د خلکو ځینې استازي(!) په سکس پسې لالهانده دي!

په دې اونۍ کې تصادفاً یوه شپه، په داسې یو کور مېلمه شوم چې د افغانستان د ملي شوری څو استازو هم هلته تشریف درلود!

په مېلمستیا کې همدا حضرات اکثریت وو؛ ځکه نو نژدې ټولې خبرې همدوې کولې او بل چا تقریباً دا حق نه درلود چې د خلکو د استازو! په تاوده مجلس کې څه ووایي. دا نور خلک یوازي اورېدونکي وو او بس!

افغانستان ریاستي سیاسي نظام لري او ولسمشر د دولت رییس یا د واک او ځواک د دری ګونو قواوو (اجراییه، مقننه او قضاییه) مشر دي.

د افغانستان ملي شوری (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د قانون جوړولو تر ټولو لوړ اورګان دی چې د خلکو د ارادې استازیتوب کوي. دا شوری باید ډېر قوانین او نړیوال میثاقونه په خپل وخت تصویب کړي، کلنئ بودیجه منظور یا د سمون له پاره رد کړی او د حکومت یا اجراییه قوې په اجرااتو پام وساتي او حتی د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت واک لري.

خو دا درنې دندې هغه استازی په سمه توګه سر ته رسولی شي چې سواد ولري، زده کړه ولري، پوهه ولري؛ افغانستان، سیمه او نړۍ وپېژني، د تور او سپین په توپیر پوه شي، د خلکو د استازیتوب دنده سپېڅلي وبولي، ځان د خلکو خادم وګڼي او هېوادپاله وي!

په هغه شپه، د دې څو حضراتو خبرو په ډاګه وښوده چې پرله پسې څلوېښت کلنې جګړې، زموږ ګران هېواد په ټوله مانا د سقوط په درشل درولی او که چېرته د دې دردېدلی وطن بچیان، د ملي یووالي په سیوري کې د دولت د مشروعیت او د درې ګونو قواوو د پیاوړتیا له پاره زیار ونه باسي، کېدای شي چې موږ له خورا ناوړه پایلو سره مخامخ شو.

په هغه شپه دې ښاغلو مېلمنو نه د افغانستان په هکله څه وویل او نه د روانې څلوښت کلنې خونړۍ غمېږې په هکله، دوی نه د شوری د هغه خواشینوونکي حالت په هکله خبرې وکړې چې په اونیو- اونیو نصاب نه شي پوره کولای او نه یې د حکومت د اجرااتو د څار په هکله څه وویل او لنډه دا چې د دوی ټولې خبرې د بهرنیو سفرونو، زرهی لنډکروزر موټرو، باډیګاردانو، قراردادونو، پروژو، مقرریو او امتیازاتو په هکله وې!

دې استازو ویل چې هره اونۍ د ملي شوری د ولسي جرګې یا مشرانو جرګې یو پلاوی بهر ته روان وي. دوی وویل چې په دې ډول سفرونو کې، د استازو زده کړو، تخصص او ژبني مهارت ته نه کتل کېږي؛ بلکه بین الوکالتي عدالت په پام کې نیول کېږي چې هر استازی باید په نوبت بهر ته لاړ شي! هلته صمً بکمً کیني، په لږ او ډېر استثنی شراب وڅښي، نایت کلپونو ته لاړ شي او د دوی په ژبه (انجای) وکړي!

داسې ښکاري چې د شوری د دواړو خونو په اداري مشرتابه او رییسانو کې هم دومره اداري کفایت نشته چې له دې پلاوو څخه، چې په هر سفر یې په لسګونو زره ډالر لګښت راځي، د کار راپور وغواړي چې راځه وروره حساب راکړه چې څه دې وکړل، ځه دی وویل او وطن ته دې څه ګټه ورسوله؟!

زه د هغه شپې له ځینو خبرو څخه داسې پوه شوم چې ځینې دا تش په نامه مصلحتي استازي، حتی د افغانستان نامه، حیثیت او وقار ته په سپکه سترګه ګوري، ځینې د خپلو عیاشیو د پاره له هېڅ ډول ناروا کارونو څخه مخ نه اړوي او ځینې دومره ټیټه سویه لري چې په یوه سیمه ییز یا نړیواله غونډه کې د حضور په دیپلوماتیکو اصولو هم نه پوهېږي!
یو مېلمه وویل چې دوه کاله مخکې مشرانو جرګې د دریو مېرمنو داسې یو پلاوی کوم افریقایي هېواد ته استولی وو چې یوه په ټکي انګلیسي نه پوهېده! دی جناب د یوې استازی په هکله وویل چې له تشناب څخه یې په ګیلاس کې اوبه اخستې وې؛ خو استنجا یې په رڼا ورځ په عمومي دهلیز کې وهله!

داسې یوه کیسه هم وشوه چې یو عالی جناب وویل چې موږ یو ځلې د پاریس په کوڅو کې د ځنډ له امله، د اندورا هیواد الوتکه میس کړه او پرېکړه مو وکړه چې په اندورا کې د نړۍ د پارلمانونو غونډې ته هډو ځو نه او دا مو غوره وبلله چې د رومانیایي پیغلو د زیارت له پاره جرمني ته لاړ شو او بیا بېرته کابل ته ستانه شوو!

لنډه دا چې د هغو میلمنو حضراتو ځینو کیسو، زه یو ځلې بیا هغه تراخه حقیقت ته متوجه کړم چې زموږ ټولنه د یو شمېر فاسدو دولتي چارواکو له لاسه، په ټوله مانا له اخلاقي سقوط او حتی زوال سره مخامخ ده. کله چې د خلکو درواغجن استازي، له سفرونو، بزنس کلاس ټکټونو، ښځو، شرابو او نایت کلپ څخه پرته، د ویلو له پاره بل څه ونه لري، باید د خپل هېواد له پاره وژاړو!

ښکاره خبره ده چې داسې لګښتونه د پلار د جایداد په عوایدو او یا د ملي شوری په معاش او سفریو نه کېږي. دا بېځایه لګښتونه، د خلکو استازي دې ته هڅوي چې د رشوت، چور، غضب او غلا له لارې د زرهي ګاډو، باډیګارادانو، مېلمستونونو، سفرونو، ښځو او شرابو (خرچي) برابرې کړي او دا چې په اونیو- اونیو د شوری او په تېره بیا ولسي جرګې نصاب نه پوره کېږي، علت یې همدا دی چې د خلکو ډېر استازي وزارت په وزارت، سفارت په سفارت او ریاست په ریاست په غلاوو، قراردادونو او پروژو پسې ګرځي او که کومه استخباراتي ځاله هم د ګډ کار او ښه معاش بلنه ورکړي، (نه) نه ورته واي؛ ځکه چې د حرامو، ناروا او غلطو کارونو له پاره حرامو او ناروا پیسو ته اړتیا وي! پای