
انجینر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د وتلو جهادي او سیاسي شخصیتونو څخه دی، هغه د نن نه اویا کاله مخکې د افغانستان په کندز ولایت کې وزیږېد، لومړنۍ زده کړې یې هلته او پاتې ثانوي زده کړې یې په کابل کې وکړې، بیا د کابل پوهنتون په انجینری پوهنځي کې شامل شو، په همدغه وخت د سیاست میدان را ووت.
حکمتیار د اخوان المسلمین غړی شو، بیا د شاهي نظام استخباراتو له خوا ونیول شو، زندان ته لاړ، خو وروسته له زندانه خلاص او پاکستان ته وتښتېد.
د ثور د اووم انقلاب نه وروسته یې د حزب اسلامي ګوند جوړ کړ او د افغان حکومت او د شوروي د تیري ګرو لښکرو پر ضد وجنګید، د مجاهدینو له کامیابۍ وروسته په کورنیو جنګونو کې ښکېل شو، چې تر څو طالبان را پیدا شول، طالبان کابل ته را ورسیدل او حکمتیار سره د خپلو جهادي ملګرو شمال ته لاړ، خو هلته هم ډېر وخت پاتې نه شو چې تر څو د ایران مرکز تهران ته ورسېد، د ۲۰۰۱ کال پورې په ایران کې و، خو کله چې طالبان نسکور شول، نو په نوي حکومت کې ده ته بلنه ورنکړل شوه، چې وروسته بیا حکمتیار د دې حکومت خلاف جنګ اعلان کړ او په دې توګه له ایران څخه وباسل شو، د حکمتیار په اړه چا ته معلومات نه وو چې چېرته اوسیده، خو بعضو بعضو خلکو ویل چې هغه په پاکستان کې و او له هغه ځایه یې جنګ کاوه. والله اعلم
حکمتیار دا هیله لرله چې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې د افغان دولت سره روغه جوړه وکړي، خو دا چې د کرزي په وخت کې د حکومت مهم موقفونه د شمال اتحاد او جمعیت اسلامي په لاس کې وو، نو د هغوی د مخالفت له کبله دغې پروسې ته لاره هواره نه شوه او حکمتیار د حکومت په مخالفت کې پاتې شو.
کله چې په ۱۳۹۳ ه ش کال کې ډاکټر اشرف غني قدرت ته ورسید، نو د حکمتیار سره د حکومت د خبرو اړیکه جوړه شوه، حکمتیار ته د خبرو او روغې جوړې بلنه ورکړل شوه، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دې مساله کې د حکومت مهم کس و، چې دغه خبرې اترې یې تودې وساتلې.
حکمتیار ته د خبرو اترو په ترڅ کې ډېر څه ومنل شول ، په دې توګه حکمتیار د خپلو ډېرو غوښتنو نه تېر شو او هغه و، چې په ۱۳۹۵ کال د ثور په میاشت کې د افغان دولت سره یو ځای شو او کابل ته راغی.
د حکمتیار په را تګ سره حکومت ته ډېر روحي تقویت ورکړل شو، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په پوره اطمینان سره د هغو خلکو په مقابل کې چې وخت ناوخت یې د حکومت سره د قدرت په سر نندرۍ کولې، څرګندونې کولې.
حکمتیار هڅه وکړه، تر څو د حکومت سره په خپل ملاتړ سره حکومت د نورو قانون ماتوونکو په مقابل کې غښتلی وساتي، خو حکومت بیا د حکمتیار غوښتنو ته توجه ونه کړه او هغه توافق چې دوی سره لاسلیک کړی و، حکومت ورته ژمن پاتې نه شو، آن حکمتیار ته د زرګونو بندیانو پر ځای یو څو سوه بندیان هم خوشي نه شول، حکمتیار او د هغه حزب ته ډېر کم موارد هم ورنه کړل شول، دا چې ښاغلی حکمتیار ډېر مایوسه شو، نو ځکه د حکومت سره وران شو، داسې ویل کیږي چې ښاغلي حکمتیار ښاعلی اشرف غني د تېرو پنځو کالو جګړو د مرګ او ژوبلې ضامن بللی دی، اوسنی حکومت یې اسلامي نه دی ګڼلی او دا موجوده امنیتي زواقونه یې غیر ملي بللي او آن داسې یې ویلي چې دا سرتیري دیوه ملي احساس له مخې جنګ نه کوي.
حکمتیار چې کله د سولې له بهیر سره یو ځای شو دده هیله او امید دا و چې د ښاغلي غني په په ټاکنیز ټیم کې ورګډ شي، خو د امرالله صالح په را تلو سره ښاغلی حکمتیار دا فکر له سره وباسه او د یوه مستقل کاندید په توګه د ۱۳۹۸ه ش کال انتخاباتو لپاره را مخکې شو، حکمتیار اوسنی نظام نیمګړی او له مشکلاتو ډک وباله او د امریکا او طالبانو د سولې خبرې چې د قطر په مرکز دوحه کې روانې وې، ملاتړ وکړ، حکمتیار ګیله کوي چې حکومت له دوی سره دوکه کړې ده، حکومت د دوی د اسلامي حزب د ویشلو او تجزیه کولو هڅه هم کړې ده، چې په دې توګه د حزب اسلامي ارغندیوال او حزب اسلامي حکمتیار نومونه اخلي.
حکمتیار د وروستیو د انتخاباتي کامپاینونو پر مهال پر حکومت نور انتقادونه هم وکړل، دا حکومت یې د نورو ګوډاګی او د لاس اله وباله، ویل یې دا حکومت دجانکیري په مداخله جوړ شوی، دا حکومت یې یو سهامي شرکت بللی و، کوم چې قانونیت او مشروعیت یې د پوښتنې وړ دی، حکمتیار وایي ده د اوسني حکومت د تحکیم لپاره کار کړی، خو حکومت دده او دده د حزب حقوقو ته درناوی نه دی کړی.
نورمدین بلخېل