس ته راوړنه پاتي نه شوه . خو د ټولټاکنو برخليک او نتيجه ددي ملت حق دي او دا بايد د ځند او ملاحظي پرته ژر ته ژره خپره شي . اوس ددې ملت له سترګو نه د عبدالله دډلګى ملنډي زور زياتى ، ويره خپرونه د قانون سپکاوي د ملت برمته نيول پټ دي او نه هم د ډاکتر غني د تيم ژمني ماتول ، زورواکو ته باج ورکول او د قانون ماتول چي ملت ته يي د ګتوونکي او بايلونکي پاز روښانه نه کړ. په راتلونکي کي يي بيا هم د محاسبي او حساب ورکوني لړي ستونزمنه کړه . استاد سيافه ! اړوندو ټيمونو ملته ته کاري برنامي او د چارود رغاوي ژمني کړي وي. په مختلط او ګډوله حالت کي به ملت څوک ګرم نيسي ؟ آيا دا گډوله غميزه به د ملت تل په اوږو بار وي ! کله به موږ په واک او منتقد ټيم و نه لرو ځکه دوي د واک خوند نه شي پريښودلي ! او ملت به کله هم د محاسبي روښانه پروسه و نه لري . لکه د تيرو ۱۳ کالو په شان به هم غل د فساد د اصلاح چيغه پورته کوي او هم کړيدلي ،ځوريدلي څپلي ملت چي د نا چاري او ظلم چاړه يي له هډوکو تير ه شوي . دې ملت د يوه مثبت بدلون لپاره د داکتر غني په پوهه او ژمنو باور وکړ. هغه هم دا دي لګيا دي اود ملت په سترګو خاوري شيندي او سهامي شرکت د ملي يووالي تر رټلي پوستين لاندي ور باندي تپى . ګواکي ټول د عقل له زوال سره مخ دي د ښو او بدو توپير يي ختم دي.
داکتر غني دا هيره کړي چي ملت هغو ژمنو ته چي په کمپينز مهال کيدلي د باور رايه ورکوله دا چي د ټولټاکنو قانون ۵۰+۱ ماتيږي ، دا چي ګټوونکي، بايلوونکي کاري ډلي معلوم نه دي ، دا چي ملت په ويره ګواښل کيږي دا چي مالي تاوان په ولس او افغان حکوت تپل کيږي دا ټول مسببن نه لري دا ولي ؟
استاد سيافه ، آيا دا تاسو نه ياست چي ځان د حق پتنګ شميري نه پوهيږم کوم حق ته تاسو ځان منسوب ګڼي ؟ ز موږ څخه خو ستا سو د حق غږ پورته کول څه تت غوندي ښکاري. ځکه موږ ته ياد دي چي حضرت ابوبکر صديق په ډ ير نازک وخت کي د هغه قومسره چي د رسول کريم له رحلت وروسته د ذکات ورکولو ډډه کوله جهاد اعلان کړ. خو تاسو د ټولټاکنو د حساب ورکول نتيجه ولي په بډه وهلو ته لاس رابډوهل . ولي دحق د ښکارکيدلو نه ويره لري ولي د تيارو ، مبهوماتو اوها مو پلوي کوي . ولي دا نه واياست تر هر څه لومړي د ټولټاکنو نتايج خپاره کړي. بيا داسي جوړ جاړي وکړى لکه مهاجر او انصار ! دا به ولي تاسو داسي واياست آيا تاسو همغه استاد سياف نه ياست چي په ۱۹۹۱تر-۱۹۹۶ مو افرادو خلک لټول ، وژل ، آيا د افشارو په وراني کي چيرته وي چي تيريکوونکو ته وواست چي حق او باطل څه دي د مسلمان ورور مال او ژوند ددوي د لوبو نه دي ! آيا ته پوهيږي ډاډه يي چي زموږ په هزاره خويندو ميندو تيري ونشو ، دا دې هيره نه وي چي دا سوال ځکه ستا څخه لومړي پوښتم چي ستا سره شريک قوم او ژبه لرم دا نه ده چي زه به د وحدت ډلګى ته دې هغو له تيرو د ويلو ويره و لرم . آيا کله چي د جمعيت ډلګي د نورو په پار د جهاد د کاميابي لومړني شيبي د دي شهيد پروره ، باتور ملت په کام کي زهر قاتل کړي چيري ته وي ؟ د ملت په څنګ کي ؟ د مصلاحينو په څنګ کي، د مظلوم په څنګ کي، دي بطرفو په څنګ کي ! هره زياتي ، جنګ جګړه دوه اړخه لري ظالم ، مظلوم ، حق او باطل که داسي نه ده !؟ جنابه ته ووايه چيرته وي چي کابل د بري په شيبو کي داسي ذبحه کيدو ولي د دومره دينو تعليماتو مرسته درسره و نه کړه چي د حق او باطل توپير وکړي . آيا تر ننه درته پته ونه لګيده چي څوک د بهرنيانو نازولي او په لومو کي بند دي څوک ورباندي ددي خوار کورګي ستونزي اواروي په اوږو يي ژاړي ؟
