په اسویلو دی کلی کورمه خبروه

سپینی اوښکی په ګریوان مه تو یوه
زخمی زخمی زړګی می نور مه زوروه
ددردونو په طوفان کی همت وکړه
په اسویلودی کلی کور مه خبروه
منم سرونه دځلمو په آمان نه دی
دغلیم ځانته پیغور مه جوړوه
باغونه ددی وطن اوبول غواړی
دبل په تمه شین سمسور مه وچوه
ظلم او زیاتی په وطن کی دی روان
خپل مو وژنی پکی نور مه توروه
یاسین زیه نصیحت کله اثر کړی
هسی دی پاڼی دکتاب مه ډکوه

کوهاټ  غلام بانډه