شکلی دجانان زموږ
مشرمحمودجان زموږ
بهاندشنه سيندونه دی
هرخوا اتڼونه دی
دادزړګی توان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
دادميړنو وطن
دادتوريالووطن
دادزړه ارمان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
کوردعظمتونودی
کان دسرو لعلونه دی
دادين وايمان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
غرونو کی زمريان لری
پياوړی بچيان لری
فخرپه جهان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
ستوری په اسمان لرو
ګل دارغوان لرو
دانوم ونشان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
مينه ورورګلوی غواړو
خپلوکی دوستی غواړو
کوردلوی افغان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
پريږدی ځان ځانی وروڼو
دبل غلامی وروڼو
داجنت نشان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
جاله دبازانويې
شمله دغازيانويې
دننګوپيمان زموږ
مشرمحمودخان زموږ
پورته بيرغونه کی
لوړی تاريخونه کی
داپشتونستان زموږ
مشرمخمودخان زموږ
منان الکوزی کوټه
وروستي