دافغانستان د كركټ د ملى ټيم د اتلولى په وياړ د خواخوږى ادبي او كلتوري ټولني د مبارکي پيغام

نيټه: ١٤-٩-١٣٨٩ / ٥-١٢-٢٠١٠
د خواخوږى ادبي او كلتوري ټولنه په دي وياړي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلي د متحده عربو امارات د دبي په ښار کې بي ساري بري لاس ته راوړ چې په نتيجه کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لويو وچو د جام يا انټرکانټيننټل د سيالۍ اتل او د افغان غيور ملت شمله ېي يو ځل بيا لوړه کړه.
له همدې امله د خواخوږی ادبي او كلتوري ټولنې ټول غړي ددغه برياپه مناسبت ټول هېوادوالو ته مباركي وايي او له اړوندو چارواكيو څخه غوښتنه كوي، چې ددغې لوبډلې په پياوړتيا كې پريمانه هڅې وكړي او د ملي لوبډلي ځوانان وستايي، چې په راتلونكي نړيوال ډګر کې لا ډېر ي برياوې ترلاسه كړي.
د هېواد د کرکټ ملي اتلي لوبډلي د لا سر لوړۍ په هيله
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر