اوږده جګړه

اېمل افغان
څرګنده خبره ده په افغانستان کې روانه جګړه به افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو ته که دا حال او دا کاواکه اداره وي ډېر ژر د ویتنام په یوې بلې جګړې بدله شي. هغه په دې مانا،چې افغان حکومت او ترڅنګ یې نړېوال ځواکونه په دا لس کلنه دوره کې په افغانستان کې په دې بریالي نه شول، چې څنګه یې دغه روان بحران ته د پای ټکی ایښی وایې. او له خپلو مخالفو ډلو سره د خبرو یو جوړ جاړي ته ورباندې رسېدلي وایې. خو ولې په دغه اداره کې هغه ډلې ښکېل دي، چې د تل لپاره یې خپلې ګټې په نظر کې نیولې دي او ترڅنګ یې بیا هغو کسانو د حکومت په لوړو چوکیو خېټه اچولې، چې نه یې خپله په کارولو پوه
ېږي او نه یې چاته په دا لس کلنه دوره کې وخت ورکړو،چې دغې خونړې جګړې ته یې نور د پای ټکی ایښی وای. موږ په هېواد کې ډېر د اهل ، په کارپو او په وطن مین کسان لرو، خو ولې هغوی نن ورځ د افغانستان له دې ناوړه سیاست نه لرې وساتل شول که چېرته هغوی ته وخت ورکړل شوی وایې او په حکومت کې یې کار کړی وایې نو نن ورځ به د مظلومو افغانانو دا حال نه وو.چې اوس ورنه د دغې جګړې د اداره کولو د حل لاره ورکه ده.
له بلې خوانه چې موږ ګورو د ولسمشر کرزي صیب په اداره کې اداري فساد هم خپل ځان اخري سرحد ته ورسولو او هر چارواکي ته د دې چانس په لاس ورغی، چې په دغه اداره کې څنګه ځان مطرح اوخپله خېټه ډکه کړي او ترڅنګ حکومت هم په دې غوږ ونه ګرولو، چې د خپل کارمند د کار او د هغه له غلا کولو او د نورو کارونو په اړه ، چې دغه چارواکي ته سپارل شوي دي جدي پوښتنه یې ترې کړې وایې او هر جنایتکاره او هر غل یې په دار زړولې وایې ، چې سبا بیا د نورو غلو او جنایتکارانو لپاره د عبرت یوه لاره ګرځیدلې وایې دا چې موږ یې ګورو حکومت هرغل او جنایتکاره رسوا کوي او د نیولو په اړه یې کوم جدي اقدام صورت نه نیسي ،چې له یوې خوانه د حکومت او خلکو ترمنځ هم په دې ناوړه کار سره فاصله پیدا کېږي او له بلې خوانه حکومت هم د ملت باور ورځ په ورځ له لاسه ورکوي.
دا چې د یو څوتنو په خپلې خوښې جوړه شوې اداره کې هېوادوال لاس ترزنې ناست دي خپلې شپې او ورځې سبا کوي، چې نن به ولسمشر کرزی امن راولي او سبا به جنایتکاران له لوړو چوکیو را غورځوي خو ولې په دې اړه هېڅ کوم مثبت ګام په دا لس کلنه دوره کې وانه خیستل شو اونه به که دا حال وي واخیستل شي او ملت به همداسې د اور په لمبو کې سوزي.
له دې نه وروسته به دا یوه ډېره لرې خبره وي، چې په افغانستان کې به یوه په کارپو او ملت ته د منلو وړ اداره جوړېږي، ځکه موږ چې دا حالات او هېوادوال ګورو د تل لپاره د دوي په حق باندې سترګې پټې شوي، چې ښکاره بېلګې یې د ټولټاکنو پروسه وه چې تر نن ورځې پورې د دغو دوه دورو په ټاکنو کې چې یوه یې د جمهوري ریاست لپاره وه اوبله د ولسي جرګې ده، چې ټوله ورځ هېوادوال د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره چېغې وهي او څوک یې غږ نه اوري او نه هم زموږ لوړ پوړو چارواکو په دغه مسله باندې غوږ و ګرولو چې دا یو ملي پروسه وه نور به نو څه هیله له دې حکومت نه څوک وکړي؟