ژوندون څه دي ؟

ژوندون څه دي ،یوعذاب دی
ډک له ستونځولوی درياب دی
هرڅوک ښکيل په خپل مشکل کې
که بې وزله که نواب دی
ډکه دښته له پوښتنو
شک دی،ګمان ،لکه سراب دی
بس عبس لټون اوهڅه
دسوالونودځواب دی
چايې حل،تعبيرونه موند
عجيبه غوندې يوخواب دی
دنیستۍ دمزل پیل دی
خوځندموج مست دګرداب دی
تريخ بې خونده یوشوخن دی
دمرګي دخولې ثواب دی
بې مانافهرست ،سريزه
دفنادتورکتاب دی
ګډه وډه يوه معماده
بس بې پايه پيچ اوتاب دی
مخ،څيره يې رانه پټه
دنقاب شاته نقاب دی
زماخوخيال نه پرې رسيږي
رانه ورک دزين رکاب دی
دی پوهيږي ، ده ته پته
چاليکلی چې داباب دی
(منتظر) پدې قايل شوې
ښکاري چرت دې ډيرخراب دی