پاني پت فلم نندارې ته وړاندې شو

روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، د 'پاني پت' په نامه د هند د بالیووډ سینما هغه فلم چې په ټوله نړۍ کې د هندیانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان هم ورته سترګې پر لار وو، د دسمبر پر شپږمه نېټه نندارې ته وړاندې شو.‌ دا فلم د پانې پت د دریمې جګړې پر کیسه راڅرخي، چې د ۱۷۶۱ کال په جنورۍ کې د هند مرهټه واکمنۍ او د افغان ټولواک احمد شاه ابدالي‌ ترمنځ، له ډیلي نه کابو سل کیلومتره شمال خوا ته د پاني پت پر میدان شوې وه.‌ څه موده وړاندې کله چې د فلم "ټرېلر" خپور شو او په اړه یې خبرې پیل شوې، نو له ځینو افغانانو سره دا اندېښنه پیدا شوه چې ګواکې د فلم جوړوونکو به تاریخي حقایق له پامه غورځولي وي‌ او د احمد شاه بابا شخصیت او تاریخي رول ته ښایي په فلم کې سپکاوی شوی وي.‌ دا اندېښنې ځکه پر ځای وې چې په هندۍ سینما کې تر دې وړاندې هم ځینو فلمونو کې تاریخي پېښې په ناسمه بڼه ښودل شوې دي‌ او د ځینو پېژندل شویو تاریخي څېرو کردارونه او کړنې له حقیقته لېرې ښودل شوي.‌ فلم له عمومي سیناریو نه هم داسې ښکاري چې ګواکې احمد شاه ابدالي یوازې د ډیلي تخت په ارمان دې جګړې ته ور دانګلي وو. تاریخي حوالې په دې جګړه کې د احمد شاه ابدالي د پوځ لخوا د لوټمار یادونه کوي او مني چې دی له ډيلي نه تش لاس کندهار ته نه و ستون شوی. خو په همدې حال کې تاریخ پوهان دا هم وایي چې پر هند د احمد شاه ابدالي د بریدونو پر مهال داسې لوټمار نه و شوی لکه د نادر افشار د یرغل پر مهال چې وشو. هغه ته د نجیب الدوله په ګډون ځینو هند مېشتو سردارانو د جګړې لګښت ورکړی و، ځکه د مرستې غوښتنې پرمهال یې افغان ټولواک ته د لګښت پرې کولو ژمنه کړې وه.‌ خو په فلم کې ځینو نورو هغو لاملونو ته اشاره نه ده شوې چې له کبله یې افغان ټولواک اړ شو چې له کندهاره تر ډیلي لښکرې وباسي. د بېلګې په توګه د احمد شاه بابا د دې پرېکړې تر شا یو لامل دا هم و چې په پنجاب کې سېکانو بغاوتونه پیل کړي وو او بیا بیا یې د افغانانو واکمنۍ او سیمو ته ګواښ پېښاوه. په خپله مرهټه پوځ هم یوازې دفاعي دریځ نه درلود، بلکې د دوی مشرانو په خپلو لیکونو او یادښتونو کې دا ارمان څرګند کړی و چې یوه ورځ به یې واکمني ان تر کندهاره وغځېږي.