دزړه راز


 
څاڅکی ډیری شوی د سترګو په جامو کــــــی
وړیی نه شم ســمندر به ترینه جــــوړ شـــــی

دومــره دروند دمینـــی راز په ما راخـــــور شو
که یی وتلـــــمه غــر به ترینــــــه جـــــوړ شی

لږ څــــه پام په تورو ستـــــرګـــــو لـــــــره یاره
که نه ګــوره سکــــندر به ترینـه جوړ شــــــی

دزړه رازه کــــــــــه دی ووایمـــــــــــه چـــــاته!
د ســــهار ختلـــــی لمر به ترینه جوړ شــــــی

د یار یاده که په ما بانــــدی را پيـــښ شــــــې
د خوښـــــیو مازدیګر به ترینـــــــه جـــــوړ شی

ای زړګــــیه دیار غـــــم په زړه کــــــــی مړ کړه
که نه خدای چی ځناور به ترینــــــه جوړ شی

تورو شــــــپو د رڼآ راز په غیــــــــږکی پټ کړی
که نه هسی سپین سحر به ترینه جوړ شی
 
رڼا مومندی امریکا
\"\"