
د روان لمریزکال د قوس په ۸ مه نېټه چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون خوري ، د خوست ولایت لپاره د یونما نوي ټاکل شوي استازي لېنکولس خوست والي عبدالجبارنعیمي سره د مقام په دفترکې د پېژندګلوۍ او همدارنګه په خوست کې د نورو مهمو مسایلو پر سر لیده کاته ترسره کړل .
په لیدنه کې د خوست ولایت لپاره د یونمایوي ټاکل شوي استازي لېنکولس خوست والي عبدالجبارنعیمي ته په دې ولایت کې د ښې حکومتدارۍ او د بیارغونې په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ. همداشان لېنکولس خوست والي ته په خپلو خبرو کې وویل ، ما د خپل راتګ په سر کې په دې ولایت کې ستاسو له لوري د شویو حیرانوونکو پرمختګونو په اړه ځان خبر کړی ، چې له امله یې تاسو ، ستاسو د ټولې ولایتي ادارې او همدارنګه دخوست ولس ته یې مبارکي وایم . د ده په خبره واقعاً په دې کمه موده کې د دومره لویو کارونو سر ته رسول د لوړو کارونو څخه حسابیږي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي خوست ته د نوموړي د نوي راتګ له امله ښه راغلاست ووایه . والي نعیمي په دې ولایت کې د ښې حکومتدارۍ او د بیارغونې په برخه کې دیونما رول مهم او اړین وباله او له دوی یې د لازمو مرستو غوښتنه وکړه .تر څو په دې ولایت کې دښې حکومتدارۍ او بیارغونې پروسه ګړندۍ پرمخ ولاړه او په ترڅ کې یې لازم پرمختګ په وجود راشي .
همداشان خوست والي عبدالجبارنعیمي په همدې ورځ په خوست ولایت کې د امریکاد متحده ایالاتو د بیارغونې د ډلې له مسوولینو سره هم په دې ولایت کې د بیارغونې د ګړندیتوب په موخه ناسته وکړه .
په دې لیدنه کې دخوست ولایت د بیارغونې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې په ځينو مهمو پروژو خبرې اترې وشوې .او تر څنګ یې د ځينو پروژو د عملي کولو په باب لازم تصمیمونه ونیول شول .
همداراز په یاده لیدنه کې خوست والي ځينې داسې پروژې مطرح کړې ، چې د پلي کېدو په صورت کې به ددې ولایت په بیارغنیز ډګر کې د پام وړ مثبت بدلون راولي .
خوست والي نعیمي د بیارغونې د ډلې له مسوولینو څخه مننه وکړه ، چې په دې ولایت کې یې د بیارغونې په برخه کې مرستې اوکومکونه کړي ، خو له دوی یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه ، تر څو په دې ولایت کې له یوې خوا بیارغونه صورت ونیسي او له بله پلوه د خلکو لپاره د کارکولو زمینه برابره شي .والي نعیمي زیاته کړه ، چې په دې سره به په افغان دولت او د نړیوالو مرستندویه ټولنو باور پيدا او د دولت او ولس تر منځ به فاصلې له منځه ولاړې شي .
د یادونې وړ ده ، چې دپنځه کلن ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې د ۴۵ لویوبنسټيزو پروژو د رالېږدولو او پلي کولو په منظور پلازمېنه کابل ته ګډ پلاوی ، چې په کې د ولسي جرګې منتخب استازي ، د ولایتي شورا ، مدني ټولنو ، ملي سوداګرو استازي او همداشان د قومي مخورو مشرانو او دولایتي ادارې ځينو ریسانو پکې ګډون درلود.چې په ترڅ کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې له وزیرانو سره د لیدنو او کتنو په لړ کې یې ورسره د نوموړیو پروژو له جملې یې د ځينو مهمو پروژو کلکې ژمنې کړي ، ترڅو په دې ولایت کې پلي اوخوست مېشتي ترې لازمه ګټه پورت کړي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ :شپږم
نېټه :۸/لېندۍ /۱۳۸۹