خوږې سـتر گې دنيــگار

په هــــــرگل كــــې مـــــخ ديـــــــارلټوم زه****ســـتړى ســــتړى گلـرخســــــــــار لټوم زه
خپل گرېوان به كړم گلگون په وينو سرو ****دگلا ب لـــــــــــــه څنـــــگه  خــــارلټوم زه
پسې شــــــا خوشغــــــالان داړې تودې كا ****خودامخامــــــــــــــــــــخ شــــــكار لټوم زه
درقيــــــب او دغمـــــــــــــاز دلاس ازادوي****اوس خو خپل ســــــر پاس په دار لټوم زه
دزړگي بڼ له كارغانو څخه ســـــــــــاتــــم****ورته ښـــــــــــه ښــــــكلى ماليــار لټوم زه
چې مې جان اوجانان دواړه پرې خوښيږي****خـــدايــــــــــــــــــه داډول گلــــزار لټوم زه
په ښــــــكاره دسپينې خولې خوراك مزه كا****ځكـــــــــه خوند اخلـــــــم ديــــدار لټوم زه
ملا وليــــــــــــدم دظلفو په ځنــــــــــگل كې****وېل تور تم دى مال ســــــــــــــهارلټوم زه
ماوېل ته څنــــگه لــوڅ پوڅ دلتــه تاوېږې****وېل حال مـــه وايــــــــــه شـــلوارلټوم زه
له شيخــــانو څخه تور زړه دخوشــــــال ؤ****ځكه هــــــــــــــم دمغــــــــــــان لارلټوم زه
له رحمان څخه ملنگ له خوشـال مست يم****په گلــــــــــــــرخ كې كـــــــــــردگارلټوم زه
دابســــــمل زړگـــي يې تل له مانه غواړي ****خوږې ســــــــــتر گې دنيــــــــگارلټوم زه