
رفيع الله روشن
Roshan.rafi@yahoo.com
زه خووايم چې نوبه له ټاکنو او انتخاباتو له نوم څخه دخلکو زړه پورته کېږي ،هغه د چاخبره ټاکنې نه سمه د کشمير مسئله شوه ،خير زه هم يوځل بيا غواړم يوڅه باد کړم ،هغه دا چې له ډېرو ناندرو او لانجو وروسته د افغانستان نوي پارلمان ته بريالي کانديدان وروپېژندل شول، که څه هم دا نوى پارلمان دلوړو دولتي نهادو په ګډون ډېرو ادارواو خلکو ندى تائيد کړى، او نه ورته د تائيد وړ دى، ولې چې لا تراوسه پورې د معترضو او نا کامو نوماندانولخوا اعتراضونه او لايونونه دوام لري او ددوى له خوا د انتخاباتو مستقل کمېسيون اودشکاياتو داودرېدنې کمېسيون ته ګواښونه کېږي، چې که په
دې ټاکنو باندې له سره غور ونکړي ،او دوى ته خپل حقوق ورنکړل شي نو هېڅکله به هم دې پارلمان ته يومشروع پارلمان ونه وايي، او دا امکان هم شته دى چې کېداى شي دوى، د غور د نه کولو په صورت وسله وال پاڅون اودمخالفينو په ليکوکې به شامل شي، په همدې ترڅ کې بيا د افغانستان لويه څارنوالي هم د نوموړيو معترضينو او هغوخلکوله ويناووڅخه چې پارلمان دلغوه کولو غوښتنه کوي، ملاتړ کوي، او وايي چې نوي نوماندان يوه هم په قانوني بڼه ندي بريالي شوي او د انتخاباتو د کمېسيون لخوانه بايد وروسته له پوره دقت او بر رسۍ څخه هغه کانديدان چې په رښتيا هم ددې لياقت او وړتيايې لرله بر
ي ليکونه ورکړل شوي او خلکوته ورپې!
ژندل
شوي واى ،هغوى زياتوي چې که څه هم ،دوى د ټاکنو د لغوه کولو صلاحيت او حق نه لري خوبياهم هغه شکايتونه چې دوى ته رسېدلي دي دابه ټول د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي او نور چې بياهغوى هرڅه کوي، دهغوى کار دى.
په هرحال اوس چې هرڅه وو، وشول او اوبه اوس له ورخه تېرې شوي دي اوکه په تللو اوبوپسې بېل اخلواو دراګرځولوهڅه يې وکړو نو دابه ډېره مشکله وي، چې راويې ګرځوو ، نو راځي چې له همدې له ورخه تېروشويو اوبوسره مرسته وکړو او لاره ور ته صافه کړو ترڅو په سمه توګه او بغير له دې نه چې رانه ضايع شي نو ښه به داوي چې خپل ځاى ته يې ورسوو، اوکار ترې واخلو، مطلب دادى چې هغه نوماندان چې اوس په هر نوم او هر رنګ چې وي ، اودې پارلمان ته راغلل راځي چې له دوى سره ددوى په چارو کې همغاړي شو او ټول يوموټى اوپه اتفاق سره د هر توپان په مخ کې لکه دسپر پشان ودرېږو نو امکان شته چې دهغه
توپان چې زموږ اوستاسو په خوا راروان دى مخه ډب کړاى شو، اوپه خپله فايده يوه داسې پرېکړه وکړاى شو چې په راتلونکې کې مو هم دبريا لامل شي، نو دابه ښه وي، اوکه موږ له يوبل سره د تربور اودښمن په شان سلوک وکړو، دابه ښه نه وي او نه به رانه دهېچا سترګه وسوځي ولې هغو په دې پوهېږي چې موږ په خپلوکې په نفاق اخته يو نو هغوى به هسې يو ې اشارې ته ضرورت ولري نو کېداى شي چې په ډېره ساده توګه مو تارپه تار کړي ،لکه هغه چې وايي: د لمدې خټې لږې اوبه ضرورت وي.
نو راځئ چې دغه پنځه کلنه دوره په ورورۍ اواخووت کې تېره کړو نه په خپلمنځيو جګړو او وينه ويونه کې، راځئ چې دښمن ته اوسپنيز ګذار شو، راځئ دهېواد په بيا رغاونه فکر وکړو،راځئ چې ولس ته دخدمت په کولو فکر وکړ او راځئ چې ديوې روښانه راتلونکې په اړه دپلان په جوړولو فکروکړو او خپل هېواد،خلکو او خپل ځانته داسې خدمت وکړو چې واقعاً ټول منلى وي، او ديوه واحد هوسا اوپرمختللي افغانستان لرونکي شو.