ټرمپ سپين پوستو ته په نورو لوړتيا ورکوي

ټرمپ سپين پوستو ته په نورو لوړتيا ورکوي
ډاکتر نېک محمد ويال

د يوا لېتوېنYoav Litvin په نوم يو اسرائيل الاصله امريکايي ډاکتر په دې باور دی چې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په امريکا او نړۍ کې د نورو نژادنو سره په توپير سپين پوستي نژاد او رنګ ته لوړتيا او امتياز ورکونه ته هڅې کوي.

څه وخت وړاندې ولسمشر ټرمپ يو لايحه لاسليک کړه چې له لارې د متحدو ايالتو په دولتي پوهنتونو کې د رنګ او نژاد پر بنسټ توپير جدي منع بلل شوی دی که څه هم دغه لايحه په څرګنده د هر ډول نژادي توپير غندي خو اصلي موخه يې په امريکا کې د يهودو ضد يا Anti- semitism فکر سره مبارزه کول دي.

ليکوال ليکلي چې د ټرمپ دا ډول پرېکړه دا په ګوته کوي چې نوموړی د نژادي توپيري ترڅنګ مذهبي توپيرونه هم رامنځ ته کوي. يوا لېتوېن په خپله لېکنه د اسرائيلي او سپين نژاد ترڅنګ په دې هم نيوکه کوي چې ولسمشر ټرمپ د دغه لايحې څو ورځې وړاندې په يوې وينا کې اسرائيل د پيسو خلک بللي او خپل هېواد سره يې د بې وفا خطاب ورته کړی دی. يوا لېتوېن د ولسمشر ټرمپ دا ډول څرګندونې او کړنې د هغه چارو يو بېلګه يادوي چې ټرمپ يې په عجيب او غريب ډول سره د نړيوالو او متحدو ايالتو کورنيو مسايلو په اړه تر سره کوي.

يوا لېتوېن په اند له يادې لايحه د ټرمپ موخه دا ده چې په مذهبي ډول په متحدو ايالتو او په ځانګړي په ښوونيزو مرکزونو کې د فلسطيني ولس د ازادۍ او حقوقو د شته حرکتونو مخه ونېسی.

د يادونې ده چې ټرمپ واک ته په رسېدو سره د اسرائيلي حکومت سره اړيکې نېږدې کړې او د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژنده يې هغه هڅه وه چې د نړۍ د مسلمانانو غوسه يې راپورته کړه.