په وينو سره سره بيرغونه په جانان له وروړم
دفرشتو په لاس په زير ی صمدخان له وروړم
دازارچاؤدی کړيدلی سرببر ليونی
دپشتونخوا دننګ ټپی ماه تابان له وروړم
دخوبه پاڅی ځونيمرګو ګران دمرګ په پوله
نن به دسروګلوګيډی وه قهرمان له وروړم
ملګروبياکی کهکشا داسرببرليونی
ځوانانو مستی ترانی به قدردان له وروړم
نن می پيېلی په هربيت کی دازادی ترانی
چی زخمی زړه ټکوره وی هغه خوبان له وروړم
زموږدويرشپيلی دماته ای دوخت مغله
نن به دسولی مستی نغمی کابل جان له وروړم
بيادشيرينی په سروشونډوچاپتر ی وهلی
نن به ميوندميوندټپی لعلومرجان له وروړم
دپشتونخواناری کی پورته زماياغی پشتنو
پاڼه پاڼه به تاريخ يارمحمدخان له وروړم
الکوزی دی سم قربان ای ګلورين لاليه
نن دزړه وينی په سوغات کی ارغوان له وروړم
منان الکوزی کوټه
وروستي