سوځېدلی باور
شاله چې نور،
کروندې ستونی دباران په څاڅکو نه لندوي
دکنګلونو پر مخ،
ستا پر وعدو دي سوځېدلي د فصلونو باور.
د سېوری دایره
په شنو وږمو لښکر د ورېځو لګولې ولکه
لمر هم ډارېږي او دغره له سره سر نه باسي
ځنګل ترور دی لټوي خپله دایره د سیوري
او دلمرونو څاڅکو څاڅکو پسې سا ورکوي.
وطنه
په هغه ورځ کې چې پېدایې کړی ته
حالت د خدای څنګه وو
درته یادېږي که نه؟
چې هره ورځ یې، د چا لښتو سره کنډ و کپر
او ماتوې تنده په اوښکو باندې.
وروستي