جاپانيانو ته به څه ځواب وايو؟ تتسو ناکامورا مو ورته ووژلو!

جاپانيانو ته به څه ځواب وايي؟ تتسو ناکامورا مو ورته ووژلو
ډاکتر نېک محمد ويال

نن ورځ ننګرهار کې ناپېژنده وسله والو د جاپان هېواد وګړی او د افغانستان افتخاري تابيعت لرونکی تتسو ناکامورا په ډزو غلبيل کړ، دی لومړی ټپي او وروسته يې د ننګرهار په هوايي ډګر کې ساه ورکړه. تتسو ناکامورا ۷۳ کاله عمر درلود، په ۲۰۰۸ز کال کې افغانستان ته راغلی وو.

ناکامورا په انګلستان هېواد کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وې. يه اتيايمه لسيزه کې دی پاکستان ته لاړ او هلته يې د پيس ناروغۍ پر وړاندې مبارزه او د ناروغانو درملنه کوله.

جاپانی خير رسونکی ناکامورا په ۲۰۰۸ز کال کې افغانستان ته راغی. د هېواد ختيځ ولايت کې په يوې کليوالې سيمې کې د پيس ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ او افغان جګړې ځپلي ولس ته يې چوپړ کړ. نوموړی د PMS موسېسې مشر وو او ذغې موسېسې لس کلينکونه پرانېستل چې د ناروغانو درملنه يې پيل کړه.

ناکامورا افغان جګړه ځپلي ولس او په ځانګړي ډول يې د ننګرهار ولس ته د ژرو څاګانو، روغتيا، کرني او د وچو دښتو د زرغونتيا په برخو نه ستړې کېدونکې هلې - ځلې کولې. ننګرهاريانو ده ته له مينې کاکا مراد ويل.

ننګرهار او کونړ کې ډېرۍ داسې ځمکې شته دي چې د ناکامورا نښې - نښانې په کې ښکاري. نوموړی ډاکتر له بزګرانو سره برزګر وو؛ د خپل فکر، عمل، مينې، هنر، افغان دوستۍ، خوارۍ او وړتيا پر اساس يې وچ ډګونه زرغونې کرنيزې دښتې کړې.

طالبان يې هم مسووليت نه مني او له غېر دولتي موسېسو سره د ښو اړيکو وايي. ناکامورا چا ووژلو؟ ناکامورا مونږ ووژلو، ځکه دی په افغان کې خاوره کې ووژلو شو. مونږ د ناکامورا مېلماپالنه ونه کړه، مونږ ناکامورا د افغان جوړونې په ارمان ووژلو.

دا رېښتيا ده، چې افغانان د سر دښمن هم په خپل کور کې نه وژني، بيا خو هغه څوګ چې د افغان پر پرهر ملهم ږدي، افغان ته يې وينه سپيڅلې کيږي او خپله وينه يې ګڼي. خو دا بايد ومنو چې پرديږي دښمن په خپل کور کيږي راڅخه ناکامورا ووژلو. جاپانيانو ته به څه وايو؛ ناکامورا مو په دې جرم افغانستان کې ووژلو شو چې سپره ډګونه يې سمسورولو!