دا څرنګه زړه دی چې درد یږی نه
ویښ نه دی ویده دی چې خوږیږی نه
ښه یی وینی چه په وینو کی لمبیږی
د ملت په دغه حــا ل خبر یږی نــه
نه پوهیږم چې داکاڼی دی که بوټـی
په بی کوره بی اسروچې زوریږی نه
خدایــه داڅــرنــګه زړونــه شــوپیدا
بی احساسه په عزت چې پوهیږی نه
کونډی ګوری یتیمان یی دي په خواکی
سپین سر و پښتنو نــه شرمیږی نـــــه
همدا آزار دې بس دی بــی احساسه
بی درده ککری خو دی ډیریږی نــه
وروستي