
افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې سیاسي جریانونه او سیاسي احزاب تل د قدرت ترلاسه کولو لپاره د مختلفو لارو څخه په کار اخېستلو سره ځانونه یې قدرت ته رسولي او خپل سیاسي افکار یې د هېواد په اتباعو باندې پلي کړي او ددې ترڅنګ یې هڅې هاندونه کړي، چې عام خلک ددوی پالیسو او تګلارو ته غاړه کېږدي او خپل قوانین پرې په یو ډول نه یو ډول تطبیق کړي، نه یواځې چې عام او مخالف ډلې ددغې جریاناتو او پالیسو مخالفت کړې بلکې په عام قتلونو یې هم لاس پورې کړی.
افغانستان ولې د سیاسي افکارو قتل ګا دی؟
دا هغه سوال ده چې د ټولو افغانانو په ذهنونو کې ګرځي او باید ځواب ورکړل شي.
هېواد کې مو د تاریخ په اږدو کې یعنې د غازي امان الله خان په دوره کې ځېنې اصلاحات او د جریدو رامنځته کېدل د روڼ اندو غورځنګ د اصلاحاتو څخه ملاتړ او په هېواد کې اقتصادي، فرهنګي، سیاسي پرمختګ خلکو ته یو څه هیلې ورکړل خو د هېواد دوښمنانو پرې نه ښوده چې هېواد کې یو نوی سیاسي فکر پلي شي او افغانستان پر یو مډرن هېواد بدل شي.
د افغانستان اساسي قانون لسیزه یعنې علیحضرت ظاهر شاه په وروستیو لس کلونو کې سیاسي ګوندونو او ورځپانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شول، چې په دغه ګوندونو کې دیموکراتیک او غیرې دیموکراتیک ګوندونه شامل ول چې هر یو ګوند د خپل خاص فکر او سیاسي لیدلورې پالیسۍ درلودل او په داخل دې هېود کې سیاسي مبارزې کولې.
د خلق او پرچم، د جمعیت او حزب اسلامي او داسې نورو ګوندونو تر ننه د خپل فکر او لپاره مبارزه کوي آن د ټولو ګوندونو څخه په زرګونه د سیاسي فکرونو لارویان قتل، شکنجه شوي او دغه سلسله تر اوسه روانه ده.
د طالبانو نظام د ړنګېدو وروسته خلکو د بیان ازادۍ احساس پېدا کړل او سیاسي احزاب او سیاسي فکرونو د فعالیت کولو هېلې او غوټۍ یو ځل بیا وغړېدل، خو په دغه کلونو کې هم د تېر په څېر سلګونه پېژندل شوي شخصیتونه ووژل شول او نه پرېږدي چې یو شخص دې خپل افکار عامه خلکو ته ورسوي تر څو خلک د ښه او بد ترمنځ تفکیک وکړي او خپل سیاسي ډله او فکري لارویانو سره یو ځای د خپل هېلو ته ورسېږي، چې یو له هغه څخه د هېواد پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني، د هلمند خلکو استازی عبدالجبار قهرمان، د زابل د خلکو استازی عبیدالله بارکزی که څه هم دغه اشخاص د مختلفو فکرونو پلویان ول خو بیا هم هر یو د سیاسي فکر درلودونکي ول او غوشتل یې چې خپل فکرونه خلکو ته وروسي چې د هېواد دوښمنانو او ددوی د فکرونو او مبارزو د قاتلینو لخوا په قتل ورسېدل. او څو ورځې د مخه د طالبانو د سیاسي فکر پلوي، سیاسي څېره لیکوال مژده وحید چې تل یې په رسنیو کې د طالبانو د فکر پلوي کوله د بې رحمانه توګه ددې فکر د تل لپاره قتل شو.