ژونده مرګي ته نور په غاړه ورځم
عهد پوره کومه تر دلداره ورځم
په فاني ژوند هیڅکله نه مړېږم
مرګيه ستا تر تود بازاره ورځم
سپوږمۍ رڼا کړه ماته لار وښيه
د سپینو ستورو تر قطاره ورځم
شفقه تا ماتي کړې توري تیاري
د سباوون تر سپین سهاره ورځم
آفتاب مهتاب ورته له عشقه ژاړي
تر لوی خالق او ستر باداره ورځم
که مي په برخه ربه ستا رضا سوه
ستا وه جنت ته به سینګاره ورځم
ایمانه ټینګ مي محاصره کړه نفس
چي خپل خالق ته توبه ګاره ورځم
یوازي زما نه د هرڅه څښتن دی
زه د زړګي تر ستر واکداره ورځم
زما بغاوت نه الله ښه خبر دی
زه يې دربار ته شرمساره ورځم
که مي په رحم کرم ونه بخښي
هلته به ټیټ سر ګنهګاره ورځم
د زړګي څړېکي به وروړم هلته
ذکي د یار تر شنه مزاره ورځم
نسیمه وایه زما سلام پر حبیب
د مدینې تر پاک دیاره ورځم
جانان که ومنی وړاندیز د دیدار
زه يې دیدن ته په تلواره ورځم
نفرته نور مي درنه کډه وکړه
د محبت تر ښکلي ښاره ورځم
خزانه دا ځل مي ونه رژوې
یمه مېلمه زه تر بهاره ورځم
ژوندونه تا چي کله تېر ایستمه
د مرګ په غېږ به پُرخماره ورځم
د زړه پر سر مي د یار نوم لیکلی
درخواستي تل به زه ناچاره ورځم
فراقه مه سوځه نور ما په لمبو
ذکي وصال ته په دا لاره ورځم
وروستي