
د نړۍ معتبرو وېب پاڼو ته لنډه کتنه
ډاکټر نېک محمد ويال
ګارډين:
سختې وچکالۍ د زيمبابوې Victoria ابشار اوبه وچې کړې. وېکتوريا ابشار د کالونو پخوانی ابشار وو چې د نړۍ د ګرځندويه توجه يې جلب کړې وه. په زيمبابوې کې د اقليم بدلون د هوا د تودخي سبب شوی چې په پايله کې يې د سليزو پخواني ابشار اوبه هم وچې شوې دي.
ال- عربيه:
فېسبوک ادارې د ايران د ستر روحاني مشر ايت الله علي خامنه اي فېسوک پاڼه تړلې ده. د ايران تسنيم خبري آژانس ليکلي دي چې د خامنه اي فېسوک پاڼه پرون جمعه د فېسبوک ادارې له خوا له منځه تللې ده. له دې وړاندې هم فېسبوک، ټوېټر او انستاګرام د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي پر ټولنيزو پاڼو بنديزونه زيات کړي وو. د نوموړي فېسبوک پاڼې تر سل زره کتونکي درلودل.
اسوشيېټد پرېس:
تېرو دوه کالونو کې ۶۲۹ پاکستانۍ نجونې پر چينايانو خرڅې شوې دي. اسوشيېټد پرېس خبري آژانس ليکلي دي چې دغه نجونې لومړی واده شوې خو چين ته په رسېدو د انساني قاچاق کوونکو له خوا غېر مشروع جنسي اړيکو ته اړ شوې وې. د پاکستاني نجونو د قاچاق مساله تېر کال هغه وخت رسنيزه شوه چې یو شمېر نجونو په نوم چينايي خاوندانو طلاق واخېست او بېرته پاکستان ته راغلې.
الجزيرا:
بغداد کې د لاريون پر مهال د درېيو پوليسو په ګدون ۱۹ کسان وژل شوي دي. دولتي سرچينې وايي چې پېښه تېره ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې د لاريون دننه يو شمېر کسانو ډزې وکړې او تر ۷۰ کسان په چاړو ټپيان کړل. عراق کې د حکومت ضد لاريونونه له تېرو دوه مياشتو پيل شوې دي چې په پايله کې يې لومړی وزير استعفا ته اړ کړ.
جيو نيوز:
دغه پاکستاني وېب پاڼې ليکلي دي چې د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ سره په يوې ټيلفوني اړيکې د فلورېډيا ايالت په يوې بحرې اډې کې د تېرې ورځې پېښه غندلې او خواشيني يې پرې څرګنده کړې ده. ويل کيږي چې ياد بريد يو سعودي وګړي کړی چې يو کس په کې وژل شوی او اته نور يې ټپيان کړي دي. پاچا سلمان بن عبدالعزيز ټرمپ ته ويلي دي چې دا ډول کړنې د سعودي عربستان رسمي دريځ نه په ګوته کوي او دوی حکومت پرې خواشينی شوی دی.
نيويارک ټايمز:
هند کې پوليسو څلور جنسي تيري کوونکي په ډزو ووژل. نيويارک ټايمز له هنده په يو خبر کې ليکلي دي چې پوليسو په حيدر اباد ايالت کې هغه څلور جنسي تيري کوونکي وژل دي چې پر يوې هندۍ جينۍ يې لومړۍ جنسي تيری وکړ او وروسته يې ووژله. پوليسو د تيري کوونکو د نېونې هڅه کوله، خو دوی د پوليسو د وسلو د نېونې کوښښ وکړ چې په پايله کې ووژل شول.
ټايمز اف انډيا:
د سلواکي هېواد په پرېسو ايالت کې د يو اپارتمان دننه د ګاز ډبې په چاودنه کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. د چاودنې په پايله کې په لسګونه کسان ټپيان شوي او همدا ډول اپارتمان اور اخېستی دی.
فرانس پرېس آژانس:
دغه فرانسوۍ رسنۍ د سپينې ماڼۍ هغه راپور راخېستی دی چې ولسمشر ټرمپ د ولسي جرګې له خوا د ده ورغوښتل بې بنسټه بللې دي. د سپينې ماڼۍ وکيل فرانس پرېس ته ويلي دي چې د جوبايډن د زوی قيضه په اړه بايد نور وخت ضايع نه شي او د ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنې او سپيناوی بې اساسه غوښتنه ده.
واشنګټن پوسټ:
د ټرمپ او کېم جونګ تازه شخړه: د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ يو ځل بيا د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون ته د راکېټ من کلمه کارولې ده. د ټرمپ دغه لقب د شمال کوريا غوسه راپورته کړي ده او ولسمشر ټرمپ ته يې د Senile يا د فزيکي او دماغي سېسټم خوړلي بوډا ويلي دي. متحد ايالت او شمالي کوريا د اټومي وسلو پر سره وران دي، چې مشرانو په ټوېټر يو او بل ته توندې کلمې کاروي.