د خوست دنظامي کميسيون خبرتيا

دخوست ولایتي اداره په خوست کې د سولې او ټېکاو د ټينګښت لپاره د هر اړخیزو هلو ځلو ، د هر ډول تاوتریخوالي ، ستونزو او خنډونو پر ځای بیارغونه ، د غاصبینو له منګولو څخه ددولتي ځمکو او ملکیتونو خلاصول ، د کلیو او قومونو تر منځ دکړکېچونو او شخړو سوله ایز هواري ، د درنو وسلو راټولولو ، د بې ځایه وینې تویدلو ،د خلکو تر منځ دخپل منځي ستونزو ، لانجو او منازعاتو په حل او هواري کې د تش لاسو او بې وزلو د بې ځایه او لوړو لګښتونو دړ مخنیوي او نورو ځوروونکو او ربړوونکو ناخوالو ته د پای ورکولو په نیت د خوست نظامي کمسیون د خوست شریف اوسېدونکي له لاندېنۍ خبرتیا خبروي :
د خوست ولايت شريفو اوسېدونکو ، وروڼو او خويندو !
د دې لپاره چې په خوست کې د بیارغونې پروسه ګړندئ ، دخلکو ژوند ارام اود ټولنیز پرمختګ لپاره زمینه مساعده شي ، نو اړینه ده ، چې لومړی ډاډمن امن تامین شي او دې هدف ته درسېدلو لپاره نظامي کمیسیون په دې هڅه کې دی ، چې د متقابلې همکارۍ په پایله کې تاسو ته د ورځني ژوند لپاره د ډاډ وړ امنیت تامین کړي .خو په دې لاره کې د ستاسو همکاري لازمه او مهمه ده ، د ولایت مقام او نور امنیتي ارګانونه دسولې او امن دپاره جدي مبارزه کوي .
د دې لپاره چې په خوست کې سیاسي ، اقتصادي او په ټولنیزو برخو کې پرمختګ شوی وي ، ځوانانو ته د زده کړې او تفریح شرایط برابرشي او قومونه په خپلو کې له دښمنۍ لاس واخلي ، د انسان وژنې مخه ونیول شي ، نو په دې خاطر د خوست ولایت ګډنظامي کمیسیون پرېکړه کوي ، چې :
۱- په خوست کې د تلپاتې سولې او امن لپاره دې ټول هغه کسان چې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري، د دې ناوړه عمل څخه دې لاس واخلي .او د خوست شریف ولس دې د ځمکو د غصب په مخنیوي کې لازمه همکاري وکړي .تر څو په یادو ځمکوکې دبیارغونې پنځه کلن پلان په چوکاټ کې ستاسو د سوکاله او آرامه ژوندانه په خاطر بنسټيزې پروژې پلي شي .
۲- د ځمکو ، غرونو او څړ ځایونو پر سر شخړې او جګړې د بیارغونې ، پرمختګ او د سولې په لاره کې ژور خنډونه جوړوي نو قومونو ته په کاردي ، چې په عامه ځایونو د جګړو څخه لاس واخلي . که چېرې په ورته عمل بیا هم لاس پورې کړي ، نو د قانوني چلند او سختې سزا سره به مخامخ شي . ځکه دا ډول شخړې او لانجې د قومونو تر منځ د نفاق تخم شیندي ، دقانون حاکمیت او همداشان د خوست ولایت امنیت ته ګواښ پېښوي . نو په دې اساس دا ډول حالت نور حکومت ته د زغملو وړ نه دی .
۳- د دې خبرتیا وروسته د ټول خوست په کچه د اربکیو په نوم د وسله والو ډلو شتون او فعالیت منحل او غیرقانوني اعلانیږي . که بیا هم په کوم قوم کې د اربکیو په نوم وسله وال ولیدل شول ، وسله به یې قید او دوی به عدلي او قضایي ادارو ته ورمعرفي کیږي .چې بیا به یې هر ډول مسوولیت په خپله غاړه وي .
۴- درنې وسلې ، لکه راکټ ، دهشاکه ، پيکه ، هاوان اود نورو درنو وسلو، مخابروي وسایلو او د مهماتو ساتل غیرقانوني دي ، نو له درنو قومونو غوښتل کیږي ، چې دا ډول درنې وسلې ولسوالیو او یا هم په مرکز کې نظامي ارګانونو ته ژر تر ژره وسپاري . که چېرې بیا هم له چاسره د دې خبرتیا وروسته وموندل شوې ،وسلې یې ضبط اوخاوندان به یې د سختې سز ا سره مخامخ شي . ځکه له یادې سلاح څخه ، نه یوازې دا مهال ولس په وېره کې دی ، بلکې کېدلای شي،زموږ د لسیزو ځورېدلي او جنګ ځپلي ولس زیات شمېر کورنۍ د ویر او غم په ټغر کېنوي .چې بیا به یې جبران ناممکن وي .
یادونه : د پورته موارېدو د سرغړونې په صورت کې دې درنه خوست مېشتي د اسلامي او وطني مسوولیت له مخې په لاندې ټېلېفون شمېرو اړیکه ونیسي ، تر څو په لازم وخت کې پرې ګام پورته شي ، د ستونزو او خشونتونومخنیوی وشي او په دې برخه کې به ستاسو هویت پټ ساتل کیږي .
070 222 74 21
0799 00 56 80