
روهي(نۍ/۹ د لیندۍ)، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا، تازه ویلي دي چې د ٢٠١٧ کال دمخه په افغانستان کې د بریتانیا د پوځ له لورې د محلي وگړو د وژنې ٥٢ دوسیېو په اړه شواهد شته، خو ددې دوسیو په اړه پلټنې پرته له دې چې څوک په رسمي توگه تورن کړای شي، پای ته رسیدلي دي.
همداشان میرمن زخارووا د یو ماین د خنثی کولو پر وخت د "نیوزیلند د قواو د بې پروایی" په نتیجه کې د اوه ماشومانو د وژل کیدو او د اوه تنو نورو د ټپي کیدو د نا تائید شویو رپوټونو یادونه کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې په کابل کې د روسیې سفارت خپره کړې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله ویل شوي: "مونږ په افغانستان کې د ملکي وگړو پر ضد جنایتونه په کلکه غندو". په اعلامیه کې راغلي چې: "د بریتانیا او نیوزیلند له مقاماتو غواړو چې پلټنې بشپړې کړي او عاملان عدالت ته وړاندې کړي او د مدارکو له پټولو لاس واخلي".
میرمن زخارووا ټینگار کړی چې د عدالت له تامین پرته د نړیوال تروریزم ماتې مشکله ده. په افغانستان کې د بریتانیا او نیوزیلند د جنگي جرمونو د ادعاو د نه څیړلو په اړه د روسیې اندیښنه پداسې حال کې مطرح کېږي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل لس کلن (١٩٧٩ نه تر ١٩٨٩) پوځي "اشغال" په ترڅ کې په جنگي جرمونو تورن شوی و. خو تر اوسه په رسمي توگه ددغو ادعاو په هکله پلټنې ندي شوي.