
دا یو واقعیت دی چې افغانستان د هند سره له تاریخه ښې او بدې اړیکې لري، هند په اوسنیو وختونو او په خاص طور له هغه وخته چې هند له انګلستانه ازادي تر لاسه کړه، د افغانستان له حکومتونو سره ښې او مناسبې اړیکې لري، خو که د هندوستان له خپلواکۍ هغه خوا ورتېر شو، نو لیدل کیږي چې هند د افغانستان سره ترینګلې او بدې اړیکې درلودلي دي، کله چې سلطان محمود غرنوي پر هندوستان وروخوت او په نتیجه کې یې د سومنات بت مات کړ، دا نو هغه وخت و، چې د هندوانو او افغانانو تر منځ د ترینګلتیا تر ټولو نهايي حد و، سلطان محمود غزنوي په وخت کې نه یوازې سومنات جګړه بلکې ټول ټال اوولس ځله پر هندوستان حملې او یرغلونه شوي دي، چې په پایله کې د دواړو هېوادونو په مایبن کې ستر ستر زیانونه پېښ شوي دي، خو د سلطان محمود غرنوي هدف یوازې په هندوستان کې د اسلام مقدس دين خپرول وو.
په وروسته وختو کې په هندوستان کې د نورو افغاني پاچاهانو حملې هغه څه دي، چې د هندوانو او افغانانو بدې او ناوړه اړیکې ښيي، لکه د سلطان شهاب الدین غوري حملې او یا د نور افغانانو بریدونه هغه څه وو، چې موږ یې د هند او افغانستان په ما بین کې د خرابو اړیکو په حیث د نمونې په طور یادولای شو.
افغانستان یو مسلمان هېواد دی او هندوستان بیا یو هندو دینه هېواد بلل کیږي، که څه هم نور دینونه لکه مسلمانان، سیکان، مسیحان او نور په دې هېواد کې هم شته خو بیا نظر نفوسو ته هند یو مشرک هندو هېواد دی، ځکه په اوس مهال کې د هند نفوس په سلو له دوواویاوو فېصدو زیات هندوان دي، دا هم یو حقیقت دی چې په هند کې په اوس مهال کې د اقلیتونو او په خاص طور د مسلمانانو روا حقوق د همدغو هندوانو له خوا تلف شوي دي، په ۱۹۹۲ م کال کې د بابري مسجد چې د د سني مسلمانانو د شپاړسمې پيړۍ یو جومات و، د هندوانو له خوا ورانېدل او بیا په اوسمهال کې د هند دولت د سترې محکمې له خوا دا پرېکړه چې په دغه ځای به د هندانو درمسال جوړیږي، په ښکاره د مسلمانانو په حق کې ظلم و.
په هر صورت که چېرته موږ د تاریخ پاڼو ته وګورو، دا را ته ښکاره کیږي، چې هند او افغانستان یو دبل سره په څه ډول خرابې اړیکې لرلي دي، اوس که موږ د افغانستان د معاصر دورې د بنسټ ایښودونکي لوی احمدشاه بابا جګړییرو داستانونو ته ورشو، نو ليدل کیږي، چې هند او افغانستان یو د بل سره څه ډول چلند کړی دی، احمدشاه بابا په ۱۷۶۱ کال کې د هند د مسلمانانو په غوښتنه د هند په لور ووت، چې تر څو دهغو هندوانو غوږونه ورتاو کړي، چې دوی په هند کې پر مسلمانانو باندې ظلمونه کوي، همدغه وجه وه، چې د پاني پت تاریخي جګړه واقع شوه او په نتيجه د هند مرهټه قومونه چې سخت قومي او ملتپال هندوان و، د احمدشاه بابا له خوا په سختۍ سره مات شول او په لسګونو زره هندوان په جګړه کې ووژل شول، دغه جګړه په تاریخ کې د پاني پت د جګړې په نوم مشهوره ده.
هند د تاریخ په اوږدو کې افغانان په خپله خاوره کې د تيرې ګرو او وژونکو په نوم یاد کړي، هر کله چې موږ د هند په تاریخ کې د سومنات او پاني پت جګړو په اړه لولو، نو حتما دا را ته واضحه کیږي، چې هندوانو په تېرو وختونو کې افغانان متجاوزین بلل، که څه هم د افغانانو جګړه د حق لپاره وه.
