
پاکستان د افغانستان په جنوب او ختيځ کې هغه ګاونډی دی چې د تېرو اویاوو کالو راهېسې د دې افغانانو سره د ځینو مسایېلو په وجه لاس او ګریوان دی او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې، چې په نتیجه کې یې ورځ تر بلې د افغانستان د ولس په منځ کې د دوی په مورد فقط نفرت او کرکه پاتې شوي دي او بس!
هر کله چې په افغانستان کې د ښي اړخو او کيڼ اړخو سیاستوالو خبره منځ ته راغله، نو ورسره د پاکستان د مداخلې لاس افغانستان ته را اوږد شو او هڅه یې وکړه تر څو په افغانستان کې د یو داسې حکومت سره نږدې پاتې شي، کوم چې دا حکومت د دوی سره ځینې دوطرفه سیاسي مشکل دومره جدي ونه نیسي، د افغانستان او پاکستان په یو بل کې مداخلې هڅې که څه هم له دې وړاندې آن په هغه وخت کې پيل وې، کله چې پاکستان را منځ ته شو او بیا چې کله پاکستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه ، افغانستان یې مخالفت وکړ او په وروسته کې دا خبره سره ګرمه شوه چې ګنې افغانستان او پاکستان په یو بل کې لاسوهنه کوي.
مخکې مو یادونه وکړه چې پاکستان په افغانستان کې هغه وخت خپل د لاسوهنې بهیر ګړندی کړ کله چې په په افغانستان کې د ښي اړخو او کيڼ اړخو د ډلو د را منځ ته کیدو خبره مطرح شوه، ښي اړخي په افغانستان کې اکثریت اسلامي ګوندونه او کيڼ اړخي بیا په افغانستان کې د کمونېزم د فکر واله خلک ( خلق دیموکراتیک، شغله جاوېد او مجاهدین خلق) ګوندونه او ډلې وو، کوم چې دوی په خپلو منځو هم زیات مشکل سره لرل، خو فکري لوری سره یو و.
کله چې د افغانستان د شاهي نظام له خوا دغه ښي او کين اړخونه د سیاسي تشنجاتو په اساس وځپل شول، نو ښي اړخي او اسلامپال افراد د پاکستان د ځینو اسلامي تنظیمونو سره د اړیکو په وجه پاکستان ته وتښتیدل او بیا تر هغه چې په افغانستان کې د کيڼ اړخو ډلو او په خاص طورد خلق دیموکراتیک له خوا د ثور اومې کرغېړنه کودتا پلي شوه، نو دغو خلکو په پاکستان کې خپلې ډلې او ګوندونه تشکیل کړل او په افغانستان کې یې د خلق دیموکراتیک ګوند د حاکمیت په خلاف جګړه پیل کړه او پاکستان هم له دغه فرست څخه ګټه پورته کړه، د دغو ډلو سره یې روابط جوړ کړل، پاکستان په دې سره دوه اهدافه تر تعقیب لاندې ونېول، یو دا چې افغاني اسلامپالي که د پاکستان په همکارۍ قدرت تر لاسه کوي نو یو خو په د ډیورنډ په کرښه کې نظر نورو حکومتونو ته دومره سخت نه وي او دویم همدغه اسلامي ګوندونه د هند سره د کشمير په سر ممکن پاکستان ته ترجيح ورکړي چې دا دواړه مقصدونه پاکستان لپاره په زړه پورې وو.
کله چې افغانستان د شوروي اتحاد پوځیانو له خوا اشغال شو، نو ورسره په افغانستان کې جګړه لا توده شوه، په دې سره په پاکستان کې د مېشتو اسلامي ډلو سره نه یوازې د پاکستان همکاري زیاته شوه، بلکې امریکا او سعوي عربستان هم د نوموړو ډلو د وسلوال کولو او هم د هغوی سره د هر ډول مادي او معنوي مرستو لپاره را ودانګل، د عربانو او غربیانو بې سارې مرستې ډېر زر د پاکستان هېواد ته را ورسيدې، چې په دې سره نه یوازې افغان مجاهدینو ډېره ګټه وکړه، بلکې ددې مرستو یوه برخه خپله د پاکستان پوځ او حکومت ته هم ورسیده، چې په دې سره پاکستان په راتلونکې کې ډېر پرمختګونه تر لاسه کړل.
