له خوست څخه پلازمېنې کابل ته تللي پلاوي خوست والي ته.....

د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر


له خوست څخه پلازمېنې کابل ته تللي پلاوي خوست والي ته د لیدنو او کتنو او همداشان د خپل سفر په اړه یې د يوې غونډې په ترڅ کې راپور وړاندې کړ.
ناسته د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوه .
ورپسې خوست والي عبدالجبارنعیمي له پلاوي څخه په دې مننه وکړه ، چې د خوست په جوړونه او پرمختګ کې یې ورسره یو ځای برخه واخېسته . د دوی کړنو او فعالیتونو ته د خوست ولایتي اداره او ولس د قدر وړ بولي .
والي نعیمي کابل ته د داسې پلاوي لېږل یوه اړتیا وبلله ، ده وویل پخوا په دې ولایت کې دڅوکالونو راهیسې یوازې د پروژو نومونه ؤ ، خو عملي هېڅ نه ښکارېدې . نو د دې لپاره یې د ولسي جرګې له منتخبو وکیلانو ، د ولایتي ادارې ، ولایتي شورا ، مدني ټولنو او قومي مشرانو څخه ګډ پلاوی مرکز کابل ته د خوست ولایت لپاره د بنسټيزو پروژو د رالېږدولو او منظورو لو په موخه ولېږه .
خوست والي دوی ته وویل ، کومې ولسي بیارغنیزې غوښتنې چې تاسود کابینې له وزیرانو کړي دي ، هغه به تر هغې پورې تعقیبیږي ، تر څو چې په عمل کې نه وي پلي شوي .
ده وویل ستاسو سفر اړین په دې هم وو، چې د خوست د بیارغونې د پروژو د غوښتنو تر څنګ مو په پلازمېنه کابل کې د خوست لاسته راوړنې او اصلي انځور وښود.
خوست والي عبدالجبارنعیمي پلاوي ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، د غوښتل شویو پروژو تر څنګ موږ او تاسې باید د دې ولایت د ولسونو د آبادۍ او پرمختګ په خاطر په کار ده ، چې نورې اړینې پروژې هم مالومې او د پلي کېدو په خاطر یې د اړونده وزارتونو سره په ورته بڼه شریکې کړو.
والي نعیمي یاد پلاوي ته په خپلو خبرو کې وویل ، ما هم د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې په پلازمېنه کابل کې یو شمېر مهمې لیدنې کتنې تر سره کړې .
ده وویل په سر کې یې د کورنیوچارو وزیر ستر جنرال بسم الله خان محمدي ، د سیمه ایزه ارګانونو د خپلواکې مشر غلام جیلاني پوپل ، دډایاک د مرکزي عالي کمیسیون کې د بېلابېلو وزارتونو استازیو ، د امریکایي قواوو، د قانون د حاکمیت په چارو کې مسوول مارک تینز ،د جاپان ، المان ، متحده عربي اماراتو او همداشان د ترکیې هېواد د سفیر سره مې د خوست ولایت په اړه ژورې خبرې وکړې او له دوی ټولو مې وغوښتل چې خوست ولایت ته د ادارو په پياوړتیا او بیارغونې په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي .
چې د ده په خبره دوی هم ټولو ورسره دې ولایت ته د پاملرنې ژمنې وکړې .
له خوست والي وروسته د کمیسیون منشي صوات ګل خوستي پلازمېنه کابل ته د پلاوي د کاري سفر په اړوندترتیب کړی شوی راپور وړاندې کړ.
په یاد راپور کې د لنډېز په ډول راغلي وو، چې ورسره په لومړي سر کې د ترانسپورت وزیر په دې ولایت کې د هوایي ډګر او ورسره یې د ترمینل په شکل د یوې لویې ځمکنۍ آډې جوړولو کلکې ژمنې وکړې .
د مالیې له وزیر ډاکټر عمرزاخېلوال سره یې د لیدنې په ترڅ کې په خوست ولایت کې د ګمرک لپار ه دتاسیساتو جوړولو او د کرکټ لوبو لپاره یې د یوه مجهز معیاري لوبغالي دجوړېدو غوښتنې درلودې ، چې د مالیې وزیر ورسره دواړه غوښتنې ځای پر ځای ومنلې .
ورپسې یې دملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او د لوی درستیز شېرمحمدکریمي سره یې په خوست ښار کې په دوی پورې اړونده ځمکو په موخه چې د خوست ولایت د ښار دپراختیا او د پلان د تطبیق په مخ کې خنډ ګرځي ، اوږد بحث وشو.
او بالاخره په دې تصمیم ونیول شو ، چې هغه ماسټر پلان چې د ښاري پراختیا وزارت له خوا ترتیب شوی وي او د اردو د ضرورت وړ تاسیساتو ته په کې ځای ورکړل شي ، نو موږ حاضر یو ، چې ټول هغه ملکیتونه چې د ښار د پراختیا او د پلان د تطبیق موانع ګرځي ، د ځمکې په بدل کې خوشي او د ښاروالۍ په اختیار کې به یې ورکړي .او همداشان یې دعسکري روغتون په اړوند چې دا مهال خالي دی ، د عامې روغتیا ریس ته یې لیکلی مکتوب ورکړ، چې کولای شئ ، د نسایي او ولادي روغتون په کې جوړ او ترې ګټه واخلئ .
د عامې روغتیا له وزیرې ثریا دلیل سره یې د لیدنې په ترڅ کې وویل ، په دې ولایت کې د نسایي او ولادي ناروغیو لپآره یې 50بستریز روغتون منظورول ، د روغتیا په چوکاټ کې د تشکیل زیاتول ، په نشه روږدو کسانو لپاره د 30بستریز روغتون جوړول ، د ملکي روغتون لپاره دسټاف پوره کول ، د اېچ ای وي یعنې د اېډز ناروغیو د یوې څانګې پرانېستل ، د ریاست لپآره د یوه موټر او امبولانسونو منظورول ، هغه څه وو، چې یاد پلاوي یې د ولایتي ادارې له لوري وړاندیزونه کړي وو.
له دې وروسته یې د سوداګرۍ له وزیر سره د لیدنې په ترڅ کې یې د غلام خان بندر د ترانزېت غوښتنه منلي ، چې دځمکې دمالومېدو په صورت کې به یې په تاسیساتو کار پيل او نوموړی بندر به رسمي پرانستل شي .
همداشان یې د مخابراتو له وزیر امیرزي سنګین ، د مخادره موادو پر ضد د مبارزې وزیر ضرر احمدمقبل ، د اوبو او برېښنا وزیر اسماعیل خان ،دښاري پراختیا وزیر او د جي ټي زېډ موسسې عمومي مسوول سره یې هم د وړیو وړاندیزونو په هکله ولیدل ، چې د دوی په خبره ټولو ورسره کلکې د کار کولو ژمنې کړي .
د یادولو وړ ده ، چې نوموړی کمیسیون په لومړي ځل د خوست والي عبدالجبارنعیمي په نوښت جوړ او د اداري غونډې د پرېکړې پر بنسټ د لړم میاشتې په 12مه نېټه د دې ولایت دیولړ وړاندیزونو او ستونزو د حل په منظور پلازمېنې کابل ته سفر کړی وو.

د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : دریم
نېټه :7/قوس /1389