کله چې هندوستان په ۱۹۴۷ م کال کې د انګلستان څخه خپلواکي واخېسته، نو ورسره د پاکستان په نوم د مسلمانانو یو هېواد هم له هند څخه جدا او د انګلېس څخه د یو خپلواک هېواد په توګه را مخکې شو، کوم چې بیا یې تر منځ د کشمير تنزعه را منځ ته شوه، چې په اصل کې باید کشمير د پاکستان یوه برخه وای، خو ولې هند کشمير په مکمله توګه پاکستان ته پرېنښود او د پاکستان په دغه حق یې خېټه واچوله، په اوس مهال کې د کشمير په دریو کې په یوه برخه پاکستان او په پاتې دوو برخو هندوستان واکمني لري، پآکستان کشمير د ځان یوه برخه بولي او وايي چې مسلمان کشمير د پاکستان حق دی، خو هند وايي چې هيڅکله به له کشمير څخه لاس په سر نه شي.
که چېرته موږ تاریخ ته ځیر شو، نو وینو چې په تېر دور کې د افغانستان او هندوستان اړیکې د وخت او حالاتو تابع وې، خو اکثره وخت به له ستونزو او کړکیچونو ډکې وې، دا په دې مانا چې هندوان او افغانان به یو د بل سره په مشکلاتو کې وو، خو اوس پوښتنه دا ده، چې اوس مهال کې د هند او افغانستان اړیکې ولې سمې او بیخي دوستانه دي؟
د دغې پوښتنې یو ځواب به دا وي چې اوس د هند او افغانستان د مشکلاتو تر منځ یو ستر ديوال پاکستان پروت دی، کوم چې اوس هغه د خاورې او سیاست مشکل چې په خوا یې د هند سره درلودل، اوس یې د هغه پرځای د پاکستان سره لري، پاکستان په عموم کې د څلورو قومونو څخه جوړ شوی یو هېواد دی، چې په دې هېواد کې تر ټولو ستر قوم او یا برخه د پنجاب په نوم یاديږي، ورپسې سیندیان، پښتانه او بیا بلوچان دي، دغه هر قوم په واقعیت کې د پاکستان په فدرالي نظام کې یو ایالت دی، پښتانه په اصل کې د افغانستان دي او دا پښتانه په ۱۸۹۳ م کال کې د امیر عبدالرحمن خان او د انګلېس نماینده مارتیمر ډیورنډ تر منځ د یوې معاهدې په ترڅ کې په برتانوي هند پورې وتړل شول، خو ولې د نړیوالو اصولو او قوانېنو په رڼا کې دا د ډیورنډ کرښه کوم حقوقي ارزښت نه لري او نه هم افغانستان دغې ته تیار دی چې دغه خاوره چې افغانان ورته پښتونستان او په اوس مهال کې د پاکستان په تشکیل کې ورته خيبرپښتونخوا وايي، رسما پاکستان ته ورکړي، دا چې د هند او پاکستان په مابین کې کشمير او د افغانستان او پاکستان په مابین کې د پښتونستان دغه مسالې پرتې دي، نو ځکه د دوی په مابین کې دښمنۍ او همدارنګه له اوله تر اوسه تاو تریخوالی پاتی دی او همدغو مشکلاتو پاکستان له افغانستانه لرې کړی او هند سره پېوست کړی دی.
د پایلې په توګه ویلی شو چې که چېرته پښتونستان مساله د هند او افغانستان په منځ کې پرته وای، نو د هند او افغانستان مشکلات په همدومره وای، لکه نن چې د افغانستان او پاکستان په مابین کې ستونزې او کړکېچونه دي، بله دا چې په اوس مهال کې د هند ښې اړیکې له افغانستان سره تر ډېره حده صادقانه نه دي، خو دا چې هند او افغانستان د پاکستان سره د خاورې مشکل لري، نو ځکه یې د پاکستان په مقابل کې یو مشترک طرف نېولی دی، پاکستان فکر کوي که چېرته په افغانستان کې د هند سنګین وجود یقیني کیږي، نو دا د پاکستان لپاره یو ګواښ دی، پاکستان کیدای شي اوس په دې هم پوهيږي چې دوی که هر څومره هڅه وکړي، خو بیا هم داسې څوک په افغانستان کې نشته چې ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه ومني، ځکه دا مساله نه د کوم جمهوررییس کار دی او نه هم د کوم بل چا، بلکې دا موضوع تر ډېره په افغان ولس او ملت پورې ارتباط لري، دا چې پاکستان څومره په افغانستان کې د یو داسې حکومت چې د دوی سره په یو څه اعتدال کې خپل مشکلات حل کړي، غوښتونکی دی، یو حقیقت دی، خو زما په نظر په افغانستان کې سل فیصده د پاکستان د خوښې رژیم حاکم کیدل ناممکن دی، دا ځکه چې افغانستان هيڅ خارجي بادار نه دی منلی.