آلمان تر ټولو ښکلې غوا مړه شوه

روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د آلمان تر ټولو ښايسته غوا مړه شوه. هغې د غواګانو د ښکلا په سيالۍ کي څو جايزې گټلي وې. د هغې د خاوند په خبره دا ډول غوا سړي يوازي يوځل په ژوند کي ليدلای شي.
 
آلمان د تر ټولو ښکلي غوا خاوند هينريک ويله د جمعې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه غوا چي تور او سپين ښايسه رنګ يي درلود، د دسمبر مياشتي پر دريمه نيټه د ۱۳ کلونو په عمر مړه شوې ده.
 

د هغه په خبره دا به سخته وي چي د هغې د آرام او ځانګړي کرکتر خصوصيات په يوې جملې کي بيان کړو. د نيدرزاکسن ايالت دغه مالدار زياته کړې ده چي که هغې ته په لنډ ډول د «Once in a Lifetime» (په ژوند کي يوواروار) لقب ورکړل شي، نو دا به تر ټولو ښه خبره وي. دا ډول غوا سړي په ژوند کي يو ځل ليدلای شي.
 
د په اصطلاح ليدي گاگا غوا، د ستيژ پر سر تگ ډير خوښاوه او غوښتل يي تل د پاملرني وړ وگرځي. هغې له ۲۰۱۳ کال راهيسي په پرله پسې ډول نندارې گټلي دي.