پاکستان وايي چې هند د پاکستان عنعنوي دښمن دی، ایران هم د پاکستان سره په زړه پورې اړیکې نه لري، که چېرته په افغانستان کې یو داسې حکومت را منځ ته کیږي چې د پاکستان په نسبت هندوستان ته ترجيح ورکوي، نو دا د پاکستان لپاره یو ستر خطر دی، په دې سره به پاکستان د دښمن تر محاصرې لاندې وي او پاکستان ته بیا د سا باسنې لوری هم نه وي.
پاکستان داسې یو فکر هم کوي چې د هند دا ډول حضور چې په اوس مهال کې یې په افغانستان کې لري، د دوی لپاره یو ګواښ ګڼل کيږي، ځکه پاکستان فکر کوي چې په افغانستان کې د هند له خوا دافغانستان په ځینو ښارونو کې چې پاکستان ته نږدې واقع دي د کونسلګریو جوړیدل د دوی لپاره یو خطر دی، داسې هم ویل کیږي چې هند د همدغو دیپلوماتیکو مرکزونو نه په استفادې د پاکستان په خاوره کې تخریبي فعالیتونه تر سره کوي، خو دا خبره د هند او هم د افغانستان له خوا رد شوې ده.
هند له پاکستان سره د کشمير په سر مشکل لري، پاکستان وايي، تر څو چې کشمير د پاکستان سره ونه تړل شي نو تر هغې د هند او پاکستان ستونزه نه شي حل کیدای، په اوس مهال کې د کشمير د دریو نه دوه د هند او پاتې یوه برخه د پاکستان د سلطې لاندې ده، دا چې د کشمير زیاتره اوسیدونکي مسلمانان دي نو په دې وجه اکثره کشميریان د پاکستان سره يو ځای کيدل غواړي، خو هند بیا کشمير د ځان یو نه جلاکیدنکې برخه بولي او وايي چې هيڅ کله به د کشمير څخه لاس په سر نه شي.
د پاکستان نظامي استخباراتي اداره آی اېس آي د تېرو د ېرشو کالو را هېسې په کشمير کې د ځینو کشميري اسلامي ډلو په واسطه د هند سره په جګړه ده او غواړي چې د همدغې لارې څخه په يو ډول نه یو ډول په هندوستان باندې فشار را وړي، خو هندوستان په ټول توان هڅه کوي تر څو د کشميریانو دا پاڅون وځپي.
هند د طالبانو د نظام په وخت کې د افغانستان سره ښه روابط نه درلودل او هند داسې انګیرله چې طالبان د کشمير مجاهدینو ملاتړ کوي او په دې وجه هندوستان ټول وخت د طالبانو د حکومت مخالفو ډلو ته پیسې او وسلې ورکولې، چې د هند او طالبانو تر منځ دا درز تر ننه همداسې پاتې دی، په اوس مهال کې چې طالبان د سیمې او نړۍ له مهمو قدرتونو سره اړیکې لري تر اوسه یې د هند سره د ښو او بدو غرض نه دی کړی، چې دا خپله د دوی تر منځ د اړیکو د خرابوالي دلیل دی.
خلاصه دا چې تر هغې پاکستان په افغانستان کې په قرار نه کیني، تر څو چې په دې هېواد کې یو داسې حکومت قایم شوی نه وي، چې د هند او پاکستان تر منځ د کشمير په مساله کې پاکستان ته اولیت ور نه کړي، بل دا چې دوی غواړي په افغانستان کې یو داسې حکومت وي، چې د امو څخه تر اټکه پورې په دې مابین کې د پاکستان ګټې خوندي شي او هم په ډیورند موضوع کې د پاکستان سره سخت زړی او جدي نه وي، که څه هم پاکستان په ټېر کې په دې نه دی تونیدلی چې په افغانستان کې یوه داسې ډله او یا خلک قدرت ورسوي چې ډیورنډ کرښه د یوې رسمي کرښې په توګه پرې ومني او دا هڅه یې د طالبانو د نظام په وخت د طالبانو د ستر مذهبي مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه کړې وه چې هغه د پاکستان دا غوښتنه په کلکه رد کړې وه.