انس حقاني څوک ده؟

روهي(درې نۍ/۲۱ د لړم)، د انس حقاني خوشې کول او دوه نورو غړي د حقاني شبکې د ولسمشر اشرف غني په امر د خلکو له سختو غبرګونونه راپارولي او وایي چې د سلګونو او زرګونو هغو عامو خلکو او پوځیانو توی شوې ویني ته سپکاوی ده چې د حقاني شبکې له خوا وژل شوي دي. انس حقاني د سراج الدین حقاني له بنستګرو څخه و او د حقاني شبکې د مالي او معلوماتو برخې مسوول و .حاجي ملي خان د انس حقاني ماما او حافظ رشید هم د دې ډلې له مهمو کسانو څخه و. دا درې کسان پنځه کاله وړاندې د دې ملي امنیت لخوا په بهر کې ونیول شول او وروسته له درې محکمو څخه په اعدام محکوم شوي وو.