آيا لا تراوسه نه پوهيږي چي مالي فساد چيرته دي واليان چيرته امپرطوري چلوي ، څوک ژبني ،سيميز درزونه جوړوي ، څوک د دې هيواد په نامه ، تاريخ ملنډي وهي ، څوک يي په بيلولو ګواښي ، څوک يي ملي بيرغ په سيالانو کي په ډاګ غورځوي او ملي بنسټونه يي بد نامه کوي ؟ سياف خانه دا ټول دا چا په مټه کوي ؟ که ددې ټولو کرښو تميز درنه ورک دي نو په کوم کفايت ملت ته توصيه کوې چي باج ورکړي ملي پروسو څخه لوټمارو ته تير شي ! ځکه دوي دا د زور ، چور ، غصب ، ناوړو ګټو او امتيازاتو خوند نه شي پرښودلي ، آيا کوم يو ددې ډلګي د ملت د نورو وګړو په څير وږي او نا چاره دي ؟ ستا په شمول ، عبدالله ، صالح، عطا،محقق، اسميعيل ، قانوني، رباني، ملا عزت او هر قوماندان مو د رسول کريم په څير حساب ورکولو ته چمتو ياست ؟ آيا درسول پاک په څير مو ملت ته شاوي لوڅ کړي تر څو حساب و کتاب د دايمي سفر مخکي پاک کړي ؟ دا مو ټول له تجارت په لاس راوړي لکه چي عطا بيک وايي ما له تجارت کړي او ګټلي مي دي . آيا حکومت په تجارت ګومارلي وي؟ که نه تاسو ته د امورو سمبالو در سپارل شوي وو . آيا ستاسو تر حيطه لاندي ټول مسووليت او مکلفيت په احسنه توګه اجرا شوي دي ! که شوي نو دا فساد له کومه تر هسکه فرياد کوي ؟ دا ټول له غربه او يوازي غرب ته کوچيدلو سره راغلو که چيري داسي هم وايي نو آيا د حق د پتنګانو او د پانګوال نظام باوريانو ګناه يو وزن لرى ؟ آيا تاسو د جهاد ټيکداران ځان نه بولي آيا جهاد د اسلام ددين په رڼا کي نه وو ؟ آيا حق او باطل په دې دين کي داسي تت دي ، آيا دا ملت ستاسو ټول ارګاه او بارګاه نه ويني ؟ آيا په دي رنځور ملت مو د لويو لويو درنو بمونو غښتنه ونه کړه ؟ که مو وکړه د چا څخه مو وکړه ! آيا د مخالفت ور بل نه غواړي آيا د مرورو وروڼو سره جوړ جاړي در ته تر نورو ګران نه ښکاري ؟ آيا د سولي د وانديز خبرى درته په زړه ا ور نه بلوى ؟ آيا ددې ملت په ذلت کي څوک عزت لټوى ؟ څه فکر کوې استاد ه ملت په هيڅ نه پوهيږي ! چي چيرته او د چا بر لاسي غواړي او په څه بنه يي غواړي ولي د ټولټاکنو اعلان در ته ګران او مخکي جوړ جاړي غواړي ! جنګ او جګړه کي خو هغه دي څلور نسلونه وسوځيدو او حياتي قيمت مو ورکړ. محترمه استاده وايه دا څه بلا ده او د چا په لاس به ټکه شى او دي ملت پر سر به وغوريږي ؟ چي ته توصيه کوي چي جوړ جاړي وکړي ! نه مو په ياديږي چي د خپل هم فکري هم سنګري ملګري چي ستا د واک پر مهال يي لاس او پښي کړي د څرخي پله زندان ته ټيل وهل شو او پنجابي سپيو په سړکو کش کړو د حق او باطل ناره پورته کړي او جوړ جاړي دي غوښتي وي ! که نه، نن د ډالري ملګرو درد در غلي چي د لوټ او تالان نه پاتي نه شي .ځکه ستا په ژرنده به هم څه د ډالرو کمي وشي . ځکه نو د داړمار او غاصبو ژبنيو معتصبينو ډلګى درد فريادوي . د خداي لپاره بس کړي دا ملت پريږدي هيسي مو در دردناک اغزي کرلي چي نسلونه نسلونه به ځوانان بيه ورکوي. ځي لاړي شي خپلي باد راوړي پانګي سمبال کړى اويا پشته مو بس دي نور نو ژبني، قومي بد رنګه کرښي دې ملت کي مو جوړوي. استاد سيافه ، سر د الله لپاره په ګريوان کي کړه آيا غني او عبدالله د کاري صلاحيتو او صداقت له لحاظه يوشان دي؟ آيا داسي کوم لعين پښتون پيژني چي هيواد په تجزيه وګواښوي، پښتونو کي به قاتل وي، غل ، غاصب ، لوټمار او مزدور شوي به وي خو دا ناولي ناغيړه خبره مو د کوم نامرد له خولي کله نه ده اوريدلي . خو ته چي چيرته پاتي شوي تا چي چا سره ملګري کړي دا يي شعار نه دي چي يا امتياز ، څوکي يا بيل............................ ؟ تاسو نه پوهيږي کي ملت ته د جاهلينو په سترګه ګورى.
