
روهي(نۍ/۲۵ د لړم)، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، چې د دغې جرګې عمومي غونډې ته وینا کوله، طالبان 'بې ارادې او بد قوله' وبلل، چې پر وینا یې حتی د خپلو اولادونو د خوشې کولو صلاحیت نه لري. ښاغلي رحماني زیاته کړه: "طالبانو ښودلې، چې د سولې او جګړې په اړه د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري او حتی د خپلو اولادونو د خوشې کولو په اړه تصمیم نیول هم د دغې ډلې له صلاحیتونو څخه بهر دی او یا هم شاید استادان نور ژوندي نه وي". د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد وایي: "امریکايي لوری نه دی توانېدلی" چې دغه تبادله د افغانستان په کوم ځای کې تر سره کړي. د ذبیحالله مجاهد پر وینا، د بندیانو تبادله ځنډېدلې ده.