محترم سياف خانه ، نور بس کړه ډالر مو واخلي خو د الله لپاره دا خلک ژوند ته پريږدي ! ستاسو موعظي نور يوازي ستا دي موټر په ماډل ،بانکي حساب ، ماڼيو ، ودونو ، معاشونو ، ساز او سامان ، جان کيري په فرمان کي ګورو . نور چي تاسو دومره مصلح، کارپوه ، وطن دوسته خلک واي نو بيا مو ولي تاسو او ستاسو ملګرو د جهاد ټيکدارانو په ۱۹۹۱-۱۹۹۶ له خلکو دا کمالات سپمول، دا جوړ جاړي مو ولي د خپل جهادي ملګري حکمتيار او وروسته له طلبانو سره نه توصيه کولو. ولي مو ټولي ملي شتمني چي د بيرحمو کمونيستانو نه پاتي وي داسي برباد کړى ولي مو هيواد دداسي غميزو سره مخ کړو چي بيا به د ژوند بيي غواړى ! ولي مو د دي ملت پوځي زيرمي ، پوځي شتمني ، د روس او لويديځوالو پاتي وسلي يا د ملت د وګړو په سينو او سرو خالي کړي يا مو د بادارانو په بازارو ليلام کړى. ولي ؟ هغه وخت جان کيريان هم په بربنډه ټوګه دلته نه وو يوازي تاسو مجاهدين کرام وي ! زما او زما د ملت د خلک د خپلواکي ، د خاوري ، د اصلاح ، ښګني ، انصاف ، حق مجاهد او جهاد ته پرون ، نن او سبا سلام دي او وي به ! مګر تاسو او د ستاسو ملګري ګل مرجان خيل د کوم جهاد باج غواړي ؟ هغه د تخار د خواجه غار د کيسي ، د پروتوکول ، هغه د پښتو فارسي جهاد ، هغه د کابل کوڅه په کوڅي جهاد، هغه د ميخ او د مړو د رقص جهاد که نه هغه د اميدواري مور د ولادت او دې د زيږدني د دردودونو د ننداري جهاد ، د کانتينورو د مړو، د اهل حل و عقد کاذب بيعتونو جهاد، دليلي دښتي دې اسيرو ، د ژوبڼ د اوزبيکو مليشو دي اسيرانو جهاد ، هغه د مکروريان د فرشتي جهاد ، که نه په کولاب کي په جيپونو کي د بهرنيانو سره د نهه ميليون ډالرو جهاد ، په افغانستان کي بي له مظلوم افغانه هر چا ته د هر غلط کار دي مصونيتونو ورکولو جهاد، د ماڼيو ، شهرک جوړولو جهاد ،د قراردادونو جهاد ، د ځمکو د غصب جهاد ، د هلکانو د رقصلو ، د هندي درامو جهاد ، د فرعوني ودونو جهاد ! دا هغه جهاد دي چي تاسو د حق پتنګان يي زموږ دې ملت په مخ راموښى ........................................................................................................................... ، ګرانه او درانه مشره ، دا ټول درسره منو خو څه راسره کوي نور دا نه منو چي ستاسو جهاد لاهم په دې دنيا نه دي نغد شوي . بلکل شوي فرشتو پرځاي مو د خلکو لوڼي يو بل ته سوغات کړى ، د غلمانو په ځاي مو د بيوزلو تنکي زامن ورقصول ، د جنتي ماڼيو په ځاي موپه دنيا کي وييلاوي ودرلولي. په هغه خوار افغانستان کي چي ديري وزريرانو به د مکروريانو په کورو سر ماتولو، و ګوري الله تاسو ته د کابل ، لندن ، هند ،...... دوبي او پاکستان ماڼي درکړي. لا مو هم جهاد نه دي نغد والله چي په هر نفس ايستلو مو د احد په وزن هم الله پاک او هم مو دا ملت باج ته اړ ويست . نور نو بس کړي پريږدي . چي دا ملت نفس وباسي ، تور ، بغاوت، شخصيت وژني ، سپين سترګي ، په قران او سنتو او په خپل لاس جوړ کړيو قوانينو لوبي مو بس دي توبه وباسي . که اصلاح کيدل مو په نصيب نه و ي دا ابو لهب څا ټولو کاذبينو ته غواړو ! يا الله ته بښنه راته وکړه که چيري مو د نيکو ، صادقو، په دين مينو سره تيري او تيروتنه کړى وي . يا الله دا ملت نور د هر چا په لاس مه ذليلوي، يا الله د ښې لاره ټولو ته هدايت وکړى . امين